تفصیل | شهادت 

26th May, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

له تكفيري انقلابيونو څو پوښتني

حكمتيار

2017-04-15

 تاسو ټول هغه خلك تكفيروئ او له اسلام وتلي مباح الدم ئې گڼئ چي د غير اسلامي حكومت تر واكمنۍ لاندي ژوند كوي، تاسو د حكومت تر واكمنۍ لاندي سيمو په جوماتونو كي چاودني او هغه چا ته د جومات په لار كي كمين نيول او بمونه ورته اېښودل جائز بولئ چي د لمانځه لپاره جومات ته روان وي. ما ته په همدې اړه د دغو پوښتنو ځواب راكړئ:

 لومړۍ پوښتنه: رسول الله صلى الله عليه و سلم له بعثت وروسته ديارلس كاله په مكه كي تېر كړل، مكه كي ابوجهل حاكم وو، كعبه له بتانو ډكه وه، اخلاقي فساد هغي كچي ته رسېدلى وو چي فاحشو به د خپل كور پر بام جنډې لگولې وې، قرآن وايي: فساد په وچي او سمندر كي خپل تور وزر غوړولى وو (ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ * الروم: 41)، رسول الله صلى الله عليه و سلم او يارانو ئې دا هر څه ليدل خو له دعوت پرته ئې هيڅ عملي غبرگون نه دئ ښودلى، نه ئې د چا د وژلو امر كړى، نه ئې كوم بت مات كړى، نه ئې د فحش كوم ځاى ورانولو او د كوم بدكار او بدلمني د وژلو هڅه كړې، او تر هغه ئې همدې حالت ته دوام وركړى چي د مدينې په څېر ئې يو ډاډمن مهجر او پناه ځى وموند. ما ته ووايئ: دا ديارلس كالونه څنگه توجيه كوئ، د هغو خلكو له ژوند سره ئې څنگه پرتله كوئ چي په يوې غير اسلامي ټولني كي همداسي شپې ورځي تيروي؟! ډاډمن مهجر او پناه ځى نه مومي او پر خپلي مسلمانۍ او دعوت اكتفاء كوي؟!! 
 دوهمه پوښتنه: موسى عليه السلام د فرعون په كور كي ستر شو، په غلطۍ سره يو قبطي د ده په لاس ووژل شو، د اعدام پرېكړه ئې وشوه، ناچار شو له مصر ووځي، مدين ته ولاړ، اته يا لس كالونه ئې هلته تېر كړل، مصر ته د ستنېدو پرېكړه ئې وكړه، د سفر په دوران كي په پيغمبرۍ مبعوث شو، تاسو د خپلي تكفيري تگلاري او تفكير په تله كي د فرعون په كور كي د هغه پاته كېدا او روزنه او بيا مصر ته د ده ستنېدا څنگه تعبير او توجيه كوئ؟ دې ته په پام سره چي قرآن دا قصه هسي د قصې په توگه نه ده نقل كړې بلكي دا د يوې تاريخي بېلگي په ترڅ كي يوه الهي لارښوونه ده. نو كه نن كوم مسلمان داسي څه كوي چي موسى عليه السلام كړي؛ ته ئې تكفيروې او كه عمل ئې د موسى عليه السلام د عمل په څېر جائز گڼې؟!! 
 درېيمه پوښتنه: د فرعون مېرمن ايمان راوړي، په خپل ايمان كي هغه لوړ مقام ته رسي چي د نړۍ لومړۍ درجه مؤمنه مېرمن ترې جوړېږي، فرعون ئې له ايمان راگرځولو په موخه تعذيبوي، خبره هغه ځاى ته رسي چي پر لاس او پښو ئې مېخونه ټك وهي، خو هغه پر خپل ايمان ټينگار كوي، هملته او تر عذابونو لاندي وايي: زما ربه! له فرعون او د ده له قصر او كړنو بې زاره يم، ما ته په خپلي خوا كي كور را!! آيا تاسو منئ چي په غير اسلامي ټولني او حتى د دې ټولني د واكمن په كورنۍ كي داسي مؤمن هم پيدا كېدى شي؟!!
 څلورمه پوښتنه: قرآن وايي: الله تعالى د حديبيې معاهدې او د مسلمانانو او قريشو تر منځ د اوربند تړون ته د دې لپاره شرائط برابر كړل چي پر مكې د بريد مخنيوى وكړي او دا ځكه چي په مكې كي داسي مؤمنان هم ول چي مسلمانانو نه پېږندل، الله تعالى نه غوښتل چي د مسلمانانو لاسونه د دغو مؤمنانو په وينو سره شي (... وَلَوْلاَ رِجَالٌ مُّؤْمِنُونَ وَنِسَاء مُّؤْمِنَاتٌ لَّمْ تَعْلَمُوهُمْ أَن تَطَؤُوهُمْ فَتُصِيبَكُم مِّنْهُم مَّعَرَّةٌ بِغَيْرِ عِلْمٍ لِيُدْخِلَ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ مَن يَشَاء لَوْ تَزَيَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا الفتح: 25)، دا مبارك آيت په ډېر صراحت سره وايي: په مكه كي داسي مؤمن نارينه او باايمانه مېرمني وې چي مسلمانانو نه پېژندل، كه دوى له مشركو قريشو بېل شوي وى نو الله تعالى به مسلمانانو ته پر مكې د بريد اجازه وركړې وه او په دې بريد سره به ئې دوى په دردناك عذاب اخته كړي وو. تاسو ولي د قرآن د دې څرگندي لارښووني خلاف په داسي ځاى بريد جائز گڼئ چي هلته د كافر تر څنگ مسلمان هم اوسي، ښايي دا به حتماً په خپلي مسلمانۍ كي داسي وي لكه په مكه كي اوسېدونكي مؤمنان چي مسلمانانو نه پېژندل؟!! 
 پنځمه پوښتنه: آيا تاسو د همداسي غيراسلامي نظامونو تر واكمنۍ لاندي ژوند نه كوئ، ستاسو او نورو مسلمانانو تر منځ يوازي دومره توپير شته چي هغوى وسله نه كاروي، او تاسو ئې كاروئ، او دا ځكه چي تاسو وسله لرئ او هغوى ئې نه لري، يا د وسلې كارول ورته د اسلام په گټه نه برېښي، يا د وسلې تر كارولو وړاندي هجرت او مهجر ضروري گڼي، خو د ډاډمن پناه ځي نه موندلو له كبله هجرت نشي كولى. هغوى وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم لومړى هجرت كړى بيا جهاد، لومړى ئې مدينه ترلاسه كړې بيا ئې جهاد اعلان كړى، موږ ته مدينه راوښيئ، چي لومړى هجرت وكړو بيا جهاد. دوى ته څه ځواب لرئ؟!! زما د پوښتني مقصد دا نه دئ چي تاسو وسله مه كاروئ او جهاد مه كوئ، مقصد مي دا دئ چي دوى مه تكفيروئ او مباح الدم ئې مه گڼئ. او كه دا غلطه فتوى وركوئ نو دا به يقيناً ستاسو له خېټي راوتلې فتوى وي نه شرعي او د قرآن له لارښوونو سره سمه فتوى.
 شپږمه پوښتنه: په قرآن كي د داسي يوه مؤمن يادونه شوې چي د فرعون نږدې مشاور او درباري وو، ايمان ئې راوړى وو خو خپل ايمان ئې پټ ساتو، كله چي فرعون يو ځل بيا د موسى عليه السلام د وژلو پرېكړه كوله او له خپلو درباريانو سره ئې په دې اړه مشوره كوله نو دې مؤمن انسان په ډېري اغېزمني لهجې او مضبوطو دلائلو سره د موسى عليه السلام د وژلو له پرېكړي سره په كلكه مخالفت وكړ، او فرعون ئې له دې منع كړ چي دا پرېكړه وكړي، د قرآن په نږدې يوه نيمه صفحه كي د همدې مؤمن انسان اغېزناكي ويناوي راغلې دي، او د قرآن يوه سوره د همدې (مؤمن) په نامه ياده شوې، چي بل نوم ئې (غافر) دئ، په ټول قرآن كي د هيڅ انسان دومره ويناوي نه دي رانقل شوې!! ښايي رسول الله صلى الله عليه و سلم به د قرآن دغي برخي ته په پام سره ويلي وي چي تر ټولو غوره او افضل جهاد د جائر سلطان په وړاندي د حق وينا ده. دا ځكه چي الله تعالى د هيڅ بل انسان وينا ته دومره ارزښت نه دئ وركړى لكه د فرعون د دغه درباري وينا ته!!! له تكفيري انقلابيونو پوښتنه كوم: د خپل مسلك له مخي د فرعون د دې مؤمن درباري په اړه څه قضاوت كوئ؟!! تاسو اشتباه كړې كه قرآن؟!! تاسو خو په داسي نظام كي هر مأمور د وژلو وړ بولئ او مباح الدم ئې گڼئ!! خو قرآن د فرعون يو درباري مؤمن گڼئ او داسي ئې ستايي چي يوه نيمه صفحه د هغه ويناوو ته مختص كوي!!! 
 اومه پوښتنه: اسلام د ماشومانو، ښځو، بوډاگانو، عابدانو، زاهدانو، غير محاربو انسانانو كه كافر وي كه مشرك، د معاهد، مستأمن او ذمي كافر وژنه حرام گڼي، وايي: له هغه چا سره وجنگېږي چي له تاسو سره جنگېږي، پر هغه چا تېرى وكړئ چي پر تاسو ئې تېرى كړى، خداى هيڅ تېرى كوونكى نه خوښوي، هغه څوك وشړئ چي تاسو ئې له خپل كور كلي شړلي يئ، د دښمن په سيمي كي وني مه قطع كوئ، فصلونه مه سوزوئ، معابد مه ورانوئ، يعني عام المنفعه تأسيسات مه ويجاړوئ... آيا تاسو په خپلي كړنلاري كي دا ديني لارښووني په پام كي نيسئ؟!! ځواب ئې څرگند دئ، تاسو په خپلو عملياتو كي دې لارښوونو ته د توت په اندازه هم ارزښت نه وركوئ!!!
 خو قرآن وايي: او د الله په لار كي له هغو سره وجنگېږئ چي له تاسو سره جنگېږي او تېرى او زياتى مه كوئ، يقيناً چي الله تېرى كوونكي نه خوښوي.
 اتمه پوښتنه: هغه دين چي د نورو اديانو د معابدو درناوى كوي، د جوماتونو په اړه به ئې لارښوونه څه وي؟! چي د بل دين د معابدو سپكاوى جائز نه گڼي د مسجد سپكاوى به څنگه جائز گڼي؟!! آيا دغو الهي لارښوونو ته په پام سره به كوم مؤمن انسان دا جسارت وكړي چي په جومات كي د لمانځه په وخت كي چاودنه وكړي، يو ديني عالم په داسي حال كي ترور كړي چي په جومات كي خپلو طالبانو او مينه والو ته د قرآن تفسير يا د بخاري شرح او يا ديني تبليغ كوي؟! مسلمان ته په داسي حال كي كمين نيسي او په لاري كي ورته بمونه ږدي چي لمانځه ته روان وي؟!! خو تاسو د داسي غيراسلامي كړنو ډېر اوږد او تك تور فهرست لرئ، په سلگونو علماء، مجاهدين او د مجاهدينو مشران مو په همداسي حالت كي ترور كړي!!! 
 نهمه پوښتنه: قرآن د كافرانو دوه داسي ډلي معرفي كوي چي يا مسلمانان د هغوى خلاف د جنگېدو هيڅ حق نه لري او يا په خاص حالت او شرائطو كي ورسره جنگېدى شي: 
 إِلاَّ الَّذِينَ يَصِلُونَ إِلَىَ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُم مِّيثَاقٌ أَوْ جَآؤُوكُمْ حَصِرَتْ صُدُورُهُمْ أَن يُقَاتِلُوكُمْ أَوْ يُقَاتِلُواْ قَوْمَهُمْ وَلَوْ شَاء اللّهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَيْكُمْ فَلَقَاتَلُوكُمْ فَإِنِ اعْتَزَلُوكُمْ فَلَمْ يُقَاتِلُوكُمْ وَأَلْقَوْاْ إِلَيْكُمُ السَّلَمَ فَمَا جَعَلَ اللّهُ لَكُمْ عَلَيْهِمْ سَبِيلاً * النساء: 90
 له هغو پرته چي له كوم داسي قوم سره پيوست كېږي چي ستاسو او د دوى ترمنځ كومه معاهده وي او يا تاسو ته په داسي حال كي راشي چي سينې ئې له دې تنگي شوې وي چي له تاسو سره وجنگېږي او يا له خپل قوم سره وجنگېږي او كه الله غوښتى نو دوى به ئې درباندي مسلط كړي وو او بيا به حتماً درسره جنگېدل، نو كه درنه يوې خوا ته شول او درسره ونه جنگېدل او روغه، جوړه ئې دروړاندي كړه، نو بيا الله تاسو ته پر دوى (د تېري) كومه لار گودر نه دئ ټاكلى.
يعني په دوه صورتونو كي به د دغو كافرانو له نيولو او وژلو حتماً ډډه كوئ:
• له داسي قوم سره ئې خپل پيوستون اعلان كړى وي چي تاسو ورسره د عدم تعرض معاهده لرئ.
 • تاسو ته په داسي حال كي راشي چي له جگړو كركه څرگندوي، ستومانه دي، نه له تاسو سره جنگېدل غواړي او نه له خپل قوم سره.
 په دې آيت كي مجاهدينو ته دا لارښوونه شوې ده: دا چي يوه ډله ستاسو په خلاف له جگړي لاس اخلي، دا د الله يوه پېرزوينه وگڼئ، فوراً مثبت ځواب وركړئ، غوښتنه ئې ومنئ او د دوى په خلاف له جگړي ډډه وكړئ. كه دوى يوې خوا ته شول، درسره ونه جنگېدل او روغه، جوړه ئې دروړاندي كړه، نو بيا پر دوى باندي د تعرض هيڅ حق نلرئ، الله تعالى د دې اجازه نه ده دركړې چي د دوى په خلاف وسله استعمال كړئ. دې الفاظو ته لږ ځير شئ: پر دوى باندي د تعرض هيڅ حق نلرئ!!!
دوهمه ډله داسي معرفي كوي:
 سَتَجِدُونَ آخَرِينَ يُرِيدُونَ أَن يَأْمَنُوكُمْ وَيَأْمَنُواْ قَوْمَهُمْ كُلَّ مَا رُدُّوَاْ إِلَى الْفِتْنِةِ أُرْكِسُواْ فِيِهَا فَإِن لَّمْ يَعْتَزِلُوكُمْ وَيُلْقُواْ إِلَيْكُمُ السَّلَمَ وَيَكُفُّوَاْ أَيْدِيَهُمْ فَخُذُوهُمْ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثِقِفْتُمُوهُمْ وَأُوْلَـئِكُمْ جَعَلْنَا لَكُمْ عَلَيْهِمْ سُلْطَانًا مُّبِينًا * النساء: 91
 ژر ده چي نور هم داسي ومومئ چي غواړي هم له تاسو په امن كي وي او هم له خپل قوم په امان كي، خو كه كله فتنې ته وبلل شي، په كي پرېوځي، نو كه له تاسو يوې خوا ته نه شول او روغه، جوړه ئې دروړاندي نه كړه او خپل لاسونه ئې راتم نه كړل، نو وئې نيسئ او چي هر ځاى ئې مومئ وئې وژنئ او پر دې ډلي مو تاسو ته څرگند حجت دركړى. 
 دا مبارك آيت وايي: له داسي خلكو سره به هم مخامخ شئ چي امن خوښي دي، غواړي له تاسو هم امان تر لاسه كړي او له خپل قوم هم خوندي وي، څوك ورباندي تېرى ونكړي، جگړه فتنه گڼي، غواړي له دې فتنې لري پاته شي، خو كه ورباندي تېرى وشي او جگړي ته اړ كړى شي نو بيا په ټول توان، طاقت په كي برخه اخلي، دوى مه چېړئ، جگړي ته ئې مه اړ كوئ، مثبت ځواب وركړئ، له خپلي خوا ئې مطمئن كړئ، خو كه سره له دې له تاسو يوې خوا ته نه شول، روغه، جوړه ئې دروړاندي نه كړه او له تېري ئې ځان ونه ساتو، نو وئې نيسئ او چي هر ځاى ئې مومئ وئې وژنئ، الله تعالى د دې حق او اجازه تاسو ته دركوي.
 تكفيري انقلابيونو! آيا ستاسو په مسلك او تگلاري كي د كافرانو داسي بېلول او د هري ډلي په اړه بېله تگلاره غوره كول شته چي غوښتنه ئې دا وي: له يوه سره قطعاً نه جنگېدل او له بل سره يوازي په هغه صورت كي جنگېدل چي پر مسلمانانو له تېري ډډه نه كوي، روغه جوړه نه مني او د مسلمانانو له مخنيوي لاس نه اخلي؟!! آيا د قرآن دا لارښووني مو كله په غور سره څېړلې دي او په معنى ئې پوه شوي يئ؟!! 
 لسمه پوښتنه: د رسول الله صلى الله عليه و سلم او د صحابه وو په دور كي د دې بېلگه نشو موندلى چي مسلمانانو دي له محارب دښمن او د هغه له اور ژبي مبلغ پرته د بل چا په ضد وسله وال بريد ترسره كړى وي. نه د فحش او اخلاقي فساد پر كوم مركز او نه د ضاله مذاهبو پر كوم معبد، د مسلمانانو ټوله توجه دې لوري ته وه چي د مفسد او كفري نظام واكمنان او د اقتدار مراكز وځپي، نظام بدل كړي، د هغو سلطه پاى ته ورسوي چي ظلم كوي، فساد او بې ديني خوروي، دا ځكه چي د نظام له بدلېدو او د مفسدو واكمنانو له زوال سره هم د فساد ټغر ټولېږي او هم ټولو هغو ته د حق په لوري د تگ لار پرانيستل كېږي چي د كفر، شرك او اخلاقي فساد په گنده ډنډ كي پرېوتي. 
 اسلام د يوې ډلي په اړه د زغم، تحمل، صبر، نېك دعوت او حكيمانه بلني او چلن سپارښتنه كوي او د بلي په خلاف د وسلې كارولو اجازه وركوي. وسله به يوازي د هغه په ضد كارول كېږي چي د اسلام او مسلمان په خلاف ئې خپله توره له تېكي راايستلې او د جنگ لپاره ئې ملا تړلې. 
 آيا تاسو د اسلام له دې تگلاري سره موافق يئ؟ هيله ده خپله رأيه او تگلاره د دې اسلامي لارښووني په رڼا كي وڅېړئ!! 
 يولسمه پوښتنه: تاسو مرسي هم تكفيروئ او اردوگان هم، كله ئې د سكولر په نامه يادوئ او كله د ديموكرات، نه دې ته گورئ چي مرسي د مسلمانۍ په جرم په زندان كي دئ، او د اسلام كورنيو او بهرنيو دښمنانو د ده او د ده د مسلمانو ملگرو په ضد كودتا وكړه، او نه دې ته گورئ چي دا دئ اوس همدغو اسلام ضد ځواكونو د اردوگان په ضد د ناكامي كودتا هڅه وكړه، د كودتا د خبر په اورېدو سره د نړۍ ټولو كفري ځواكونو خوښي ښودله او له تاسو پرته د نړۍ ټول مسلمان پرې خفه ول، ايراني مزدورو جنگياليو په سوريې كي د خوشحالي ډزي كولې!!! خو كله چي د كودتا د شنډېدو خبر خپور شو نو د ټولو كفري ځواكونو تندي گونځي او سرونه ټيټ شول او له تاسو پرته هر مسلمان يا د شكر الفاظ اداء كول يا ئې د شكر سجدې كولې!! دا ولي په دغو پېښو كي ستاسو دريځ د اسلام له دښمنانو سره ورته دئ؟!!! په همدې اړه يوه بله او ډېره مهمه پوښتنه هم لرم: رسول الله صلى الله عليه و سلم د حبشې د هغه مشر غيابي جنازه اداء كړه چي د ده څو يارانو ته ئې پناه وركړې وه، او په مبهمو الفاظو سره ئې د رسول الله صلى الله عليه و سلم حمايت او تأييد كړى وو، هغه نه ئې په څرگندو الفاظو د شهادت كلمه ويلې وه، نه ئې لمونځ كړى وو، نه ئې كوم بل اسلامي عبادت ترسره كړى وو!!! ستا پيغمبر د دغسي چا غيابي جنازه كوي او ته د مرسي او اردوگان په څېر مؤمن شخصيتونه، چي لمونځ كوي، روژه نيسي، حج ئې كړى، د ټولو ديني شعائرو درناوى او التزام كوي، د خپل هېواد نږدې ټول مؤمنان او مسلمانان د هغوى په څنگ كي ودرېدلي، د نړۍ ټول مسلمانان د دوى په بريا خوشحالېږي او په نه بريا ئې خفه كېږي!! آيا ډېره ډېره عجيبه نه ده چي ته همدا شخصيتونه تكفيروې!! نه پوهېږم دا ستا دين څنگه دين دئ، او دا ستا ايمان څنگه ايمان، قرآن د داسي غولېدلو په اړه وايي: 
بِئْسَمَا يَأْمُرُكُمْ بِهِ إِيمَانُكُمْ إِن كُنتُمْ مُّؤْمِنِينَ * البقره: 93: 
څومره بد دئ هغه څه چي ستاسو ايمان مو پرې گماري؛ كه رښتيا ايمان لرئ. 
 يعني كه ستاسو دا ټول ناوړه اعمال د كوم ايمان په حكم او د كومي عقيدې له مخي وي نو دا خو ډېر كرغېړن ايمان او بده عقيده ده چي په داسي بدو كارونو مو گماري.
 دولسمه پوښتنه: يوسف عليه السلام د مصر د يوه كافر او ظالم واكمن په قصر كي ستر شو، د پاكلمنۍ له كبله زنداني شو، له زندان ووت او د مصر د ستر واكمن له لوري د ټول هېواد د شتمنيو امين او د صلاحيتونو مكين وټاكل شو، د واكمن له مړيني وروسته د واك پر گدۍ كښيناست او له دې وروسته د الله تعالى له لوري د پيغمبرۍ پر مقام ونازول شو!! آيا ستاسو په تكفيري مسلك كي د دې لپاره كوم مجوز او توجيه موندل كېږي؟!! 
 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

26th May, 2017