تفصیل | شهادت 

24th June, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د مجاهد امیر او ملی قائد ورور حکمتیار صاحب له وینا څخه ځینی مطالب:

2017-04-29

 بسم الله الرحمن الرحيم

اجازه راكړئ په ډېر اختصار سره ځيني ضروري مطالب عرض كړم:
• نن د افغانانو په وړاندي تر ټولو ستره او مهمه قضيه د جگړي پاى ته رسول او د ډاډمن امن تأمينول دي، موږ په همدې هيله او هوډ د بين الافغاني مذاكراتو پرېكړه وكړه، سره له هغو پټو او څرگندو خنډونو چي په وړاندي ئې د كور دننه او له بهره راولاړ شول، يوه جامع معاهده لاسليك شوه، چي موږ ورته التزام لرو او هيله من يو له همدې لاري په ټول هېواد كي او په جگړو كي د ټولو ښكېلو لوريو تر منځ صلح تأمين شي.
• ټولو افغاناني ډلو ته وايو: راشئ د بحران لپاره كورنى حل ولټوو. 
• راشئ اقتدار ته د رسېدو مخكنۍ ترخې، خونړۍ ناكامي او بدمرغي تجربې تكرار نه كړو او بيا بيا ئې ونه آزمويو. 
• راشئ د پرديو د مټو، وسلو او پيسو په زور قدرت ته د رسېدو شوق او هڅه ونه كړو.
• آيا د يوه له غلامۍ د آزادۍ په پلمه د بل غلامي منل جهالت او حماقت نه دئ؟!!
 • آيا ډېر به د تعجب او تأسف ځاى نه وي چي څوك له دغو بدمرغو تجربو عبرت او پند وانه خلي او بيا هم قدرت ته د رسېدو او يا په قدرت كي د پاته كېدو لپاره مخكنۍ بدمرغي تجربې وآزمويي؟!! 
 • شوروي اتحاد په داسي حال كي چي هغه مهال د نړۍ لومړى زبرځواك وو، امريكا ته ئې په ويتنام كي ماته وركړې وه، تر يو لك شل زره زيات سرتېري ئې افغانستان ته روالېږل، د وارسا پكټ ټولو هېوادو ئې مرسته وكړه، د جنگ لپاره ئې له كيوبا د فيډل كاسټرو او چيگوارا ملگري هم افغانستان ته راوړل، د انور خواجه جنگيالي هم او ويتناميان هم، نږدې لس كاله وجنگېدل، يو نيم مليون افغانان ئې ووژل، شپږ مليون ئې هجرت ته اړ كړل، هم ئې ناپالم بمونه وآزمويل او هم سكاډ، خو ونه توانېدو په كابل كي د يوه منفور لاسپوڅي حكومت بقا تضمين كړي!! 
 • ناټو د شوروي اتحاد ناكامه تجربه تكرار كړه، د ناكامو او مات شوو روسي ځواكونو قومندان جنرال گراموف مشورو ته ئې هم اعتناء ونه كړه چي ورته ويل ئې: افغانستان ته د ځواكونو په لېږلو سره زموږ غلطي مه تكراروئ. د ناټو جنرالانو د ويتنام د ناكامي جگړي د څېړونكو مشورو ته هم اعتناء ونه كړه، له يو نيم لك ځواك سره، د اته څلوېښتو هېوادو په ملگرتيا، حتى مسكو ئې هم ملاتړ وكړ او اجازه ئې وركړه چي د روسيې او مركزي آسيا له لاري د خپلو ځواكونو اكمالات وكړي، زموږ ټولو گاونډيو هم د دوى مرسته وكړه، حتى هغو هم چي يو وخت به ئې امريكا ته د لوى شيطان په نامه يادولو!!! افغانستان ته راغلل، نږدې دوه زرو اډو كي مستقر شول، هغه ماډرن، وژونكې مخكي تللې وسلې ئې وكارولې چي په هيڅ مخكنۍ جگړي كي نه وې كارول شوې، گمان ئې دا وو چي په څو مياشتو كي به مخالفين وځپي او د خپلي خوښي حكومت به په كابل كي مستقر او بقا ئې تضمين كړي، خو دا دئ جگړه ئې اولس كلنه شوه، لا په دې تياره سمڅي كي د رڼا كوم څرك په نظر نه ورځي، دا دئ څو ورځي وړاندي ئې د بمونو مور هم وآزمويله!!
 • آيا ډېره عجيبه نه ده چي دغه ټولي خونړۍ تجربې له پامه وغورځول شي او نن بيا ځيني دا شوق كوي چي د روسيې او امريكا په مرسته قدرت ته ورسېږي؟!! 
 • خو گورئ!! ښايي ارگ ته به مو ورسوي، خو يقيناً همدا به مو بېرته سركوزي له ارگه باسي، ما ئې ډېري بېلگي په خپلو گناهگارو سترگو ليدلې دي او ټولو عقلمنو افغانانو هم!!
 • سياسي ډلو ته مي وړانديز او سپارښتنه دا ده چي راشئ راتلونكي نسل ته يو سوله من، باثبات، له جنگ فارغ او سرلوړى افغانستان په ميراث پرېږدو، منفي او ناسالم رقابتونه لري وغورځوو، د رغنده او جائز رقابتونو لار غوره كړو، د افغان ولس دې مسلم او الهي حق ته درناوى وكړو چي خپل مشران په خپله خوښ كړي، په هره كچه او هري برخي كي، د جومات امام هم او ولسمشر هم، د كلي ملك هم او د ډلي مشر هم، د جبر او زور امارتونو او مشرتابه كرغېړنه، غيرانساني او غيراسلامي لړۍ پاى ته ورسوو او د تحميلي زعامتونو ناولى ټغر د تل لپاره ټول كړو. 
 • آيا غوره به نه وي چي هر يو مو كلكه ژمنه وكړي او ووايي: كه زه له خپل كورني رقيب سره د خپلو مټو په زور د رقابت او سيالۍ توان او همت نه لرم نو د پرديو د مټو په زور له هغه سره سيالي نه كوم. 
 • رسنيو ته وايم: د ولس دردونه منعكس كړئ پر پرهارونو ئې مالگي مه شيندئ، د جگړو پاى ته رسولو وسيله شئ نه د جنگ اور ته بوزي وهونكي، افغانان پر هغو رسنيو لعنت وايي چي د پرديو د گټو، استعماري اهدافو، جنگي موخو، فرهنگي او كلتوري يرغل په چوپړ كي دي، د افغانانو ديني او ملي ارزښتونو ته سپكاوى كوي، زموږ ملي وحدت ته صدمه رسوي، قومي او ژبني تعصبات پاروي، وروڼه قومونه سره بېلوي، د پښتون او غيرپښتون په نامه د افغانانو جنگولو پردۍ خبيثي منصوبې پلي كوي، هره ورځ په لسگونو او سلگونو افغانان په خپلو وينو كي رغړي خو دوى د وير او غم پر ځاى د نيمه بربنډي نڅا، گډ رقص، مستي موسيقي صحنې او گنده او مبتذل سيريالونه ښيي. 
 • په همدې اړه پوښتنه كوم: آيا څوك دا حق لري چي زما په هېواد كي داسي فعالي صوتي او تصويري رسنۍ ولري چي د پرديو فرهنگ، ثقامت، مذهب، حتى ژبه پر ما تحميل كړي، حتى زما ديني او ملي ارزښتونو ته سپكاوى وكړي؟
 • آيا سرلوړو افغانانو ته د شرم او پېغور خبره نه ده چي نن دا او هغه هېواد ځان ته دا حق وركوي چي د مظلومو افغانانو له مجبوريتونو او بې وزليو په استفادې سره د هغوى زلميان، هغه چي د خپلي بې وزلي كورنۍ د غړو او بچيانو د تن پټولو او په وچي مړۍ د دوى د نس موړولو لپاره د پتمن كار په لټه كي دي، بهر ته درومي يا له پولو د اوښتو په جريان كي وژل كېږي او يا د سمندر په څپو كي غرق او د كبانو خوراك شي، يا د جنگ غوښتونكو هېوادو له لوري په ارزانه بيع استخدام شي او د هغوى د ناروا موخو لپاره جنگ د اور سوند تري جوړ شي؟ 
 • ولي مو د خپلو سرلوړو پلرونو عزتمن او پتمن تاريخ هېر كړى، د هغوى ناخلف وارثان شوو، زموږ پلرونو پر دې سيمي حكومت كړى، له اصفهان تر ډهلي، خو نن د همغه سرلوړي هېواد حالت هغه بڼ ته ورته دئ چي نه ور لري، نه دېوال او نه بڼ وال، هر لاروى كولى شي ورننوځي، او خپله لمنه د خپلي خوښي له مېوو ډكه كړي، نن زما تنكي زلميان په ډېره ارزانه بيع پېرل كېږي او د كور دننه او بهر د پرديو د گټو لپاره جنگول كېږي.
 • آيا دومره بېچاره او كمزوري شوي يو چي نشو كولى گاونډيو ته ووايو: زما د كور لوري ته كړكۍ مه جوړوه، زما د كور حرمت وساته، زما د كور دړه زما له اجازې پرته مه پرانيزه، زما په كورنيو چارو كي لاسوهنه مه كوه، زما لېونيو او بدمستو ته ټوپك مه وركوه، جنگ ته ئې مه هڅوه، د جنگ بل اور ته لمن مه وهه، تېل مه پرې تويوه؟!! 
 • خو بايد اعتراف وكړو چي دردناك حقيقت دا دئ: له گاونډي به ولي گيله كوم چي زه د خپل عزت او پت ساتلو وړتيا او همت نه لرم. كه زه ځان پلورم، زه ملامت يم نه زما غرضي او مرضي پېرونكى.
 • بهرنيو هېواد ته وايو: له افغانستان؛ مه د خپلو سياسي، اقتصادي او نظامي رقابتونو ميدان جوړوئ او مه د خپلو نويو وژونكو وسلو د آزموينو لابراتوار. كه غواړئ د خپلو ښكرونو زور او ځواك وآزمويئ په خپلو كي ئې وجنگوئ؛ پر مظلومو او بې وزلو افغانانو نه ئې مه آزمويئ. موږ پرېږدئ پر خپلو ژورو پرهارونه پټۍ ولگوو او خپلي ستونزي په خپله حل كړو. 
 • والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th June, 2017