تفصیل | شهادت 

26th May, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

وضاحت

مطبوعاتي اعلامیه

2017-05-15

تیره ورځ د یو شمیر رسنیو ددي پوښتني په ځواب کي  چي ایا په قطر کی د طالبانود اسلامي غورزنګ د سیاسي دفتر له اړخه دحزب اسلامي سره کومه اړیکه نیول شوی او که نه ؟ ما وویل چي : د حزب اسلامي د قاید د راتګ او د هیواد په سیاسي فضا کی دحزب اسلامي سیاسی شتون ،او ترڅنګ یی دحزب اسلامي د معزز امیر له اړخه د طالبانو د اسلامي غورزنګ غړو ته د ورور د خطاب کولو او د سولی په لور خبرو ته دهغوي د رابللو د غږ اغیز په طبیعي توګه دا دي چي د «یوشمیر سیاسي کړیو له اړخه د حزب اسلامي سره ابتدایی تماسونه شته خو د خبرو اترو اویا نور پرمختګ په اړه لا تر اوسه کوم معلومات نه شته . هیله مو داده چي ټول اړخونه د بین الافغاني مذاکراتو په میز دخپلو اهدافو د تر لاسه کولو له پاره د سولی او امن لاره غوره کړي او..» 

اما یو شمیر درنو رسنیوزما په حواله په دي اړه «دحزب اسلامی سره د  طالبانو د اسلامي غورزنګ د قطر دسیاسي دفتر د اړیکو د نیولو خبر ورکړي »، په داسي حال کي چي دا کاملا دحقیقت په خلاف دي او ما په دي اړه هیڅ داسي خبره نه ده کړي ، په دي اساس د ټولو درنو رسنیو څخه په ممنونیت هیله لرم چي خپل خبر اصلاح کړي . 
مخکي مخکي له تاسو ټولو څخه یو عالم ممنون یم 


قریب الرحمن سعید 
د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي او مطبوعاتي کمیټي رئیس


د ثور ۲۴مه ۹۶۶کال



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

26th May, 2017