تفصیل | شهادت 

26th April, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

په دولتي ادارو کې ګمارنې سلیقه اي که د وړتیا له مخې لیکنه

محمد راشد

2017-04-13

که دهیواد تیر شپاړس کلن بهیر ته ښه ځیر شو په دولتي ادارو کې چارواکي او آن تر ریاستونو او مدیریتونو پورې کسان یوازې د سلیقو او پيژندګلوۍ له مخې ګمارل کیږي. د هر وزارت لپاره چې کله نوی وزیر وټاکل شي نو پخواني لوړپوړي چارواکي لیرې او پرځاي یې دخپل ټیم کسان وګماري تر ریاستونو او لویو مدیریتونو پورې ټول بدل کړي. بله دا چې په تیرو کلونو کې اوس دا ټولو ته ثابته شوې چې یوازې څو د ګوټو په شمیر کسان دي چې د حکومت لوي پوستونه یې په خپل ګروټ کې نیولي او یوازې همدا کسان له یوې دندې بلې ته بدلیږي، ډیر ځله داسې لیدل شوي چې یوه چارواکي په یوه مهمه دنده کې لوي جرم او سړغړونه کړې خو کله چې له دندې ګوښه شوی ددې پرځاي چې له قانوني چلند او پوښتنو ګرویږنو سره مخامخ شي له پخوا په لویه او یا په بله سیمه کې په هغې ته ورته دنده ګمارل شوی دی ته به وایي چې نور نو په دې هیواد کې هیڅوک نشته چې یوازې همدا څو کسان په بیلابیلو دندو کې بدل رابدل کیږي. له همدې امله که په حکومتي ادارو کې د چارو بهیر ته ښه ځیر شو په ورځو ورځو د خلکو کارونه نه ترسره کیږي او د یوه لاسلیک لپاره له یوه دفتره بل ته لیږل کیږي او اداري بهیر دومره کړکیچن دی چې د یوه کوچني کار د ترسره کولو لپاره څو ورځې یوې ادارې ته ورځې چې دا ټولو د ناسم اداري سیستم او په سر کې یې د وړتیا نه لرونکو او نااهله چارواکو ګمارل دي. له همدې امله ورځ تربلې د حکومت او اولس ترمنځ واټن ډیر او وروسته په مخالفت بدلیږي چې دا چاره نه یوازې د دولت بلکې د اولس او په ټول کې د هیواد لپاره نه جبرانیدونکي زیانونه رامنځته کوي. لنډه دا چې که حکومت غواړي چې د خلکو رضایت ترلاسه کړي باید په دولتي ادارو کې کسان د وړتیا صداقت او تجربې له مخې وګماري ترڅو د خلکو کارونه په وخت او له ځنډولو پرته ترسره کړي.

د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

26th April, 2017