تفصیل | شهادت 

17th October, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

دسیاسي بندیانو ازادیدل و ځنډیدل

مطبوعاتي اعلامیه

2017-05-01

بسمه تعالی

نن ددوشنبي وړرځ ددولت او دحزب ترمنځ د تعهد او ژمني له مخی لمړئ ډله بندیان چي شمیره  یی ۶۸کسانو ته رسیدله ،باید ازاد شوي وای ، مګر کله چي د حزب هیئت د پلچرخي زندان ته ولاړ نو هلته ددولت مسؤلینو یواځي ۵۵ کسه بندیان د ازادیدو له پاره را حاضر کړل . مګر پاته نور ۱۳ کسان یی دلیست نه ویستلي وو . د حزب اسلامی هیئت د دولت مسؤلینو ته وویل چي که چیری د ټولو بندیانو د ازادیدو کار تر سره نه کړي نو ددغه ۵۵ کسانو د رسمي ازادیدو سند هم نه ورکوی ، دوي کولي شي  چي دغه بندیان ازاد کړي خو ترڅو د پاته ۱۳ کسانو ،‌چي  نومونه یی د لیست څخه ویستل شوي مسئله همواره نه شي تر هغي به احتجاجا ددغي پروسي ځنډون اعلانوي ، 
د حزب مذاکراتي هیئت هیله لری  چي ژر تر ژره دا مسئله همواره او د ټولو سیاسي بندیانو د ازادیدو له پاره لاره همواره شي . 


قریب الرحمن سعید 


د حزب اسلامی د مطبوعاتو او فرهنګي چارو رئیس

...........................................
 ۰۷۲۹۱۴۸۵۶۵



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

17th October, 2017