تفصیل | شهادت 

24th June, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

مطبوعاتي پریس ریلیز

ټولو رسنیو ته

2017-05-01


بسمه تعالی


 د افغانستان د اسلامی حزب دمعزز مشر ، انجنیر ګلبدین حکمتیار ، د راڅرګندیدو اودهغه د لمړئ او دویمي وینا په اړه یو شمیر رسنیو اشتباها یا قصدا غلط تعبیر اوتفسیر کړی . معزز مشر دیو شمیر ر سنیو په اړه شکایت کړي چی قصدا او عمدا د جنګ په لمبو تیل اچوي ،‌په داسي حال کي چي دوي ته په کار دي چي په هیواد کي د سولی او امن په خاطر ددغسي خپرونو څخه چی هغه د قومونو ،‌ژبو او ولسونو تر منځ د تاو تریخوالي او د جنګ د زیادښت سبب ګرځی لري والي وکړي . مونږ د بیان د ازادئ سخت طرفدار یو ، او دا د انسانانو تخلیقي حق ګڼو ، هیڅوک نه شی کولي د چا د بیان په ازادئ باندي ، ترهغی چي د بل چا د شخصیت ، د توهین اوسپکوالي او یا هم د قومونو ، ولسونو ،تر منځ د عصبیت دراپاریدو سبب و نه ګرځی او یا هم د مذهبونو او ژبو ترمنځ داور لمبي زیاتي نه کړي افغانستان د جنګ په لمبو کي را ګیر هیواد دي ، پردي غرضي او مرضي ډلي غواړي دا هیواد نور هم د جنګ د اور په لمبو کي را ښکیل کړي ، به دي خاطر غواړو چي زمونږ رسنئ په هیواد کي د ورونو قومونو ترمنځ دداسی خپرونو ، تبصرو، ګردي میزونو څخه چي دهغي له مخي د جنګ د اور د خپریدو ویره وي جدي مخنیوی وکړي او د ملي او وطن دوسته رسنیو په څیر په دي تاریخي فرصت کی په هیواد کي د امن ، سولي او سکون د قیام او د وطن دبیا ابادیدو په لور رغنده رول و لوبوي .


 په درنښت

 قریب الرحمن سعید

دمطبوعاتي کمیسیون رئیس 
..........................

تیلفون ۰۷۲۹۱۴۸۵۶۵    



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th June, 2017