تفصیل | شهادت 

22nd July, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

دشعبان روژي داُم المومنین په روایتونو کې

احمد الله عاطفي

2017-05-20

دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دشعبان روژو په اړوند، داُم المومنین سیده عائشه او اُم  المومنین سیده اُم سلمه(رضی الله عنهما) نه روایتونه شوي،چې موږ ئې دڅو روایتون په لیکلو اکتفأ کو، ځکه ،که څه هم راویان مختلف دي ،خو دروایتونو معنی مراد سره ورته والی لري 

دشعبان میاشت دروژو په اړوند له سیدنا عایشه صدیقه (رضی الله عنها) نه متواتر احادیث روایت شوي، دلاندی ذکر شوي روایتونو سر بیره د حضرت ابي سلمه، حضرت عبد الله بن شقیق او ...(رضی الله عنهم) نه هم روایتونه محدثینو روایت کړي.

قالت أم المؤمنين عائشة رضي الله عنها : كانَ رسولُ الله صلى الله عليه وسلم يَصُومُ حتَّى نَقُولُ لاَ يُفطِرْ ، ويُفْطِرُ حتَّى نَقُولَ لاَ يَصُومُ ، فمَا رَأَيتُ رَسولَ الله صلى الله عليه وسلم اسْتَكْمَلَ صِيَامَ شَهرٍ إلاَّ رَمَضَانَ ، وَمَا رَأَيْتُهُ أَكثَرَ صِيَامًا مِنهُ في شَعْبانَ . (رواه البخاري ،ومسلم ،أبو داود،و...) 

ژباړه: له سیده عائشه (رضي الله عنها) نه روایت دی چې فرمايې: حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) به کله نفلي روژې دومره زیاتي نیولې ،چې مونږ فکر کوو دروژو نیول لړي نه پریږ دي، خوکله به ئې نفلي روژې نیول تر هغه پریښود چې مونږ ګمان کوو نور به نفلي روژې نه نیسي، مونږحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم)  نه دی لیدلی ،چې دکال په نورو میاشتوکې دومره زیاتي نفلي روژې نیولي وي ،څومره ئې چې په شعبان میاشت کې نیولې.

وأيضاً قالت رضي الله عنها : لَمْ يَكُن النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلَّمَ يَصُومُ شَهْرًا أَكْثَرَ مِنْ شَعْبَانَ ، فَإِنَّهُ كَانَ يَصُومُ شَعْبَانَ كلَّهُ  ، وَكانَ يَقُولُ : خُذُوا مِنَ العَمَلِ مَا تُطِيقُونَ ، فإنَّ اللهَ لاَ يَمَلُّ حَتَّى تَمَلُّوا .. . ( رواه البخاري، ومسلم )

همدارنګه له سیده عائشه (رضي الله عنها) نه روایت دی چې فرمايې:حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دنورو میاشتو نه په شعبان کې زیاتي نفلي روژې نیولې ، کوم کال به ئې دشعبان اکثره ورځي روژې نیولې ، کوم کال به ئې دشعبان میاشت بشپړه روژه نیوله  او فرمائيل ئې: دومره عمل اختیاروئ ،چې وس مو رسیږي، الله تبارک وتعالی (داجرونو په ورکړه ) نه ستړی کیږي،چې تاسو ستړي نه شئ، یعني الله سبحانه وتعالی داجرونو په ورکولو نه ستومانه کیږي ،خو تاسو داعمالو په تر سره کولو کې ستومانه کیږئ.

وعن عائشة (رضي الله عنها) قالت : كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يصوم شعبان كله إلا قليلا ( رواه مسلم)

ژباړه: له سیده عائشه (رضي الله عنها) نه روایت دی چې فرمايې:  حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم)  دشعبان میاشت بشپړې روژې نیولې،مګر یو څو ورځي کمې.      

وعن عائشة (رضي الله عنها) قالت : كان أحب الشهور إلى رسول الله صلى الله عليه وسلم أن يصومه شعبان ثم يصله برمضان . ( رواه أبو داود والنسائي وصححه الألباني في صحيح الترغيب)

ژباړه: له سیده عائشه (رضي الله عنها) نه روایت دی چې فرمايې: حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) غوره او خوښه میاشت دشعبان وه چې روژې ئې نیولې، او د روژو نیولو سلسله ئې تر رمضان میاشت غزوله، یعني شعبان مقدمه درمضان دی.

وعن عائشة (رضي الله عنها) قالت : ولا أعلم ،نبي الله قرأ القرآن كله في ليلة ولا صلى ليلة إلى الصبح ولا صام شهرا كاملا غير رمضان ۔۔۔ (صحيح مسلم)

ژباړه: له سیده عائشه (رضي الله عنها) نه روایت دی چې فرمايې: زما په یادښت کې نشته ،چې حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) په یوه شپه کې بشپړ قرآنکریم تلاوت کړی وي، نه ئې له ماسختنه تر سهاره په لمانځه ولاړه تیره کړي وي او نه ئې  له رمضانه پرته بل کومه میاشت مکمله روژه نیولې وي.

همدا راز له سیده اُم المومنین اُم سلمه (رضي الله عنها) نه هم په دې اړوند روایتونه وارد شوي...

وعن أم سلمة رضي الله عنها قالت : ما رأيتُ رسولَ الله صلى الله عليه وسلم يصوم شهرين متتابعين إلا شعبان ورمضان . ( رواه الترمذي وصححه الشيخان الألباني في صحيح الترغيب  والوادعي في الجامع الصحيح)

وعن أم سلمة رضي الله عنها قالت: ما رأيت رسول الله يصوم شهرين متتابعين، إلا أنه كان يصل شعبان برمضان ۔۔۔ (صحيح النسائي و...)    

له ام سلمه رضي الله عنها نه امام ترمذي او امام نسائې په شمول نورو محدثینوروايت کړی،چې فر مايې : ما رسول الله صلى الله عليه وسلم بل هيڅ وخت دوې مياشتې پر له پسې روژه نيوونکی نه دی ليدلی مګر د شعبان او رمضان مياشتې.

له اُم المومنین عائشه صدیقه او اُم المومنین سیده أم سلمة (رضي الله عنهما )له روایتونو څرګندیږي ،چې حضرت رسول الله (صلى الله عليه وسلم) به د نورو مياشتو په پرتله د شعبان مياشت ته ډېره پاملرنه کوله، هر کال ئې دروژو په اکثرو نیولو کې زیاتوالی او کموالی کوو او هم ئې کوم کال دشعبان ټوله میاشت روژې نیولي دي.

دشعبان میاشت ارزښت له دي لامله هم دی،چې دا درمضان مقدمه دی، له سیده عائشه (رضي الله عنها) نه روایت دی چې فرمايې : رسول الله صلى الله عليه وسلم به د نورو مياشتو په پرتله د شعبان مياشتې ليدو ته ډېره پاملرنه کوله او بيا به يې د رمضان د مياشتې د ليدو سره د هغې روژې نيولې خو که مياشت به ونه ليدل شوه نو د شعبان مياشتې دېرش ورځې به يې پوره کړې بيا به يې د رمضان روژې نیولې.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd July, 2017