تفصیل | شهادت 

19th August, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

دلنډغرو زړه ونه صبرید

استاد قریب الرحمن سعید

2017-05-05

د جمعي په ورځ دحزب اسلامی دکدرونو له اړخه به غازي  لوبغالي کی  دستری  او زړه  خوښونکي غونډي  او بیا په دي غونډه کي د خپل محبوب  مشر سره د  ولسي خلکو زړه وړونکي میني او محبت  او د خپل محبوب  رهبر ترمخه  د الله اکبر دشعارونو به بدرګه کولو سره د سولي او امن دښمنان او یو شمیر پخوانيو  لنډغر و چي په هر ډول  وژلو ، اختطافولو  ، لوټولو ، غصبولو او …مافیایی کړیوپوری  اړوند  مجرمین دي ،زړونه  و چول ، شریرو او پردي پالو رسنیو هم ددغو لنډغرو به راپارولو او بیا  دهغوی  لنډغرئ د خپل بوښښ  لاندي د راوستلو هڅي پیل کړي دي . دجمعي په ورځ ماسپښین ناوخته  دغو لنډغرو چي شمیره یی د ۶۰  او ۷۰ کسانو څخه نه زیاتیده  د حزب اسلامي دامیر دکور  نه په لږ څه واټن کي  مظاهره وکړه او د حزب اسلامی د قائید په خلاف  یی د اخلاقو نه عاري  شعارونه ورکول .  دحزب  اسلامي  ځوانانو دبوره حوصلي نه کار واخیست او ددغو لنډغرو په ځواب کي یی  خاموشي  خپله کړه . ځکه  پلان او دسیسه داسي  جوړه  شوي وه چي دغه لنډغر  اوبدمعاشان  به  دحزب دامیر دکور ترمخه  چیغي سوری وهي ، او دشریرو رسنیو شریره   به یی  ژوندي  خپروی ، نو که  چیری کوم  جنګ او لاس  اچوني ته خبره ورسیږي  نو دغه رسنی  به یی نړیوالو ته په دي خاطر  ډاګیزه کړی  چي  حزب او دحزب  قیادت دخپل ځان په خلاف  د تظاهراتو تحمل او زغم نه  لری، اویا دا چي  دوي دبیان د ازادئ  مخالف دی  او یا هم  دا چي  د حزب اسلامي نني  ستره غونډه  چي د بی بی سي د اردو سرویس  شنونکي یی به اړه لیکلي  چي: د حزب اسلامي نني غونډي  ټول  شنونکي  او سیاسي کاربوهان  حیران کړي . په بل ځآي کی لیکي  چي حزب اسلامي  یواځني ګوند دي  چي  په پوره قوت سره یی خبل  سیاسي او تنظیمي  جوړښت  ساتلی  دي کم  رنګه کړي .  د حزب اسلامي ننئ  ستري او ققیدالمثاله غونډي د سیاسي پنډتانو او مافیایی کړیو  هغه  ټولي وړاند ویني  غلطي و ښودي  چي ویل به یی  چی  حزب اسلامی اوس  په ولس کی  ځآي نه لري . ننئ غونډی   ددي مجرمو عناصرو خوب  حرام کړی ، د اندیښنو سره مل دي . شریري رسني  چي  تر اوسه یی چا د نوم د اخیستلو جرئت  هم نه شو کولي  په دي بوهیږي  چي دحزب  په څیر د ځواکمن ګوند د سیاسي  فعالیتونو پیلامه  به ددوي دمرګ  سبب ګرځي په دي خاطر  هڅه کوی  دغه ډول صحني په خپله خلق کړي ، خپري یی کړی  او بیا پری د بحثونو له پاره میدان ګرم کړی . مونږ دوي  ته په زغرده وایو چي  حزب اسلامی د سولی  له باره رغلی ، دسولي پیغام به ولس  او نړیوالو ته رسوي ، او د هیوادپه سیاسي ډګر کي به د یوه قوي او ځواکمن سیاسي ګوند په څیر خپل فعالیت  ته دوام ورکوي . دهغو  مافیایی کړیو اجاره داري به له منځه وړي  چي   تر اوسه یی   زمونږ  په مظلوم ولس  میچني  ګرځولي . او دهغو  سره به  د وخت په مناسبت سره حساب کتاب کوي  چي د قتل په  جرم  یی اسناد شتون لری ، او ملګرو ملتونو د هغوی به اړه  دهغوي  د جرمونو ټول اسناد راټول کړي ، خو بدبختانه  چي د قوي نظام په نه شتون  سره دغه مجرم عناصر د محکمی نه پاته دي . افغانستاند بشري حقوقو اداره  هم دداسي  خلکو په لاسو کی ده  چي پخپله د بشر دحقوقو ناقضین ګڼل کیږي . ځکه دوي تر اوسه پوري د هغو  قاتلینو نوم هم وانه خیست  چي  د زرګونو انسانانو د قتل  سبب ګرزیدلي ، دوي دملګرو ملتونو هغه راپور هم پټ کړي  چي په هغي کي د اصلي مجرمینو د مخونو څخه پردي پورته کړل شوي . لنډغر  او دهغوي مشران باید به یاد  ولری  چي حزب  اسلامي یوه  ستر  ځواک  دي  او د مثبت رقابت  له پاره په میدان کي دی ، هغوي چي غواړي   مثبت  رقابت وکړي نو به سیاسي میدان کي دی  خپل زور را څرګند کړی ، دداسي مظاهرو او یا  د چا کورو ته دتللو  اړتیا نه  شته ،‌او که  چیري  داسي معامله پیلیږي  نو بیا حزب اسلامی هم د چا نه کم نه دی ، هم  مظاهره کولی شي او هم معیوب او مغرض عناصر نړیوالو ته را څرګندولي شي .



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th August, 2017