تفصیل | شهادت 

22nd October, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

مصاحبه استاد محترم قریب الرحمن سعید ریس کمیسیون فرهنگی و مطبوعاتی حزب اسلامي افغانستان با ،اوسلو تایمز

مصاحبه

2017-04-21

Firstly, thank you sir for agreeing to do this interview with us 1. Our first questions that international community abou‌t the returning of Mr.Hekmatyar, some people believe that he will be returning while there is a widespread speculation that he won't, when can we expect him to return to Kabul if he is returning? 2. Between the Government of Afghanistan and HIA there was an agreement and in this agreement and one article was about releasing prisoners, so when will the prisoners be released and is there any progress in talks with the government in this regard? 3. Where is Mr. Hekmatyar at the moment is he inside or outside Afghanistan?

 

بسم الله الرحمن الرحیم

تر هر څه لمړئ د اوسلو ټایم نه ممنون یم  چي ماته یی فرصت راکړ ترڅو ددي فورم نه  دهغوي د یوشمیر مهمو پوښتنو په اړه دنړې والو سره د زړه خواله وکړم .

  د حزب اسلامي افغانستان  د یو ارشد غړي  او دهیواد دسولي   دپروسي د یوه فعال په څیر مي  نه یواځي  د ۲۰۱۰ کال راهیسي دسولي په پروسه کي د ټولو اقتصادی ستونزو سره سره  دیوه  دروند هیئت په ګډون ، فعاله برخه اخیستي ، اوددواړو اړخونو یعني حزب اسلامي او دافغانستان د اسلامي جمهوریت د وخت  دمسؤلینو  سره د اړیکو په ټینګولو او دسولي دپروسي دپیلولو د ترغیب  په برخه کي مي فعاله ونډه اخیستی  ، بلکه  په نوي یمه لسیزه کي ، په کابل کي د ډاکتر نجیب الله د رژیم د سقوط  نه وروسته ، هغه وخت  چي په کابل کی د مختلفو ډلو ټپلو  اوداستاد برهان الدین رباني دنظام ،له اړخه د واکمنئ دخپلولو په خاطر خپلمنځي جنګونه پیل شول  هم څو څو ځلي د هیئتونو سره یوځاي د  مخالفو ډلو ترمنځ د    جنګ د بندیدو او په هیواد کي دولس د خوښي د یوه منتخب نظام د جوړښت  له پاره ګڼ شمیر سفرونه کړي . په دي لړ کي مو دجمعیت اسلامي  د قومندان احمدشاه مسعود په ګډون د ډیرو نورو  جهادي مشرانو سره لیدني کړي ،تریوه حده مو موافقي  تر لاسه کړي ،خو حالاتو اوشرایطو نه یو پریښي  چي په هغي توافقاتو باندي عمل وکړل شي . 

زه د سولي د مخالفینو د سختو تهدیدونو وروسته  د ۲۰۰۰کال د مارچ په اومه مجبور شوم  خپل هیواد پریږدم ، خو د هیواد  له پاره د سولي پروسه  په هیڅ صورت له لاسه ورنکړم . بدبختانه  چي د ۲۰۰۱کال د اکتوبر راهیسي حالات ډیر بدل شول . بین المللی ټولنی د امریکایانو تر چترلاندي په هیواد باندي په داسي حال کی نظامي توپان راوست  چي  زمونږ هیوادوال په هیڅ جرم اوګنا کي ککړ نه و  بلکه برعکس د افغانانو تاریخ ګواه دي  چي هیڅکله یی هم دخپل کور اوپولو بیرون  چاته  ضرر نه دي رسولي . 

 باید عرض کړم چي د ۲۰۱۰کال په لمړیو کي  ماته  او زما سره یو ځآي  زما د هیئت  ملګرو هریو محترم انجنیر محمدامین کریم او محترم محمد داودعابدي  ته  دحزب اسلامي دمشرتابه له اړخه  د هیواد دوخت  دحاکم  دولت سره د سولي او بین الافغاني مذاکراتو دپیلامي  له پاره   دمیثاق ملي  په نامه یوه مسوده   را ولیږل شوه ، ترڅو  یی د یوه هیئت سره یو ځآي د وخت د ولسمشر محمدحامد کرزي سره د  خبرو او د سولي  دپروسي دپیلولو په خاطر وړاندي کړو.  دا لمړئ ځل و  چي مونږ دغسي یو زړه ور قدم واخیست . دولسمشرحامدکرزي سره دا خبري ، زمونږ  دپخوانیو پيژندګلویو له مخی ،ډیري څرګندي او ګټوري وي ، نژدي یوه میاشت مونږ د ولسمشر د میلمنو په‌څیر دهیواد د مختلفو شخصتیونو او مخورو حلقو او یو شمیر دیپلوماتیکو کړیو سره وکتل ، په دي ډله کی د اروپا د اتحادیی دغړو سره هم لیدني وشوي، د لیدنو پایلي مو د حزب اسلامي قاید ته  و لیږلي ترڅو دراتلونکو غونډو له پاره دهغوي رضا هم تر لاسه کړو.  زه بیا په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کال  هم  دحزب اسلامي د قائيد دحکیم سره سم کابل ته دسولي د مذاکراتو د تداوام په خاطر  دحزب اسلامي د مرکز نه  د راغلو هیئتونو سره یوځآي شوم . دلته مو دسولی دعالي شور د رئیس  استاد برهان الدین رباني  په ګډون د مختلفو   دولتی او سیاسي کړیو سره لیدني کتني وکړی ترڅو دا پروسه د یوي بین الافغاني پروسي په څیر مخته ولاړه شي . په دي  سفر کي مو داروپایی  اتحادیی دغړو ترڅنګ د امریکا د سفیر سره هم  دوستانه لیدنه درلوده ، هغه هم مونږ ته د سولی  دپروسي په اړه  د خپله اړخه ډاډ راکاوه .که څه هم زه  دحزب اسلامي  دسولي د وروستي هیئت  ، چي دولسمشر محمد اشرف غنی سره یی مذاکرات  درلودل ملګري نه وم ، خو ددي هیئت تر شا او ددوي  کلک ملاتړي وم اوپه دي خوښ یم چي  دحزب اسلامی   د سولی  دوروستیو هیئتونو دهلو ځلو پایلي بلاخره مثبتی را وځلیدي . اوس هم  د سولي د پروسي د بریمند کیدو او دلاسلیک شوي تفاهمنامي  دمفرداتو د پلي کولو په خاطر دلته دهیئت ترڅنګ   موجود یم ،‌ترڅو د سیاسي بندیانو په ازادیدو کي  چي په دوسیو کي  یی پوره ستونزي شته ، دمهاجرینو داسکان له پاره د زمکي د ورکولو ، او دحزب 

اسلامي  د قائید  معزز حکمتیار په  راستنیدو کي ددواړو اړخونو سره ، دخپل وس او توان په اندازه   لږ څه مرسته وکولي شم

!-ستاسي د لمړئ پوښتني  په اړه باید عرض کړم .  چي په دي کي هیڅ شک او شبه نه شته ، ښاغلي حکمتیار به ان  شاءالله  هرو مرو راځي ، معاهده شوي ، د بیرته ګرځیدو ځاي په کي نه شته . دهغه د ژر راتګ په اړه څه  ستونزی  وي  چي په لمړیو کی ددولت او نظام دخپلمنځي مشکلاتو په خاطر دهغي  د راتلو ترمخه د موجودو ستونزو حل و ځنډید..په دي ستونزو کی  د بندیانو د ازادیدو مسئله وه ،‌چي د تړون  دلاسلیک نه سمدستي وروسته په دوو میاشتو کي باید ازاد شوي واي . چي ونه شول ، او ښاغلي حکمتیار په دي اصرار کوی چي د تړون  مفردات باید ټکي په ټکی عملي کړل شي .ترڅنګ یی د مهاجرینو داسکان اوهغوي ته دزمکي د ورکولو مسئله ده  چي  لا تر اوسه لاینحل پاته ده ، که څه هم اوس  ددولت    له اړخه مؤظف  هیئت  د ۱۰۰۰کورنیو له پاره د زمکي د ورکولو پلان  نیولی  چي دهغوي لستونه  ددولت مسؤلینو ته تسلیم شوی . ، دریمه مسئله پخپله د حزب د مشر ښاغلي حکمتیار د راتلو ترمخه دهغه امنیتي  مسایل و، چي لاینحل پاته و . اما  او س دولت او پخپله ولسمشر اشرف غني هڅه کوي دا ستونزی ژر تر ژره حل کړل شی . په دي اړه هم ډیر پرمختګ  شوی ،د اپریل  ۱۵ مه ددي ټولو امورو د تر سره کولو له پاره اخري وخت ټاکل شوی او دهغي وروسته به د ښاغلي حکمتیار  راتګ  څومره ژر چي ممکن وي  صورت و نیسي . ، زه په دي اړه کوم شک او تردد نه لرم . د حزب اسلامي د اهل راي شورا هم په دي  اړه ددولت د مسؤلینو سره یو ځآی  دخپل مشر د راتګ  له پاره داستقبال په پرواګرامونو کي  پوره مصروف دي

 

۲- ستاسي ددویمي  پوښتني په اړه باید عرض کړم  چي : ستاسي دا خبره سهي ده چي د حکومت او حزب  ترمنځ  د تړون  له مخي   ټول  سیاسي زندانیان  باید ازادکړل شوي وي ، خو لکه څنګه مي  چي مخته وویل ، د سیاسي بندیانو د ازادیدو پروسه کي ډیري ستونزی شتون  لري . حزب اسلامی  د خپلو سیاسي بندیانو لیست  ددولت مسؤلینو ته  سپارلي ، او تري غوښتي  یی وو چي ټول بندیان باید  ازاد کړل شي .او ددوي د  ازادیدو  له پاره   یو عدلي کیمسیون و ټاکل شی تر څو د ټولو دوسییي له  نظره تیري کړي . او هغه  بندیان  چي په  کوم  جرم ملوث  وي ددوسییي نه ویستل شي . اما  ددولت مسؤلین  ونه توانیدل دا کار په  هغه خپل وخت کی تر سره کړی .، دهمدي ځآیه ستونزه زیاته شوه .  خو اوس دولت غواړی  ۶۹ کسه بندیان    ازاد کړي ، ددي بندیانو د ازادیدو له پاره  دحزب له اړخه وخت  هم د اپریل پنځلسمه  تآکل شوي ، نو که بل کوم مشکل پیدا نه شو نو دا کار به د حزب اسلامی د قائید محترم حکمتیار د راتلو نه لږ څه مخته صورت نیسي، په هر صورت د افغانستان د اسلامی جمهوریت مسؤلین اوس متعهد دي  چي د بندیانو دخلاصیدو دا پروسه ژرتر ژره  پیل او پای ته ورسوي .   . .  

 

۳- د حزب اسلامی د معززمشر ښاغلي حکمتیار په اړه چي چیري دي ، د امنیتي حالاتو په خاطر څه نه شم ویلي، خو د موثقو سرچینو له مخي د هیوا په شرقي ولایاتو کي په کوم خوندي ځاي کي  شتون لري ، په همدي خاطر غواړي دهمدی  شرقي ولایاتوڅخه ، دحالاتو په مناسبت  په  کوم ولایت  کي ځان را څرګند کړي

 

4. What is HIA's policy in regards to freedom of expression and media in Afghanistan? 5. Some women organizations believe that the return of Hekmatyar will cause further deterioation in womens rights in Afghanistan because of the party's conservative outlook on women, so how does HIA plan to protect the rights and freedom of women in the country?

 

۴- دافغانستان  ټولنه یوه  اسلامي سنتي ټولنه ده ، په دي ټولنه کي همغه څه ته  اهمیت ورکول کیږي  چي ددي ټولني د کلتوری او دیني اړخه راښکودونکي وي . حزب اسلامی  افغانستان یوآځنی  ګوند و  چي د ۱۹۸۰ومو کلیزو دهجرت په دوران کي یی   د ورځنیزو ورځپاڼو نه علاوه ، اونیزي ، میاشتني مجلي درلودي چي په  اردو ، انګلیسي ، عرپی ، پشتو او فارسي خپریدي . ددي نه علاوه   ځوانانو له پاره  یی دهغوی دازدی  راي د څرګندوني او روزني له پاره دکنفرانسونو او سیمینارونو پرلپسي پروګرامونه درلودل .د تلویزون او رادیو دستګاه ګاني یی درلودي او ….

دا باید ډاګیزه وي چي دراي څرګندونه د هر انسان  طبیعي او تخلیقی  حق دي ، هیڅوک پري بندیز نه شی  لګولي ،مګر دا چي دیو چا د شخصیت ، دین ،کلتور ، ژبي او ….دسپکاوی له پاره ونه کارول شي . ددي ترڅنګ  څرنګه  چي دحزب اسلامي ټول کدرونه  تعلیم یافته او په عصري علومو  ملبس وګړي دي نو په دي خاطر ددوي ترمنځ د رای  د څرګندولو  تعریف  همغسي دي لکه مخکي چي وویل شول .، په  هیواد کي مختلف  قومونه ،‌ملیتونه ، او ژبني  ګڼ  شمیر ویونکي  شتون  لری.  په دي اساس په داسي ټولنو کي  بی بندوباروه داسي ازادي چي قومي عصبیتونو ، مذهبي  اوژبني عصبیتونو ته لمن ووهي او د هیواد دملیتونو ترمنځ د فساد او جنګ  سبب وګرځي اویا هم ددي  قومونو اوولسونو سننو او کتلور باندي تیری وي او دهغوي  انسانی حقوق تر پښو لاندی کوی ، په کلکه مخالف دي ، 

 

۵-داباید ډاګیزه وي  چي هومره چي دحزب اسلامي ګوند د ۱۹۸۰ وموکلیزو او دهغي نه  را وروسته د  اناث  طبقي  له پاره د درس ، روزني او ښووني شرایط برابر کړي ، بل  چا نه دی کړي . دا په داسي حال کي  چي   د هیواد یو شمیر دیني علماؤ د ښځو د ښووني  او روزني په مقابل کي سخت دریځ نیولي و او حزب اسلامي یی په دي ملامتوو ، خو حزب  دغه کار ته دوام ورکړي . او  نژدي ۳۷  کاله کیږي  چي دغه ښوونځي  اوس هم  نه یواځي دپاکستان د شمشتو ( نصرت میني ) په  پنډغالي کي  شتون لری  بلکه په هغه  مهاجرینو پنډغالیو کي هم شتون لري  چي لا  تر اوسه دپاکستان  له اړخه نه دي ړنګ شوی . ددي ترڅنګ د ښځو له پاره یی د لوړو تعلیماتو او زده کړو په برابرولوکي هم دپاکستان د حکومت  او هم د افغانستان د پوهني د وزارت  په مرسته پوره  زیار ویستلي . او دوي ته یی  د طب ، انجنیرئ ، ښووني او روزني  او….په  پوهنتونو کي د درس ویلو زمینه برابره کړي . همدا اوس  هم په اروپا کي  دحزب اسلامي  اړوند کسان  میاشتني مرستي کوي  ترڅو د خپلو خویندو او لوڼو د ښووني او روزني د مصارفو دغه دروند بار پورته کړی. ددي نه  علاوه  حزب اسلامي د اناثو له پاره د ښځو د اسلامي  تنظیم  تر نامه لاندي یوه منظمه جوړه کړی  چي په زرګونو  ښځي  په کي دخپلو حقوقو د تر لاسه کولو له پاره را ټولي شوي. 

 همدا لږه موده مخته یعني د مارچ په ۲۹مه  د حزب اسلامي د ښځو د تنظیم  مخکښو  غړو د اروپایی اتحادیی د غړو سره  په کابل کی  دهغوي په  دفتر کی  د ښځو د حقوقو په اړه سلا مشوره او لیدنه درلوده .  دا چي تاسو دیو شمیر ښځو د اندیښنو په اړه  یادونه کړي . دا د یو محدود  شمیرهغو ښځو چي په  چپي  جریاناتو پوري اړوندي دي او تر شا یی سیاسي موخی او اهداف دي  څرګندوني دي . چي  ډیر محدود او شمیره  یی دګوتوپه شمیر ده . دحزب اسلامی دغه دریځ  به  دحزب د امیر دراڅرګندیدو اوپه هیواد کي دسیاسی  فعالیتونو پیلیدو  وروسته نړیوالو ته ښه  څرګند شي.

 

 6. How will Mr. Hekmatyar's returning be like will it be like Imam Khomeni to Iran , the return of the former Alloytollah had brought about a revolution in Iran, will the return of Hekmatyar bring peace to Afghanistan?

 

باید عرض کړم چي د ایران د انقلاب  مشر امام خمیني د فرانسي نه د غرب په مرسته اودهمغوي دامکاناتو  په شتون کي ایران ته  راغی او په ایران کي یی د حاکم نظام دپادشاه په مقابل کی پاڅون وکړ.  د هغه د راتلو له پاره ټولی اسانتیاوي د فرانسویانو له اړخه ترتیب شوي وی  اما 

دحزب اسلامي قائد به  دسولي د پروسي د مفرداتو سره سم  د حزب اسلامي او دولت د ګډو هلو ځلو او پخپله دهیواد دامکاناتو  سره سم د افغانستان په شرقي ولایاتو کي د یوه افغان  په څیر را څرګندیږي 

.هغه به دخپل ځان  سره د سولی او امن  پیغام  لري ، دهغه ویژن  به په هیواد کي د سولي او امن قیام او دولس په خوښه  د ازادو  او بي پري  ټاکنو له لاري د یوه قوي مرکزی حکومت  جوړښت دي . دهغه ویژن په هیواد کي د یوه منصفانه او په  عدل ولاړ نظام، د هیواد د ازادئ او استقلال ساتل ،  دولس دخیر او منفعت  له پاره د اړینو پروګرامونو تر لاسه لاندي نیول ، دمافیایی او په  جرایمو کي دککړو عناصرو لاس د واکمنئ  څخه  لنډول ….دي . د حزب اسلامي پالیسي داده  چي د ټوپک په زور به د بدلون مخه نیسی ، په نظام  کي  به بدلون یواځي د ولس د راي او ووټ په ذریعه  راځی . په انقلاباتو او وینو تویولو باور نه لري .او همدا توصیه نورو ته هم کوي . چي راځئ  په هیواد کي دولس  ووټ  اوراي ته  اهمیت ورکړو. په دي تعهد وکړو چي پس له دي به هیڅوک د بل په اوږو سپور په  واکمنئ  ولکه نه کوي  بلکه د بدلون او حکومت دتغیر له پاره به د ولس خوښه  استعمالوو . همدا  د ولس د مستقبل او پرمختګ  له پاره ښه زیري دي .د انقلابونو به واسطه  دیکتاتوري رامنځته کیږي ،د ووسلي په زور واکمنئ ته رسیدل  هم ددیکتاتورئ په لور درومي .  خو د حزب ویژن  دهمغه  لمړئ ورځي څخه دادي چي په  هیواد کي به د نظام بدلون د ولس  په خوښه  اودهغوي د ووټ په واسطه وي . سیاسی احزاب  به  دمتناسبي نما، یندګي له لاري په  ټاکنو کي برخه اخلی ، هر هغه ګوند به چي تر لسو فیصدو کمي رای یوسي ، منحل کیږی ،

 

7. HIA was established over 4o years ago and has been able to create a legacy for itself you have leaders belonging to all Afghan ethnicities (hazarias, ozbik,Tajik, )and minority groups and supporters throughout the country, so why hasn’t HIA been able to come into power?

 

۷-ستاسي دا پوښتنه  مختلف ابعاد لري .

حزب اسلامی د ۱۹۷۰کال په  لمړیو کي د کابل پوهنتون دځوانانو ترمنځ هغه وخت تاسیس شو چي په  هیواد کي دوخت رژیم   هیواد او ولس برمته کړي و . ورځ تر بلي د نفرت او کرکي په لور  روان و . حاکمي طبقي یواځي  دخپلو ځآنو  او دخپلو  کورنیو دعیاشیو په خاطر د  ولس ټوله  پانګه په خپلو کورنیو باندی مصرفوله ، په داسي حال کي  چي  هیواد مو د زمکنیو سرچینو  څخه انبار و  خو د عیاشو حکمرانانو له اړخه مو ولس د لوږي له لاسه  مړ کیده او….ترڅنګ  یی  شوروي اتحاد نیغ په نیغه په هیوادکي خپل  پلوي چپی فکره عناصر  تقویه کول . غوښتل یی  دهمدي ډول عناصرو په واسطه   رهبري شوي نظامي کودتا تر سره او رژیم په خپلي  ګټي و څرخوي  اوهیواد موو د شوروي اتحاد د نورو غصب شوو هیوادو په څیر په خپله ولکه  کي راوړي  و.  

په همداسي فضا کی  د دغه ګوند د بنسټ ډبره کیښودل شوه .دا بنسټ  ملت شموله  و. په دي کي ټولو قومیتونو او ولسونو برخه واخیسته . تعلیم یافته نجونو ،‌ښځو او دمکتوبونو او لیسو اناثو  ددي  غورزنګ استقبال وکړ .دا غورزنګ د خپل تاسیس په دویم کال و توانید د محصلینو د اتحادیی  اکثریب  و ګټي . ګوند په همغه وخت کي تصمیم و نیوه  چي په راتلونکو پارلماني ټاکنو کي  خپل نمایندګان ولری .اوپه دي توګه په هیوادکي د بدلون له پاره  ددیموکراسي دغه لاره تر لاسه لاندي و نیسي .اما دا هر څه  که له  یوه اړخه  دولت  ته د زغم وړ نه وو ،زمونږ دوخت ګاونډي شوروي اتحاد ته هم د زغم وړ نه بریښیدل. په دي خاطر یی دګوند دپراختیا څخه دمخنیوي له پاره د ظاهرخان درژیم په خلاف  دهغه دکاکا زوي سردار محمد داودخان  راپورته کړ . نظامي کودتا یی وکړه ، په دي کودتا کی  شوروي اتحاد دخپلو کمونستو ګروپونو په واسطه فعاله رول درلود . سردار محمد داودخان  هم دخپلي  نظامي کودتا وروسته دکمونست  ګوند ګن شمیر کسان په کابینه کي واخیستل ، چي بیا ددي کابیني غړو د حزب اسلامي د فعالو غړو په  نیولو پیل وکړ . ګڼ شمیر مهم غړي یی و نیول ، په څو کسانو یی د اعدام  حکم   وکړ  او څه نور یی  دخپلو ځایو څخه بیځآیه او ان تر قبایلي سیمو پوری ورسیدل . خو د سردار محمد داودخان  رژیم هم دوام ونه کړ ،ځکه  هغه رژیم یواځي د بدلون له پاره د یوي مقدمي په‌څیر استعمال شوي و. په دي خاطر شوروي اتحاد نیغ په نیغه خپل ملګري کمونست ګوند واکمنئ ته ورساوه ، اوپه دی توګه به  افغانستان کي د عام  وژني او د انسانی حقوقو د ترپښو لاندي کولو بي مثاله هڅی پیل شوي  چي تاریخ یی لوستونکو ته  ډاګیزه دي .

حزب اسلامي هم دخپلو بنسټیزو اصولو له مخي دکودتایی کمونیست رژیم مخالفت وکړ او دیوه ولسي منتخب  حکومت د جوړښت  له پاره یی په  میدان کي خپله  مبارزه  پیل کړه ، چي پایلي یی  وسلوالي مبارزي او بیا د شوروي اتحاد نیغ  په  نیغه  نظامي مداخلي پوري ورسیدي  چي دي کار نژدي  لس کاله دوام وکړ ،‌شوروي اتحاد نژدی  یولس لکه  فوځیان  افغانستان ته په دي لسو کالو کی یو په  بل پسي راوستل  خو بلاخره  پایلی ییی ناکامي وه او د فروري په ۱۴مه ، ۱۹۹۰ کال دافغانستان  نه  په تیښته ووتل .

خو په افغانستان کي یی د ډآکتر نجیب الله رژیم  شاته پریښود . دډاکتر نجیب الله درژیم تر شا د شورویانو پرته د سیمي یو شمیر ګاوندیو  هیوادو  هم هڅه وکړه ترڅو د مجاهدینو په لاس په افغانستان کي د نظام د جوړښت  نه مخنیوی وکړي ،، ځکه  دهغوي په ولسونو حاکم مستبد رژیمونه ددي  ویریدل چي ددوي په هیوادو کي  به همداسي  پاڅونونه منځته  راشي .

په دي وخت کي حزب اسلامي ته په واک کي د ورګډیدو  پوره  چانس موجود وووو.  ډاکتر نجیب   خپل ددفاع وزیر دکابل  په جنوب کي د لوګر په سیمه کي  دحزب اسلامي قائید  ته راولیږه ترڅو   دحکومت واګي په  دي شرط په لاس کي واخلي چي  دهغه رژیم ته به هم دوه یا دري وزارتونه ورکوي . خو حزب اسلامي دخپلو اصولو له مخي دا   نه شو کولي ځکه چي حزب اسلامي په ټاکنو او دولس  دخوښي  اوراي  په واسطه  د د نظام دبدلون غوښتنه کوله او د ډاکتر نجیب استازي ته یی ووویل  چي  ژر تر ژره  د نظام  واګي د کابل شاوخوا دقومندانانو  شورا ته تسلیم کړي ترڅو هغوي  په شپږو میاشتو کی د ټاکنو له لاري  منتخب نظام ته واک وسپاری ، همدا راز  حزب اسلامي  د ملګرو ملتونو د استازو  ښاغلي بینن سیوان سره  دامنلی وه چي واکمني  دی بي پري داسي وګړو ته  چي متنازع  فیه نه وي وسپارل شي او بیا  دي هغوی د یوه کال په موده کي  ټاکنی  ترسره کړي او واک دي ددي لاري منتخب نظام ته وسپارل شي . په دي اړه ما  یو تحقیقي کتاب په پښتو ژبه لیکلي چي  دغه ټول مسایل په کي را غبرګ شوي دي .

د استاد رباني د رژیم په وخت کي هم دحزب همدا اصرار وو چي ولي مونږ د خپل ولس دخوښي نه ویره ولرو ، باید ولس خپل انتخاب په خپله وکړي . خو بدبختانه  چي  یو شمیر په دي ویریدل  چي په ټاکنو کي به حزب اسلامي ډیر څه تر لاسه کړي او ددوي دواکمنئ چانس  به له منځه ولاړ شي . په دي خاطر یی دحزب اسلامي په خلاف په جنګ او جګړی پیل کړي اود یو شمیر سیمه ایزو هیوادو په ګډون  یی هڅه کړي دحزب قوت  له  منځه  یوسی . په دي خاطر حزب اسلامي هیڅ وخت هڅه  نه ده کړي چي په  داسي رژیمونو کي چي   د ولس خوښه په کي شتون  و نه لري  واکمني ته ورسیږي . التبه د ټاکنو دپروسي د ګړندیتوب  او په ولس کي دامن اوقیام په خاطر  یی زیاتي قرباني ورکړی ، اوس هم  د ولسمشر اشرف غنی سره د تړون  نه وروسته حزب اسلامي په دولت کی دګدون کومه غوښتنه نه ده کړی ، بلکه  زیار باسي  تر څوپه راتلونکو ټاکنو کي  ، که څه هم شرایط  او سیاسي حالات  ډیر ستونزمن دي ، په پراخه کچه ونډه واخلي ،او همدا د حزب اسلامي د بنسټ ایښوونکی ډلي  هغه اصل دي  چي په خاطر  هغوي ټول قربان شوي دي .

 

8. How does Islam and democracy go hand in hand? What kind of government is HIA planning for, are you okay with a power sharing government?

 

۸-ددیموکراسي اصل  همدا دي چي د حکومت دمسؤلینو ټاکنه  به د ولس د ازادي  او بي پری رای  په واسطه صورت نیسي ،یعنی دخلکو حکومت د خلکو له اړخه په خلکو باندی . 

په اسلام کي هم یو دبنسټیزو اصولو څخه دادی چي د ولس واکمن به دهغوي له لوري وي . د اسلام په لمړنیو وختو کي هم د حکومت د ټاکنو د څلوریزو اصولو څخه یو اصل  همدا دي  چي حکومت به  د ولس د ازادئ رایی په واسطه  ټاکل کیږي . د حکومت مسؤلین به دشورا په مشوره کار کوي او شورا به هم د ولس دخوښي نیک او صالح نمایندګان وی .  په اسلام کي ان تر دي چي د اسلام پیغمبر ته هم لارښوونه شوی چي دامورو په اړه په خپلو کی  مشوره وکړي اوبیا چي کوم تصمیم و نیول شو نو په الله تعالي دي توکل وکړي اودهغي په پلي کولو کي دي قدم واخلی . 

حزب اسلامي افغانستان  هم  همدغه  اصل خپل کړي ، او په دي تاکید کوي چي د حکومت او دولت مسؤلین باید د ازادو ټاکنو له لاري د ولس په خوښه و ټاکل شي ، د شورا او یا پارلمان غړی هم په همدي ډول دولس باوري او ممنتخب وګړي وي .او دا هغه اصل دی چي څوارلس پیړئ دمخه اسلام د عام ولس له پاره خوښ کړي او عملي  شوي دي . اما ددي ترشا چي کوم نظام جوړیږي دهغي اساسي قانون به هم د دي هیواد د اهل راي نیکو ، او عالمو انسانانو په  لاسو تصوید اوبیا د ولس خوښي ته کیښول کیږي. په اسلامي ټولنو کي  ټول قوانین د اسلام  د اصل سره سم جوړیږي ، چي په کي ټول مدني ، سیاسي ، ټولنیز ، اقتصادی او…. حقوق  په ښه شان واضح کیږي . اسلام یو هر اړخیز قانون دي ، په مجموعي توګه دښځو او کوچنیانو نه نیولي ان تر حیواناتو  اونباتاتو پوري د هغوي دحقوقو ساتنه کوي . البته یو شمیر وضعی قوانین دي چي دهغي  له پاره بشري ټولني ته اجازه ورکوي تر څو تدوین یی کړي ، خوپه دي شرط  چي دداسي قوانینو د تدوین څخه به بل څوک نه زیانمن کیږي . په دي اساس اسلامی قوانین  نه یواځي د بشریت له پاره دسکون او ډاډ وړ ګرځی  بلکه د بشریت د څلورو دیوالونو خوندي ساتنه هم کوي . برعکس دبي بندو بارئ او د بي واګو ازادئ چي د نورو د زیان سبب  ګرځی په کلکه  مخنیوي کوي .ددویمي برخی په اړه باید عرض کړم ،  چي  څرنګه چي  حزب اسلامي په  ټاکنیز قوي نظام باور لري او دهمداسي نظام دقیام له پار هلي ځلي کوي چي د ولس د ازادي رای په واسطه منځته راغلي وي ، نو په طبیعي توګه به  هغه پارلمان چي دداسي ټاکنو په واسطه رامنځته کیږي  څو ګوندیز پارلمان وي .  نو  په دي پارلمان کي هر څوک چی اکثریت ولري همغه به دحکومت د جوړولو حق لري ، خو که چیري  کومه ډله  اکثریت پیدا نه کړی نو بیا د نورو سیاسي ډلو سره ګډ او ائتلافي حکومت  جوړوي ، او همدا د حزب اسلامي  دحکومت  جوړوني طریقه هم ده . 

 

  a. And what kind of compromises is HIA willing to make for the peace process to move forward?

 

په هیواد کي د سولي او امن دقیام له پاره حزب اسلامی دخپلو اصولو سره سم  هر ډول همکارئ ته تیار دي   ، همدا علت  دي  چي حزب اسلامي د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت سره د سولي دقیام له پاره یو تفاهملیک لاسلیک کړ،په دي لړ کی حزب اسلامی خپلي ډیری  غوښتني تر پښو لاندي کړی، ترڅو دغه  بین الافغاني مذاکرات بریالي کړي . خو حزب اسلامي په هیڅ  صورت د هیواد د استقلال ، د ازادو او بي پري ټولتآکنو ، او د ولس دخوښي دحکومت د اصل  نه په شا کیدونکي نه دي .. دحزب اسلامي قیادت  هم په ۸۰ومو کلیزو کي او هم  دهغي نه وروسته د ټولو جهادي ګوندونو  څخه او هم دوخت د واکمنو نظامونو څخه غوښتي  تر څو د ولس  په خوښه د نظام د جوړښت  له پاره ژمن اوسي .که حزب اسلامي پخوا په کوم  حکومت کي ګډون هم کړی په دي شرط  یی کړي  چي  واکمن  به د شپږو میاشتو په دوران کي د ټاکنو دپروسي له  لاري د منتخب حکومت  د جوړښت له پاره لاس په کاریږي . مګر بدبختانه چي د نظامونو  جوړښت  داسي شوي و او واکمنان  دومره کمزوري وو چي دي اصل ته یی دخپلی واکمني ددوام په خاطر شا اړوله .

زمونږ په هیواد کي  دولس د خوښي  منتخب حکومت د امن د قیام تضمینونکي دي .خو تر هر څه دمخه دا باید ډاګیزه وي چي دپردیو تر ولکي لاندي ټاکنیز نظام په هیڅ  صورت د ولس دخوښي نظام نه ګڼل کیږي .، د امن  دقیام او منتخب حکومت له پاره تر هر څه لمړئ خپله ازادي او استقلال اړین دي . حزب اسلامي  غواړي د متناسبي نمایندګي له لاري داسي ازاد ټاکنیز نظام منځته راشي  چي په هغي کی ټول سیاسي احزاب د خپل تناسب  له لاري خپل ځان موجود وویني او هیڅوک هم ددي نظام څخه بیرون  پاته نه شي . که هیواد مو دغه ډول یو نظام ولري چي ټول سیاسي احزاب ، ټول ملیتونه او قومونه  په کي خپل ځان وویني  نو همدا به په هیواد کي د سولي او امن تضمینونکي وی .  او حزب اسلامي په پوره  اخلاص اوقوت سره  ددي کار دپلی کولو له پاره هلی ځلي کوي.

 

9. Your offensives against foreign powers has also caused thousands of civilian casualties and when HIA was in power in the nineties it was considered responsible for turning Kabul into rubbles, is HIA willing to completely put down its guns and enter the Afghan political scenario, how is your party going to persuade the people of Afghanistan to vote for you?

 

۹-ستاسو پوښتنه  ، دمبالغي ډکه او څو بعدونه  لري .: لمړئ دا چي دهیواد دازادئ او استقلال په لاره کي ټول ولس جهاد او مبارزه کړي په دي کي دحزب  اسلامي په ګډون  ګڼ شمیر نور ګوندونه هم شامل وو .  خو حزب اسلامی ددي استقلال او جهاد د ملا  د تیر په څیر ګڼل کیده .   په دي   جهاد کي نژدي  یونیم میلیون   افغانان  شهیدان شوي ، په همدي اندازه  معیوب شوی ، په میلیونو دکورو څخه بی کوره شوي او ګاونډیو هیوادو ته یی  لیږد کړي . دغه ټولي وژني د بهرنیو اشغالګرانو په واسطه شوی ، د حزب اسلامي قیادت دخپل هیواد دازادئ  دنده په ښه توګه تر سره کړي ، په دي جنګونو کي  ډیر کم داسي پیښي شوی چي یو شمیر دولتي اخیستل شوو ملیشو دمجاهد ترنامه لاندي  د حزب اسلامي په سنګرونو حملي کړي وي او مرګ  ژوبله رامنځته  شوي وي . خو حزب  او ددي حزب قیادت ، ترهغي  چي زه د امورو شاهد یم  دغسي کوم قدم نه دي اخیستي چي په  هغی کي  عام ولس ته ضرر ورسیږي . او ددي علت  دادي چي د عام ولس  ډیره کي دحزب  تر څنګ ولاړ و.  دویم : دکابل کورني  جنګونه  هم لکه څنګه  چي  ویل کیږي دغسي کورنی نه و. په هغي کی بهرنیو هیوادو  او په ځانګړي توګه سیمه ایزو ګاونډیانو  ډیر منفي رول درلود .  هغوي په هیواد کي دمجاهدینو دنظام د جوړښت نه په ویره کي وو ، هڅه یی کوله  دمجاهدینو ځواکونه  د قوم ، ملیت او مذهب په نامه یو دبل په خلاف و جنګوي .  زه ددي جنګونو شاهدیم ،چي لمړئ نښتي د استاد سیاف تر مشرئ لاندی د اتحاد او د علي مزاري تر مشرئ لاندی د شیعه  مذهبی ګوند ترمنځ  پیښي شوی ، بیا په کي  د احمد شاه مسعود ترمشرئ لاندي د نظار شورا هم په پوره توګه  ورګډه شوه .د کابل دښار غربي برخه دهمدي  جنګونو په واسطه  له منځه ولاړه . بیا وروسته په کابل  باندي  د جبل السراج ائتلاف  حاکم شو چي په دي ائتلاف کی د استاد رباني په مشرئ دجمعیت ګوند ، داحمد شاه مسعود دنظار شورا ، د رژیم پخوانئ ملیشي  د جنرال  عبدالرشید دوستم ترمشري  او د پرچم د ګوند سیاسي  او نظامي کدرونه  په کي  شامل وو. 

د پخواني کمونیست رژیم  جنرال ، عظیمي په خپل کتاب اردو او سیاست کي لیکي چي دوي دحزب اسلامي په خلاف  جنګ په دی خاطر پیل کړ  چي  دحزب قوتونه  د چار اسیاب څخه  چي دکابل په  جنوب کي نژدي ۱۵ کیلومترئ کی پراته دی په شا و تمبوی ، خو زور یی  و نه  رسید.

حزب اسلامي  جنګ  نه دي پیل کړي بلکه  تل یی د ځان دفاع کړي . ،بدبختانه چي د جنګ پیلونکو به  د عام ولس ترمنځ  ځآي  نیوه . اودهمغه ځآیه به یی دحزب اسلامي مرکزونه تر بمباریو لاندي نیول .  پخپله   جنرال فهیم  وایی چي هغه  د تلویزون په غونډئ کي د احمدشاه مسعود قومندان و اودهمغه  قومنده یی عملی کوله ، د تلویزون غونډئ دکابل په منځ کي پرته او هري لوري ته  خپل دښمن تر فشار لاندي راوستلي شی . په دي اړه  ملګرو ملتونو یوه کمیسیون  مکمل راپور جوړ کړی خو جنرال فهیم اودهغه ترڅنګ  نورو ښکیلو کړیو  هغه پټ کړي او نه یی پریږدي چي خپور شي .

حزب اسلامي په وار وار دا ډاګیزه کړیده  چي دکورنیو جنګونو دمسؤلینو د معلومولو له پاره دی یو ازاد او خپلواکه انتقالي  عدالت جوړ او ټول  هغه وګړي چي پری  الزام لګیدلي اویا نشاني شوي دي ددغه عدالت له اړخه  دمحاکمي میز ته راکش کړل شي . بدبختانه  چي دا خبره اوس په کابل کي یو شعار ګرزیدلي ، او همغه مافیایی کړئ اوس هم په مکمله توګه  د ولس په ستوني حاکمي دي او نه پریږدي  چي جرمونه یی دیوه انتقالي عدالت  په واسطه را ډاګیزه شي او دخپل جرم  سزا وګوري 

۴- بلي  ددولت  ا و  حزب  تر منځ د تفاهم لیک د لاسلیک نه وروسته  اوس  حزب اسلامي د هیواد په سیاسي ډګر کي قدم ایښي ، اودهغه  څه له پاره چي داګوند  جوړ شوي و ، په لور راګرزیدلي .حزب اسلامي د جنګ  له پاره نه و  جوړ شوي اونه یی  په هغه لومړیو کي کوم غړی دا تصور کاوه  چي  یو وخت  به دوي مجبوریږي  ټوپک  واخلي ، دحزب مرام  دادي  چي په هیواد کي منتخب  نظام وجود ولري ، ولس دخپلي رایی په واسطه خپل نماینده په ازاده توګه و ټاکي ، هیواد مو د سولي او امن زانګو وګرځي او .. اما دغه ګوند د  سیمه ایزو هیوادو اوپه ځانګړي توګه د شوروي اتحاد او په هیواد کي دمستبد نظام شتون دي ته  واداره کړ ترڅو  مهاجر شي ، اوببا د دشورویانو د اشغال په وخت کي د هیواد دازادئ او استقلال له پاره وسلواله مبارزه وکړي.

اوس  مو چي د هیواد نظامي  اشغال  پای ته  رسیدلي او یو محدود شمیر پیروني   نظاميان حضور لري ، نو بهرني ځواکونه  هڅه کوي دغه جنګ بین الافغاني  جنګ وګرځوی او د جنګ په جریان کي  خپله افغانان د جنګ  خوراکه وګرځی ،حزب  هوډ وکړ تر څو دسیاسي لاري څخه  دغه نظامي حضور هم  پاي ته ورسوی او دا هغه  وخت شوني ده  چي په هیواد کی  امن او سکون  راشي ، او دبهرنیو شتون ته کومه بهانه په لاس ورنه شي  .په دي خاطر حزب اسلامي اوس دسیاسی مبارزي په ډګر کي دی ، په طبیعي توګه  ،  دسولي د تړون  دلاسلیک وروسته ، دحزب نظامي فعالیتونه  ختم شوي ، قومندانانو ته یی د قیادت له  اړخه حکم  شوي تر څو وسلي په زمکه  کیږدي ، خو دخپل ځان  نه ددفاع په خاطر  که اړتیا ورته ولري ،‌تري  ګټه واخلي ،  وسله  د افغان ولس دهر وګړي  زیور دي ، او په هر کور کي چي توان یی ولري  دخپل ځان  دخوندي ساتلو له پاره وسله  موجوده وي .  په دي خاطر حزب  اسلامي خپلو ټولو قومندانانو او مجاهدینو ته حکم کړي  چي دخپل ځآن او هیواد  نه ددفاع پرته به  وسله  نه استعمالوي .

 

10. In July 2o15, it's is believed that Mr.Hekmatyar called on his followers to support the Islamic State (IS) extremist group in its fight against the Taliban, how can Afghan nationals rest assured HIA will follow a moderate line once in power and prevent and will not harbor terror organizations like the IS?

 

۱۰-افغانستان د سیمه ایزو هیوادو د ګټو له پاره د جنګ  میدان ګرزیدلي . دلته  هر څوک کولي شي  په نظام باندی  دفشار په خاطر یو ګروپ  واخلي ، وسلوال یی کړي ، او بیا یی  دخپلو ګټو  له  پاره استعمال کړی .

طالبان په لمړيو کي دهمدي له پاره را وزیږول شول  چی دحزب اسلامي  په مرکزونو باندی  حملی وکړي او له منځه یی یوسي . طالبانو خپله لمړئ  حمله  هم په  جنوب شرق کی د پاکستان دپولي سره نژدي  په سپین  بولدک  دحزب اسلامي په نظامي مرکزونو پیل  کړه اوبیا یی قندهار کي هم دحزب مرکزونه یو په بل پسي  ونیول .دا د طالبانو خپل کار نه و بلکه  هغوي  ته ویل شوي وو ترڅو دحزب مرکزونه یو په پل پسي له منځه  یوسی . استاد رباني طالبانو ته  په هلي کوپترو کي پنډ  پنډ افغانئ ورلیږلي ترڅو دحزب اسلامی په خلاف  یی و جنګوي .دحزب اسلامي او طالبانو  تر منځ  هم دحکومت په  جوړښت او هم په  هیواد کي د سولي او امنیت له اړخه ډیره  فاصله شتون لري . طالبان د انتخاباتو سخت مخالف دي ،‌حال داچي  دحزب پالیسي په  ازادو  ټاکنو ولاړه  ده .  طالبان دښځو تعلیم او تربیه سره سخت مخالف دی ، او غواړی اناث  طبقه د نارینه دغلام په څیر حرکت وکړي ، حال دا چي حزب اسلامی په ټول  توان هڅه کوی  چي  دهیواد غه نیمایی نفوس  هم دسالمی روزني څخه برخمن اوسي اودخپلو حقوقو نه پخپله دفاع وکړي ….او داسي نور موضوعات دي  چي طالبان  په هر ځاي کي د حزب اسلامي په  سنګرونو او قومندانانو باندی حملي کوی ، غواړي په  دي  توګه دحزب نفوذ  راکم کړي او تر فشار لاندي یی و نیسی . 

په هغه  جګړه  کي چي  دحز اسلامي مجاهدین په کی  راګیر وو او و ددوو اړخونو ،‌یعني طالبانو او دولتي ځواکونو تر ګذار لاندی  وو ، دحزب  داعلي قومندان  دغه ډول  حکم دخپلو مجاهدینو دخوندي ساتلو په خاطر کیدای شي  یو تاکتیکي امر وي ، خو دا خبره په هیڅ  صورت متداوم  حکم نه و ،  په دي  اساس کله ناکله  هغه وینا  چي وایی چي ددشمن دشمن زما دوست دي ، په دي ځآی کی صدق کوي.

په افغانستان کي داعش شتون  نه لری اوکه  لري یی هم هغه به  دطالبانو هغه  خپل سري ډلي وی چي د طالبانو بیزاره  شوی او اوس  په مستقله توګه  عمل کوي .باید څرګنده کړم چي هر هغه وسلوال چي دهیواد امن او سکون ته  زیانمن ثابتیږي  د ټول ولس  دښمن ګڼل کیږي .



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd October, 2017