تفصیل | شهادت 

11th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

طالبانو ته څو سپيني خبري او څو نېكي مشورې:

حكمتيار

2017-04-12

طالبانو ته څو سپيني خبري او څو نېكي مشورې:

حكمتيار

حزب اسلامي له هر مسلمان لوري سره وروري او يووالى غواړي، كه طالبان له حزب سره مصالحې، يووالي او وروري ته چمتو وي موږ ورته تيار يو، كه دوى يو گام وړاندي راشي موږ دوه گامه وروړاندي كېږو، كه دوى لاس رااوږد كړي موږ غېږ ورته پرانېزو. كه دوى په حزب پسي تبليغات ونه كړي موږ ئې نه كوو، كه د حزب خلاف ونه جنگېږي موږ ورسره نه جنگېږو، كه دوى له دولت سره مذاكراتو ته تيار وي موږ نه يوازي وساطت ته چمتو يو بلكي اطمئنان وركوو چي د دوى د هري شرعي او معقولي غوښتني به په كلكه او صادقانه توگه ملاتړ كوو، كه دا غوښتني ئې د ټولو بهرنيو ځواكونو بلاقيد او شرط وتلو په ارتباط وي او كه په اوسني نظام او حكومت كي د پراخو تغييراتو او د هر هغه څه د ټغر ټولو په ارتباط چي د اسلام خلاف وي. خو كه هغوى تبليغات كوي موږ مجبور يو او دا مو حق او يو ضرورت دئ چي د غلطو او غرضي تبليغاتو ځواب وركړو، په داسي مواردو كي سكوت كول نه جائز دي او نه گټه ور. كه پر حزب او د حزب پر غړو تېرى كوي له ځان دفاع مو نه يوازي حق دئ بلكي واجب هم دئ، مسئوليت به ئې د تېري كوونكو پر غاړه وي. هيله ده په سړه سينه او ژور تعقل سره پرې غور وكړئ او داسي تصميم ونيسئ چي هم الله تعالى درنه راضي شي او هم افغان ولس. شل كاله مو جنگ وآزميو، نتيجه ئې هم ستاسو په وړاندي ده او هم د ټول ملت او امت په وړاندي، راشئ روغه جوړه او مصالحه هم وآزمويئ كه څه هم د لنډ وخت لپاره وي. كه ئې نتيجه تر جنگ لږ او په زړه پوري نه وه نو بېرته په ډاډه زړه جنگ ته ستانه شئ، په دې سره به لږ تر لږه د الله تعالى او ولس په وړاندي دومره ويلى شئ چي موږ د صلحي لار غوره كړه خو نورو جنگ ته اړ كړو.

 

اللهم فاشهد



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

11th December, 2017