تفصیل | شهادت 

23rd August, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

دحزب اسلامي  افغانستان د ۴۹ پسرلي د پیلیدو په ویاړ

استاد قریب الرحمن سعید

2017-04-12

اعوذباالله من الشیطن الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم قال الله تعالي : ......وَمَنْ يَتَوَلَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْغَالِبُونَ ه ویاړم  چې  په اروپا کې  دحزب اسلامي افغانستان د مرکزي شورا د غړو   او ددې ګوند د ټولو ویاړلو منصوبینو په نمایندګۍ  د هیواد د ویاړلې  او دشهیدانو د وارث  ، د ازادۍ او استقلال  له پاره د ځآن  ځارونکې ګوند  د اته څلویښتمې  کلیزې د پای ته د رسیدو او د نه څلویښتمي کلیزي دپیلیدو په اساس  دحزب اسلامي افغانستان  د ویاړلو شهیدانو او ځان ځارونکو وارثینو ،  ویاړلې  قاید ، او د هیواد د ازادۍ  اوخپلواکۍ له  پاره   تل په سنګر کې ناست ستر شخصیت ، محترم  مشر ، او دحزب اسلامي  د اجرائیه  او مرکزی شورا غړو ، او ددې ګوند ټولو ویاړلو مشرانو او ځان ځارونکو  ته  د زړه له کومې مبارکي ووایم . الحمدلله ،  حزب اسلامي  افغانستان  ، که څه هم دخپل  تأسیس دهمغو لمړیو ورځو څخه د غربي اوشرقې  بلاک د استعماري ځواکونو دسختو حملو لاندې راغلې او دهمدې بلاکونو د لاسپوڅو کمونستانو او نورو غرب پاله  بیدینه  عناصرو او  د حاکمو مستبدو رژیمونو  له اړخه  تر سختو ازمیښتو سره مخ  شوې  ،  غړی یی په زندانو کې شکنجه شوي ، ربړیدلې  او ان د  دار په  تختو  ځړول شوي دي او بیا  د  ثور د کرغیړنې کودتا  په  پایلو کې یی  په   لسګونو  زره  غړي  دکمونستو وینه زبیښونکو ځواکونو په لاسو شهیدان  شوې ، خو ددې ټولو ازمیښتونو سره سره یی بیا هم  د خپل هیواد د استقلال او ازادۍ په قیمت  د واک ګدیو ته درسیدو له پاره  د هیچا سره  سودا   نه ده کړې ، دهمدې ګوند د مؤمنو عناصرو دمقاومت  او دولس دمیړانې  او ځان ځارني په واسطه  روسي  امپراطوری  له منځه ولاړه ،خو هیواد  او ولس ته  د یو شمیر خاینو ، لاس پوڅو او پردیوپالو عناصرو د سازشي کړیو د سازشونو اودهمغوې د هیواد پلورنې دپالیسیو له مخې   ددې   ویاړلې ګوند په  واسطه   د یوه  سهي داسې  اسلامي نظام  دتیږې دايښودو مخنیوی وشو  چې  برخلیک  به یی پخپله  زمونږ د میړني ولس  په  واسطه  ټاکل کیده  . دحزب اسلامي ویاړلي منسوبین بیا بیا د ازمیښت د کړیو څخه تیر شول  خو په دې ټول دوران کې یی  خپل مقاومت له لاسه ور نه کړ ،  دهمدې لاس پوڅو او خاینو کړیو په واسطه  دهیواد  رژیمونه  بیا بیا دپردیو له  خوا و ټاکل شول ، اوملت مو د یوې ورځې نه بلې ته  دخپلې ازادۍ او استقلال  له پاره د مبارزی  او د استعماري زبرځواک په مقابل کې د قیام  قیمت په ډیره  درنه توګه   ادا کړ   او لا تر اوسه یی اداء کوي . دحزب اسلامي بنسټ  ایښوونکې  قاید او مشر په ځاې ویلی دي چې : « ((ښايي د تاريخ په اوږدو کې به ډېرو لږو نهضتونو په دومره موده کې دومره قربانۍ ورکړې مموي او دومره سترې سترې برياوې به يې په برخه شوې وي، دې تحريک پخپله غېږ کې په لکونو سرښندونکي مجاهدين وروزل ،په سلهاوو زره شهيدان يې وړاندې کړل، اسلامي امت يې له خوبه راويښ کړ، د جهاد هېره شوې فريضه يې راژوندۍ کړه، په مېړانه او استقامت يې د کفري او اشغالگرو دښمنانو مقابله وکړه. داسې مقابله چې د شوروي اتحاد په زوال او نابودۍ منتج شوه او (امريکا) يې د افغانستان له دايمي اشغاله مايوسه او نااميده او په دې اعتراف کولو مجبوره کړه چې ووايي - د مقاومت ځپل ورته ناشوني او محال دي!! کومه تبديلي چې د دې نهضت په لاس په افغانستان کې راغلې عمق او پراخوالى يې هغه څوک درک کولى شي چې هم د نهضت له پيلېدو مخکې د هېواد له سياسي، اجتماعي او فرهنگي وضعيت خبر وي او هم له اوسني وضعیت څخه .» د همدې مقاومت او میړانې  پایلې وې چې  دروسیی کمونیزم  سره امپراطوري  له منځه ولاړه ، او لکه دانګلیس په څیر یواځي په مسکوکې را ټوله  شوه . خو بدبختانه  چې  زمونږ دولس په  مرۍ استعمارچیانو بیا بیا منګولې ښخې کړې ، دخپل برخلیک د ټاکلو په مقابل کې یی خنډ شول ، دخپلې خوښې اودخپلې ګټې نظامونه یی پرې مسلط کړل ، اوبالاخره  امریکا اودهغې د ناټو ملګرو  په دې  میړنې ولس باندې دخپلو وسلو دازمیښت کولو له پاره د وحشت او دهشت یوه بله مرحله  پیل کړه .  په سلګونو زره  بې وزله افغانان  یی په پوره  بیرحمۍ سره ووژل ، کور اوکلي یی  ورته  بمباري کړل ، فصلونه یی    وسوځول او ..... په دې ټوله مرحله کې  یو شمیر بې زړه او تسلیم شوی ګوندونه  غربی امپریالیزم ته سلامي شول . اما  دحزب اسلامي د ویاړلی ګوند قیادت دغربي استعمار څخه دخپل ولس د ازادۍ  له پاره دقیام  هوډ وکړ اود امریکا  او ناټو د نیواکګرو ځواکونو په مقابل کې  یی په پوره میړانه  دخپل ولس  د ا زادۍ اوخپلواکۍ د بیرته اخستلو په خاطر  په خپلو هلو ځلو اومبارزو  پیل وکړ ، چې دا مبارزه او هلې ځلي یی لا تر اوسه پورې  روانې دي . په دې اړه  د حزب اسلامي د محترم مشر  دا وينا بسنه کوي چې ويلي يې دي :   « هغه نا افغانان  چې  ادعا کوي دبهرنیو ځواکونو شتون دامنیت په تأمین کې مرسته کوي ، درواغ  وایی ، د واقعیتونو خلاف درواغجنه  ادعاکوي . بهرنیو ځواکونو افغانستان د ګاونډیو دلاسوهنو څخه نه دې خوندي کړې  بلکه  هغوې ته یی دهر راز  لاسوهنو له پاره پراخه شرایط برابر کړي دي .» دحزب اسلامي  ټول ارکان ، غړي او  منسوبین  په دې ویاړي چې ددې ګوند قیادت  لکه د نورو  په څیر د روسي دکمونیزم    او یا د غربي امپریالیزم د بلاک په  لمن کې  و نه  غورزید بلکه  په پوره شهامت ، ویاړ او شجاعت  سره یی دخپل ولس د استقلال ، ازادۍ او خپلواکۍ د تر لاسه کولو   مبارزو ته په پوره  همت  او میړانې سره دوام ورکړ. ددغو مبارزو او جهادونو برکت و چي حزب او ددي  ګوند قیادت  په خپله مصممانه کړنلاره کي ثابت پاته شو ،‌اوکله  یی چی وکتل چي غربی قواوي هم ورځ تر بلي  ستومانه او د هیواده د تیښتی په حال کی دي او غواړی دغه جنګ او جګړه د افغانانو په خپل ځپلمنخي جګړو تبدیله کړي ، هوډ یی وکړ او د حاکم  دولت سره یی د بین الافغاني  یا د افغانانو ترمنځ  دخبرو اترو له لاري  په هیواد کي د امن د استقرار او په ولس کی د مرګ ژوبلي دمخنیوي په خاطر ، لکه څنګه چي په جنګ او جګړو کي ثابت او غښتلي و ، په همدي توګه د سولي دقیام له پاره غښتلي ګام واخیست او  و یی پتیله  چي د هیواد دامن او سولی د قیام په خاطر  به هر ډول  ځان ځآرني ته تیار وي . اوس چي حالات تبدیل شوی ، حزب اسلامي دیوه هوکړه لیک له مخي  ، دهغه څه په لور  مخه کړي  چي دا ګوند یی په خاطر  جوړ شوي و . او هغه د هیواد او ولس ازادي اواستقلال ، په هیواد کي د قوي مرکزي نظام  شتون ، د ټاکنو او انتخاباتو له لاري د یوه قوي او نماینده پارلمان  جوړښت  ، په هیواد کي دعدل او انصاف د نظام قایمول ، او …..دا سي  نور امور وو . د الله تعالي نه ارزو لرو  چي لکه څنګه یی چي ددغه  ګوند مجاهدینو او ددي ګوند قائید ته  دا وړتیا ورپه برخه کړه  ترڅود ټولو ستونزو او مشکلاتو سره سره بیا هم خپل استقلال و ساتي اوپه خپلو پریکړو کي  ازاد او مستقل و اوسي او  د هیواد د استقلال  او ازادئ  بیرغ تل په خپلو ځان ځاریو رپانده و ساتي ، په همدي توګه  په سیاسي ډګر کی یو ځل بیا د سولی او امن په هڅو ، د ولس را په یوځآي کیدو او دولس دپرګنیو تر منځ د حق اوعدالت د قیام  او  دولس  دردونو ته درسیدو توفیق هم  ور په برخه کړي . دحزب اسلامي ټول ارکان او غړي  مکلف دی  چي د خپل ولس په  چوپړ کي واوسي ،  په اخلاقي توګه دهغوي دخدمت کولو نه ډډه و نکړي ،‌خپلي ريښي  بیرته په ولس کی تاندي کړي ، د فوروعي او شخصي اختلافاتو نه ډه ډه  وکړي او دخپل حزب د امیر او ملي قائید  د هدایاتو په رڼاکي د خپلو کړیو په منسجمولو کی  ارزښتناکه  رول ولوبوي . دا باید په یاد ولرو چي ددي ستر او منظم  ګوند بیرته  منسجم کول اوپه سیاسي ساحه  کي خپل استعدادونه  رابرسیره کول او په ولس کي د امن او سکون د قیام دندي  ټولي دهمدي ویاړلي حزب د ارکانو او غړو د نیکواو ښه اخلاقو  پوري  اړوند دي . چي ان شاءالله  ددی  ګوند غړي به یی په هر ځاي او هر وخت کي ، په هره سیمه او هر قوم کي  ، په سختو ستونزو او راحت کي … ترسره کړي .او همدا ددي ګوند د ارکانو او غړو امتیاز هم دي . یو ځل بیا د حزب اسلامي ټولو ارکانو اوغړو ته ددي سترویاړلي ګوند د ۴۹ کلیزي دپيل  مبارکي ورکوم او د الله  تعالي نه غواړم  چي په دي  راتلونکي سختو ازمیښتونو کی د حزب ټولو ارکانواو غړو ته د صبر ، زغم  او بري همت  ور په برخه کړي . ژوندې دي وي افغان میړنې ولس ژوندې دې وي حزب اسلامي افغانستان. قریب الرحمن سعید

د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd August, 2017