تفصیل | شهادت 

24th June, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حكمتيار له لوري د شهيد حاجي صاحب فريد درنې كورنۍ ته!

ورور حكمتيار

2017-06-01

بسم الله الرحمن الرحيم


إنا لله و إنا إليه راجعون

السلام عليكم و رحمة الله و بركاته!

د اسلامي نهضت د يوه بل ځلانده ستوري د پرېوتو له كبله د ده ټولو خپلوانو، د اسلامي نهضت د لويي كورنۍ غړو او اسلام ته ژمن ټولو مؤمنو افغانانو او ټولو هغو مؤمنانو ته تسليت وړاندي كوم چي د يوه سرلوړي مجاهد په شهادت ئې له سترگو اوښكي بهېدلې دي. يقيناً چي د ده په شهادت سره موږ او زموږ مؤمن ملت له يوه نوميالي او د الله د لاري له يوه زړه سواند داعي محروم شوو. الله جل شأنه دي د ده شهادت قبول كړي، په جنت الفردوس كي دي د ده درجې لوړي كړي، د ده تش ځاى دي په باايمان داعيانو او مجاهدو شخصيتونو ډك كړي؛ او د هغه له بې مروت او د پرديو مزدورو قاتلانو دي په خپله او د مجاهدينو په لاس داسي انتقام واخلي چي زړه مو پرې سوړ شي.
شهيد حاجي صاحب فريد د خپل عمر دوه برخي په جهاد او دعوت كي تېري كړې، له تنكۍ ځواني ئې مبارزه پيل كړه او د ژوند تر وروستۍ سيلگۍ خپلو سپېڅلو آرمانونو ته ژمن پاته شو. دا دئ په همدې لار كي د هغو خبيثو څېرو له لوري شهيد شو چي هر هغه چا ته د دښمن په سترگه گوري چي اسلام ته ژمن وي او له الله تعالى پرته بل ته سر نه ټيټوي. د هغو سپېرو اجرتي قاتلانو په لاس چي لومړى مأموريت ئې په دوكې، غدر، خيانت، بې مروتۍ او غلچكيو بريدونو سره د مجاهدو شخصيتونو ترور دئ.
شهيد حاجي صاحب فريد د داسي مفسدينو په لاس شهيد شو چي د جومات خوا ته ئې كمين نيولى وو، پر موټر سيكل سپاره راغلي وو، د وسلو مجوز او ليسنسونه ئې درلودل، له نقاب پرته ئې بريد وكړ، له دې ئې نه يوازي وېره نه درلوده چي څوك به ئې وپېژني بلكي غوښتل ئې د صحنې شاهدان ئې وپېژني، ژېري ئې درلودې او جامه ئې طالبانو ته ورته وې
په ټول يقين سره ويلى شو چي دا كار د هغو مفسدينو دئ چي يوه ورځ وروسته ئې په كابل كي چاودنه وكړه او په سلگونو مظلوم افغانان ئې په خپلو وينو كي ورغړول. دوى د پرديو مزدوران دي، جنگ ئې مأموريت او د مؤمنو افغانانو وژل ئې دنده ده. د دوى په سينه كي زړه نه بلكي سكروټي دي او په سر كي ئې مغز نه بلكي زهر دي، نه پر خداى باور لري او نه پر هيڅ انسان ترحم. د چا په زړه كي چي يوه ذره ايمان او په سر كي يوه ذره عقل او شعور وي هيڅكله به د داسي وحشيانه عمل جسارت ونه كړي.
د دې مفسدينو په وړاندي بايد ټول مجاهدين او ټول افغان ولس داسي راپاڅي لكه چي د كمونستانو په ضد راپاڅېدل، بايد اسلام او هېواد د دوى له شر او ضرر وژغورو، د دوى شر هم تر كمونستانو زيات دئ او هم د اسلام له نورو كورنيو او بهرنيو دښمنانو. ټول ملت او په ځانگړې توگه مجاهدين بايد ملا وتړي، د خپلو شهيدانو انتقام واخلي، دغو پليتو مفسدينو ته داسي سبق وركړي چي د هر خائن او پرديپال مزدور قاتل لپاره د عبرت درس شي، افغانانو د سرې امپراطورۍ مغرور وسله وال څملولي، د تاريخ ستره وحشي امپراطوري د دوى او د دوى د سرلوړو پلرونو په لاس دړي وړي شوه، عجيبه ده چي نن څو ذليل او مزدور ټوپكوال ستاسو وروڼه وژني، په ډېري بې شرمۍ سره، په واز كومي او د رسنيو له لاري د ترور پړه هم مني!! سرې سترگي او خلاصي تڼۍ گرځي او تا ته وايي: ورور او پلار دي ما ووژلو، لاس دي خلاص!! كه انتقام وانه خلئ نو د چاودنو او ترورونو لړۍ به دوام كوي، لمن به ئې پراخېږي، او هر مجاهد شخصيت به گواښي
!!وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَا أُولِي الْأَلْبَابِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ : او په قصاص كي خو ستاسو د ژوند راز پروت دئ؛ اې عقلمنو.


حكمتيار

11 جوزا 1396

 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th June, 2017