تفصیل | شهادت 

18th August, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

زمونږ دګران امیر او ملی قائد ورور حکمتیار تاریخي اوخوندورى ویناوى

2017-05-06


ـ هیله کوم شعارونه بند کړئ.
ــ دلته په رسمي غونډو کې دا دود دی چې د خپلو مشرانو او چارواکو نومونه واخلي، خو ماته اجازه راکړئ چې دا دود نور له منځه یوسم.
ــ ټولو د سولې په لاره کې لږه او ډېره ونډه درلوده، چا په شدد ملاتړ کړی او چا کم خو ولسمشر او اروښاد ګیلاني ډېرې هڅې کړي، له ټولو افغانانو مننه کوم
ـ زموږ وړاندې مهمه مسله دا ده چې څنګه جګړه پای ته ورسوو او خلکو ته سوله ور کړو، که دا مشران وغواړي ضرور کیږي.
ــ راشئ چې په ګډه ټولو هغو ته چې په جنګ پانګونه کوي او د افغانستان جګ غواړي په ګډه ورته ووایو چې نور کورنیو چارو کې لاس وهنه بنده کړئ، او نور د جنګ دوام مه غواړئ.
ــ ځینې تبلیغات کوي چې موږ اساسي قانون نه منو، موږ د سولې لپاره اساسي قانون منو او ددې لپاره د اساسي قانون دویمه ماده بسنه کوي.
ــ په اساسي قانون کې د ادبي او حقوقي پلوه ملاحضات لرو خو په وخت سره به یې لوی جرګې ته وړاندې کوو او دا به د ټولپوښتنې له لارې ښه لاره وي.
ــ موږ په پارلماني نظام باور نه لرو، او افغانستان ددې شرایطو لپاره مناسب نه دی.
ــ (حکومت مشران)مشران باید په ګډه کار وکړو خو که نه کیږي یو او بل ته دې تېر شي.
ــ ولسمشر ته ما په لیک کې ولیکل چې ایتلافي حکومت ناکام دی او د افغانستان په شرایطو کې نه چلیږي، ښه ده چې ولس ته د ایتلافي حکومت د جوړولو په ځای استعفا وکړه.
ـــ موږ راغلي یوو چې جګړه مهر کړو، شرایط نه لرو،وزاتونه نه غواړو، که څوک شک کوي، د سولې لیک دې ولولي، موږ د هغه چا ملاتړ کوو چې سوله غواړي.
ـــ دا بدمرغه چې افغانان یې قرباني دي، موږ غواړو پای ته ورسیږي همدا زموږ هیله ده.
ــ له قید او شرط پرته هرې ملګرتیا ته چمتو یوو.
ــ زه دې مشرانو ته یو بل عرض لرم چې خپلې کورنۍ افغانستان ته را انتقال کړئ، زه کابل ته له خپلې کورنۍ سره راغلی یم، دا پیغام ټولو ته ورکړو چې افغانستان مو کور او ګور دی.
ــ موږ د زور حکومت نه غواړو، هغه حکومت غواړو چې ټول افغانان یې غواړو.
ــ مخالیفینو ته وایو، راشئ او دا جګړه پای ته ورسوئ.
ـــ طالبانو راشئ ما استازی غوره کړئ، زه ستاسو د ټولو حقوقو او ارمانونو دفاع کوم.
ـــء کرزی کاش په دې ټینګ پاتې وای، چې طالبانو ته یې ورور ویل، طالبانو کې ښه او بد شته او دا به جفا وي چې ټول بد وګڼو.
ــ زه طالبانو ته د ورور خطاب کوم، پریږده چې رسنۍ سبا څه وايي.
ــ طالبانو راشئ څو ورځې سوله وازمایئ، که ښه نه وه بېرته لاړ شئ او په ګډه به سنګر ته خیږو.
ــ راشئ طالبانو نور په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو بهانې ختمې کړو.
ــ حقیقت دا دی چې له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه وتل، د وتلو لړۍ پیل شوې وه، لس زره کم پاتې شول، خو خاصو 
استخباراتي شبکو چې غواړي افغانستان کې جګړه دوام وکړي او امریکا دلته مصروفه کړي، کندوز یې طالبانو ته پرته له مقاومت وسپاره، او همدا ددې بعس شو چې امریکا او ملګري یې پریکړه وکړي، چې دا پروسه ودروي.
ــ هغه چې ګمان کوي چې د بهرنیو ځواکونو پرته به مبهم حالت سره  مخامخ شو، هغه ډاډمن کړو او جګړه پای ته ورسووو بیا بهرنیو ځواکونو ته ووایو چې نور ضرورت نه شته.
ــ له ایران به وغواړو چې دلته وسله را نه وړي.
ــ په پاکستان چ دې څوک تاثیر لري، هغه دې ورته ووايي چې نور دې خپل سیاست بدل کړه.
ــ راتلونکې نظام په اړه سلا کوو، چې له دوام یې ډاډه وو، ملت یې تر شاه وي، د ولس ټولې پرګنې حضور وویني، داسې نظام جوړو.
ــ ژمنه کوو، چې له دې ورسته به د یو او بل د ځپلو لپاره غلطه تګلار نه غوره کوو.
ــ د قدرت د انصحار تجربه خونړۍ وه، د واړه ټولګي په لاس قدرت تر لاسه کولو جنګونه رامنځ ته کړل، او همدا لامل دی چې بهرنیان افغانستان ته راغلل.
ــ بهرني ځواکونه جګ نه شي ګتلی، جنګ په توپونو، ټانکونو او جازونو کورونه ورانیدلی شي خو جګړه نه شي ګټلی.
ــــ پکتیا کې د ځاځي میدان ولسوالي ده( د خوست ولسوالي ده) هلته بهرني ځواکونه نه شته خو قوم پریکړه وکړه چې جنګ نه غواړي، ددې مانا دا چې ولس کولای شي امنیت راولي.
ــ د دولت او ولس تر منځ باید فصله ختمه شي، جومات او ارګ باید سره نیږدې شي.
ــ ځینې رسنۍ د جنګ اور ته لمن وهي او ټول یې پېژني، دې ته هم باید لارښونه وشي او مهار شي.
ـــ هغه رسنۍ چې د سولې ملاتړ یې کړی او د افغانستان لوړ مقام یې غوښتی او اسلامي ارزښتونو درناوی یې کړی، ممنون یوو.
ــ ما د جنګي جنایکارانو د محاکه کولو مخالفت نه دی کړی، خو دولت په دې ځای کې نه دی.
ـــ په هغه چا دې لعنت وي چې د چا په مخ دې تزاب وشیندي، ما پسې تبلیغ شوی، موږ څوک په مخ په څپېړه هم نه وهوو.
ــ دې رسنیو ته وایو، د بیان په ازادۍ باور لرو، خو تاسو ته وایو چېپه کابل کې یاست په پریس کې نه یاست خپلو نشراتو ته پاملرنه وکړئ، دلته خلک وژل کیږي.
ـــ موږ د هغه کافر وژل جایز نه ګڼو چې له موږ سره نه جنګیږي.
ــ موږ ښځو ته نه وایوو، چې د تعلیم او کار حق نه لرئ.
ـــ زه له ټولو چې دلته راټول شوي د مننې ترڅنګ غواړم چې نور باید دا حالت پای ته ورسوو.
ــ کا یوه لویه غونډه راټوله شي چې په بحران بحث وشي.
ــ زه د وروروالۍ لپاره راغلی یم.
ــ حزب مو په قوم کې د بلتون له پاره نه دی جوړ کړی، د یوالي لپاره مو جوړدی.
ــ بیا وایم ددې اوسنی نظام د واقعت په توګه منو، بدلول یې نه غواړو.
ــ دولت کې برخه نه غواړو، له دې بهر غواړو چې د نظام ملاتړ وکړوږ
ــ مخکې ما کرزي صیب ته ویل چې د ارګ ،سپیدار ماڼۍ او ارګ تر منځ به جوړه کوم.
ــ له ټولو مننه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th August, 2017