تفصیل | شهادت 

18th August, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

حکمتیار: راتلونکو نسلونو ته باید یو سوکاله او اباد افغانستان په میراث پرېږدو

راپور:

2017-04-29

 د حزب اسلامي امير وايي، تېر بايد هير شي او په افغانستان کې د قدرت د انتقال لپاره نور باید يو څاڅکې وينه تويه او یو ډز هم ونه شي.

دغه څرګندونې د حزب اسلامي امير ګلبدين حکمتيار نن د (غويي نهمه) د لغمان په مرکز مهترلام کې د يوې لويې غونډې په ترڅ کې په خپله وینا کې وکړې.

هغه وويل چې د روسانو د يرغل پر مهال يو نيم ميليون افغانان ووژل شول، شپږ ميليونه معلول او کورونه يې ړنګ شول خو روسانو ونه شو کولاى په افغانستان کې د خپلې خوښې حکومت جوړ کړي.

ده وويل چې اوس ناټو هم په افغانستان کې په جګړه بوخته ده خو دوى هم له ناکامۍ سره مخ دي.

دغه راز هغه هيله وښوده چې د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د شوې هوکړې ټولې مادې بايد عملي بڼه خپله کړي.

هغه زياته کړه: ((حزب مو د يوې سياسي مبارزې لپاره جوړ کړی، اوس مو په ګډه دا پرېکړه کړې چې ټول به د سولې لپاره هماغه شان مبارزه کوو چې د ازادۍ لپاره مو وسله واله مبارزه کړې او جهاد مو کړی. غواړم دا وياړ هم د حزب اسلامي په برخه شي.))

حمکتيار وايي، له هغې جګړې نور کرکه لري چې په ترڅ کې یې افغان ولس ته مرګ ژوبله اوړي او د هېواد پر زيان وي.

هغه وسله والو طالبانو ته د ورور خطاب وکړ او ويې ويل چې طالبان هم بايد نور له جګړې تېر شي او د سولې لار غوره کړي.

دى وايي: ((د افغانانو تر ټولو ستره اړتيا ډاډمن امنيت دی او موږ په همدې هوډ راغلي يو؛ ځکه مو د مصالحې لړۍ پيل کړه او په دې جګړه کې يوازې افغان مري.))

نوموړى وايي چې د راتلونکو نسلونو لپاره بايد يو سوکاله او اباده افغانستان په ميراث پرېښودل شي، بس دى چې تېر نسلونه د اور په لمبو کې وسوځېدل.

حکمتيار له رسنيو هم مننه وکړه چې د سولې په برخه کې یې هڅې کړې خو زياته يې کړه چې يو شمېر رسنۍ د پرديو په وينا د قومي تعصباتو لپاره کار کوي.

دغه راز حکمتيار پر يو شمېر هېوادونو غږ وکړ چې په افغانستان کې دې نيابتي جګړه نه کوي او په خپلو کې دې سره مخ شي.

ده وويل: ((راځئ په افغانستان کې داسې فضا جوړه کړو، څو له ډار پرته د اسلام تر بيرغ لاندې او د عدالت په فضا کې ژوند وکړو.))

هغه زياته کړه چې په افغانستان يوه پياوړي مرکزي حکومت ته اړتيا ده، د واک د وېش لپاره بايد سهامي شرکت جوړ نه شي.

ده وويل: ((له هر شخص او اړخ سره که هغه په حکومت وي او يا هم له حکومته بهر وي، موږ حاضر يو د يو مرکزي حکومت لپاره تفاهم وکړو خو د ملت پرېکړې ته هم احترام لرو.))

دغه راز هغه وويل چې تېر بايد هير شي او د هېواد د سوکالۍ لپاره بايد يو نوى باب پرانيستل شي.

ده وويل چې هيڅ دول منفي رقابتونه بايد ونه شي او ټول بايد د وروڼو په څير ژوند وکړي.

هغه ټينګار وکړ چې د واک د انتقال لپاره بايد نور يو څاڅکې وينه هم تويه نه شي او یو ډز هم ونه شي.

د يادونې ده، د ١٣٩٥ لمريز کال د تلې په لومړۍ نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او حزب اسلامي تر منځ د سولې تړون لاسليک شو. پژواک



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th August, 2017