تفصیل | شهادت 

26th May, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

دپارلمان وکیلانو دمعزز مشر سره وکتل

مطبوعاتي اعلامیه

2017-05-11

بسمه تعالی دپنجشنبي په ورځ د پارلمان یو شمیر نارینه او ښځینه وکیلانو دمعزز مشر سره دهغه په کور کی وکتل . دغه لیدنه چي د سهار د اته نیمو بجو څخه پیل شوي وه ،تر نهو بجویی دوام وکړ . په دغو وکیلانو کی د منګلو ، ځدرانو ، خروټو او....قومونو وکیلان او وکیلاني شاملي وي. وکیلانو په خپل نوبت سره معزز مشر ته کابل ته دهغه د راتلو استقبال وکړ، او د معزز مشر شتون یی د هیواد دولسونو له پاره د خیر اوعافیت نه ډګ وګاڼه . او ویل یی چی تاسو د ولس په زړونو کي ځآی لرئ ، د ولس له پاره اخري هیله یاست . تاسو د ملی قائید په څیر د خپل ولس په را یوځآي کیدو کي رول ولوبوئ ، ستاسو خبری زمونږ د ټولو د زړونو اواز دي .ستاسي دوستان ټول ستاسو په خبرو خوشحاله دي . ولس د یوه رهبر پسي ګرځیده چي هغه ستاسو په صورت کی اوس راپیدا شوي دی . دمنګلو وکیلي وویل چی پښتون ولس د ډیر ظلم او تیري لاندي دي ، که روسان وو هغوي هم همدغه ولس و ټکووو او که دا نور راغلل هم دپښتنو په ځپلو یی صرفه ونه کړه . دهغي د وینا له مخي پښتون ولس بي برغولي دي ، سرپوښ یی نه درلود ، خو ستاسي راتګ هغوي ته نوي هیلی ورکړی دي . د ټولو ارزو داده چي تاسو دحزب د رهبر په حیث نه بلکه د یوه ملي قائید او رهبر رول اداء کړئ د حزب نه پورته د ټول ولس غم وکړئ ، ولس ډیري هیلي لري ، که تاسو دوي پخپل ځان را ټول کړئ ټول به ستا ملاتړی وي .ځکه ټول غواړي ستاسو سره همکاري وکړي ، خو که چیری څو کسانو رامحدود کړئ ، د څو کسانو په دایره کي راشئ نو بیا به هر سړي په خپل کار پسی ځي او دخپل ځان غم به په خپله کوی . معزز مشر د وکیلانو دغي درني غونډي ته وویل چی : په ټولو قومونو ظلم شوي ، ټول کړیدلي ،دهیواد په ازادئ او جهاد کي ټولو قومونو د ورونو په څیر رول لوبولي ،ټولو هجرت کړی ، خو په دي ټولو کی ۹۰ سلمه پښتانه ژوبل شوي ، کورونه یی وران شوي ، بمباریو لاندی راغلي ،دا خبره د تعصب په خاطر نه کوو بلکه یو حقیقت دي .خو مونږ به د قومونو او ولسونو د رایوځای کیدو له پاره هلي ځلي کوو نه دهغوي د بیلتون په خاطر . هغه څه چي مونږ بیلوي باید له منځه یی یوسو او هره سخته و زغموو.یوه قوي ملت شموله جبهه جوړه کړو . حزب مو ددي له پاره نه دي جوړ کړي چي بیلتون راولي بلکه دا یو ټولنیز خوزښت دي تر څو د قومونو ترمنځ د جوړښت له پاره مثبت رول ادا کړی

د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

26th May, 2017