تفصیل | شهادت 

19th August, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

په سیستم کي بدلون ته اړتیا ده :

استاد قریب الرحمن سعید

2017-05-13

 

څو ورځي مخته امریکایی اخبار واشنګتن ټایم دامریایی ولسمشر ټرومپ په حواله د افغانستان نظام فاسد، مافیایی ، لاسپوڅي او.....وباله . دا په داسی حال کی چي اوسني نظام پخپله دامریکایانو په لاسو منځته راغلي او بیا د وخت د امریکا دبهرنیو چارو د وزیر جان کیري په واسطه په دوو برخو ویشل شوی، په ټولو امورو کي امریکایان نه دا چی دخیل دی بلکه مستقیما دهمغوي د اشاري له مخی دولتي امورات مخته ځي .دا چي اوس امریکایی ولسمشر دغه نظام په سختو او چټلو الفاظو یادوی او وایی چی نه غواړي هره ورځ دري سوه میلیونه ډالر چی کلنئ ټوله یی اته ویش میلیارده ډالره کیږي په دغسي یوه فاسد نظام مصرف کړي د تعجب وړ خبره ده . ځکه دغه نظام او دغه مصارف پخپله د امریکایی ولسمشر ټرومپ نه مخته اوباما منظور کړی و. نوموړي باید د خپل پخواني ملګري اوباما څخه اوبیا دهغه د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري څخه وپوښتي چي ولی یی په افغان ولس داسي نظام مسلط کړي چي هغه فاسد ، بي واکه ، مافیایی او ....رژیم ګڼل کیږي . په هر صورت د هیواد واکمنان باید د ښاغلي ټرومپ دخبرو ځواب ووایی ، اما مونږ دا ویلی شو چي ښاغلي ټرومپ دی په افغانستان کي د جګړو له پاره د کانګرس نه منظوري نه اخلي او نه دي د زیاتونورو عسکرو د رالیږلو په فکرکي لویږي. که دا جګړه جنګ ګټأي شواي نو نزدي ۱۶ کاله دامریا او ناټو تر یوسلو پنځوس زرو زیاتو وسلوالو عسکرو په دي جنګ کي برخه واخیسته او زمونږ د ولس ددرئ سوه زرو وګړو د وژلو سبب و ګرزیدل. دا چي زندانونه پري ډک شول ،مهاجر شول ، زخمیان شول ....بیله خبره ده . ددي ترڅنګ زمونږ دولتي مسؤلین هم باید دي خبرو ته جدي توجه و کړي او دا د خان ښکنځل ونه ګڼي ، مونږ یو غیور او باغیرته قوم او ولس یو ،هیڅکله مو استعمار نه دي منلي او نه مو بل ته دخیر خیرات په خاطر لاس اوږود کړي ، اوس هم وخت دي چي دخپلو زمکنیو سرچینو نه د ګټي اخستو له پاره با کفایته اداره جوړه او دپردیو دخیر خیرات نه ځآن را غونډ کړو دحزب اسلامی د قاید اود جهاد اوازادئ د رهبر دا خبره باید حکومتی واکمنان اوپه ځانګړي توګه ښاغلي ولسمشر درک کړی چي اوسنئ اداره چي د ویش له مخی منځته راغلي په هیڅ توګه بریالي نه ده بلکه یوه ناکامه اداره ده .او باید دا اداره له منځه ولاړه شي او ولسمشر د قوی او ځواکمن لاس خاوند وګرځي او کنه دغه راتلونکي دوه کاله به هم د تیر په څیر ضایع و ګڼل شی . د هیواد په سیاسی فضا کی دحزب اسلامی په څیر د یوه قوي ګوند دفعالیتونو پیلامه باید په نظام کي د بدلون او د یوه ځواکمن نظام د رامنځته کیدو له پاره هم دخپل نفوذ نه ګټه واخلي ، فاسد او مافیایی وزیران اودهغوي ریښي د پارلمان داکثریت غړو په تائید له بیخه و کاږي او په ځآی یی ښاغلي ولسمشر ته نیک او صالح کسان د وزارتونو ددندو له پاره ور وپيژني ترڅو وزارتونه د مافیایی رشوتخوړونکو مفسدو عناصرو څخه پاک او ځاي یی دولس ریښتونی خادمان و نیسي . که ښاغلي ولسمشر غواړي دا نظام یی په هغو نومونو یاد نه کړل شی چي امریکایی ولسمشر پري یاد کړي نو د نظام او سیستم په بدلون دي پرته له کومي اندیښنی جدي غور وکړي .



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th August, 2017