تفصیل | شهادت 

22nd October, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د الزهرا په مسجد حمله په کلکو الفاظو محکوموو:

مطبوعاتی اعلامیه

2017-06-15

بسمه تعالی

په جوماتونو او عبادتځایو بریدونه که په هر نامه وی سخت کرکجن او وحشیانه عمل او دمحکومیت وړ دی.

حزب اسلامی افغانستان چی په خپل ټول توان هڅه اوهاند کوی تر څو په هیواد کی د سولی پروسه په قوت سره مخته ولاړه شی او هیواد مو یو وار بیا د سولی او امن کور وګرځي.

د ټولو وسلوالو مخالفینو څخه په کلکه غوښتی تر څو د جنګلاره پریږدی او د ستونزو د سوله ایز حل په خاطر د مذاکراتو میز ته راشي.

حزب اسلامی افغانستان دالزهرا په مسجد دغه ننی وسلوال برید په سختو ټکو غندی او د ټولو هغو کورنیو او و ګړو سره چی ددغه ناروا برید په جریان کی ورته ضرر رسیدلی د زړه له کومی همدردی څرګندوی .

ټولو ته وایو جنګ او دبیګناه انسانانو وژل د حل لار نه ده بلکه د سولی پيلامه او دحزب اسلامی د قائيد د سولی د پلان ملاتړ او دخبرو اترو له لاری د مشکلاتو د حل لاری پيدا کولو ته اړتیا ده.

 

قریب الرحمن سعید

د ح ا ا د فرهنگی او مطبوعاتی کمیسیون ریس



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd October, 2017