تفصیل | شهادت 

18th August, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د جهاد امیراو ملی قائد ورور حکمتیار ​ وويل: (زه د ښځو د اسلامي او شرعي حقونو مدافع يم ))

راپور ننگرهار ولایت

2017-04-30


 د ولسمشر دویم مرستیال په مشرۍ لوړ پوړي دولتي پلاوي د حزب اسلامي امیر انجینر ګلبدین حکمتیار ته د ښه راغلاست ترڅنګ نوموړی پلازمینې کابل ته دعوت کړ .
 د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش په مشرۍ یو لوړ پوړي دولتي پلاوي د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د یوې سترې غونډې په ترڅ کې د حزب اسلامي امیر انجینر ګلبدین حکمتیار ته د ښه راغلاست ترڅنګ نوموړی  پلازمینې کابل ته دعوت کړ.
په دې غونډه کې چې د غويي په  لسمه جوړه شوې وه،په کې د ولسمشر دویم مرستیال،د حزب اسلامي امیر،د امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر، اجرائيه رياست لومړی مرستيال انجينر محمد خان ، کورنيو چارو وزير تاج محمد جاهد، ، د پارلماني چارو وزير فاروق وردګ، د ختيځ زون ديني عالمانو، پخوانيو مجاهدينو، قومي مشرانو، ځوانانو، اهل هنودو او سلګونو نورو مخورو او مسؤلینو ګډون کړی وو.
 سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب د حزب اسلامي مشر انجينر ګلبدين حکمتيار ته د ښه راغلاست ترڅنګ مننه وکړه، چې د سولې ژمنه يې رښتينې کړه او په هېوادې کې يې د سولې او ثبات په لاره کې با ارزښته قدم پورته کړ.
 نوموړي وويل، چې له دې وروسته به د جګړې زور کم شي، د سولې او امن په لار کې به د ډاډ فضا رامنځته شي او زیاته یې کړه، حزب اسلامي له سولې پروسې سره په هوکړې افغان ولس او نړۍ ته وښودله، چې دوی په سوله باور لري، د هېواد هوساينې او سوکالۍ لپاره ژمنتيا لري.
 ننګرهار والي وويل: (( زموږ هيله داده، چې د حزب اسلامي او دولت ترمنځ شوی تړون او ژمنې عملي شي او د اساسي قانون تر چتر لاندې ټولو مسائلو ته د ارزښتونو په توګه وکتل شي.))
 د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ، د دولت په استازیتوب د حزب اسلامي امیر انجینر ګلبدین حکمتیار ته د ښه راغلاست ترڅنګ نوموړی پلازمینې کابل ته دعوت کړ .
 سرور دانش وويل،يو شمېر کړيو هڅه کوله،ترڅو د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د سولې تفاهم ليک لاسليک نشي،خو دغه چاره په بریالیتوب ترسره شوه او غوښتنه یې وکړه،ترڅو افغانان پخپل منځ کې یو بل ته د ورور ولۍ لاسونه ورکړي،چې له مخې هېواد اباد او د تل پاتې سوکالۍ په موخه زمینه برابره شي.
 د ولسمشر دویم مرستیال د حزب اسلامي امير د تيرې ورځې وينا د امن او سولې په موخه یو ښکاره پيغام وباله او زیاته یې کړه، حکمتیار په هېواد کې د قوي او متمرکزه حکومت غوښتنه وکړه،چې همدا د ټولو هېوادوالو هيله ده.
 د ولسمشر دویم مرستيال پر طالبانو غږ وکړ، چې د سولې پروسې سره يو ځای شي او له مخالفت څخه لاس واخلي.
 د حزب اسلامي امير او د جهاد رهبر انجينر ګلبدين حکمتيار وويل،له حکومت امتياز نه غواړي؛ بلکې د سولې او امن په پياوړتيا کې همکاري کوي.
نوموړي وويل، هر هغه څوک، چې زمونږ پر وړاندې جنګيږي مونږ له خپل ځان څخه د دفاع حق لرو.
 ده وويل، چې مونږ سوله او خپلواک هېواد غواړو، د سولې په راوستو کې له دولت سره بشپړه همکاري کوو.
 انجينر ګلبدين حکمتيار وويل، چې مونږ په حکومت کې د شامليدو غوښتنه نده کړې او په هېواد کې د يو واحد حکومت د جوړولو ملاتړ کوو او هيچا ته اجازه نه ورکوو، چې هېواد تجزيې او نا امنۍ پر لور بوځي.
حکمتيار وويل، چې که کافر له تا سره نه جنګيږي؛ نو د هغه وژل هم په مسلمان حرام دي.
 ده وويل، چې زه له طالبانو سره نه جنګيږم؛ خو طالبان زمونږ پر وړاندې جنګيږي؛ نو موږ اړ يو، چې له ځانه دفاع وکړو.
 حکمتيار وويل: ((زه د ښځو د اسلامي او شرعي حقونو مدافع يم او ښځو ته به داسې زمينه برابره کړو، چې د اسلايم او شرعي حقوقو څخه برخمنې شي.))
 د حزب اسلامي امیر د دې غونډې پر مهال په افغانستان کې پر یو شمیر فعاله رسنیو نیوکې وکړې او د جګړې د پراخیدو یو لامل یې هم د دوی ناوړه تبلیغات او خپرونې په ګوته کړې .
 حکمتیار په افغانستان کې د سیاسي حزبونو په کموالې هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د افغانستان د جوړښت او شته ستونزو ته د پای ته رسولو په موخه لازمه ده،چې په دې هېواد کې تر دریو پورې سیاسي مهم ګوندونه ولرو .



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th August, 2017