تفصیل | شهادت 

22nd October, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

روژه! درحمت ،مغفرت او له اوره دخلاصون میاشت.. اووم درس:

احمد الله عاطفي

2017-06-16

 

 

 

دروژې څرنګوالي څلورم حکم

دمرعاتو پراخۍ

درمضان روژې په ټوله موده کې درحمت په پیرزوینو دلمر ډوبیدو نه تر سهاره دخوراک، څښاک او جماع داجازې فراخي حکم نازل شو،چې په( وَكُلُواْ وَاشْرَبُواْ) سره هدایت شو، یعنې ای روژه لرونکو! دغه فراخي تاسوته تر هغي دی (حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ) چې سحر شي، سحردسپین تارسره تشبیه شوی یعنې دورځي وړانګې د (مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ) دشپي دتورې لیکې ځای ونیسي، له صحابه ئې کرامو نه داسي شخصیتونه هم و چې دزیات پاملرنې په موخه ئې دخپل خوب بالښت لاندې تور او سپین تارونه کیښودل ، دشپي په هره برخه کې چې پاسیدل تارو ته ئې کتل او دخپل روژې خوړلو او ساتلو حدود ئې نښه کول.

دمبارک حکم(حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الأَسْوَدِ) په نازلیدو،جلیل القدر صحابي،عدي بن حاتم(رضی الله عنه) دخپل بالښت لاندي تور او سپین مزي کیښودل.

 حضرت عدي(رضی الله عنه)  دمبارک حکم  نه ظاهري معنی اخستي وه، تر هغې ئې خوراک کوو،چې تور تار له سپینه، نه پیژندل کيده.

ده خپله واقعه او کړنلاره دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم)حضورته عرض کړ: انی اجعل تحت وسادتی عقالین عقالاً ابیض و عقالاً اسود اعرف اللیل من النهار.

ژباړه:ای دالله رسوله(صلی الله علیه وسلم)! ما دخپل دخوب بالښت لاندي تور او سپين مزي ایښي،چې ورځ او شپه پرې پیژنم. 

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمائيل: إن وسادتک إذا لعریض، إنما ذلک بیاض النهار و سواد اللیل (متفق علیه)

ژباړه:حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمائيل:

ستا بالښت خو ډیر پلن دی(یعني دټول ختیځ اُفق د سرلاندې ایښی !) بیائې وفرمائيل: یقیناً چې له دي تشبه نه دشپي  تیاره او دورځې رڼايې مطلب دی.   

الله سبحانه وتعالی د دا وړ اشتباهاتو مخنوي په حکمت د(مِنَ الْفَجْرِ ) لفظ  وروسته نازل کړ.

 د (مِنَ الْفَجْرِ) لفظ  دنزول سره دتور او سپین تار تشبیه روښانه شو، چې نور دابهام ذره قدري تشویش پا ته نشي .

فجر

فجر نه مراد ریښتینی سهار دی(صبح صادق) چې معنی ئې درڼا انفجارته وئیلی شي،یعنې رڼا خوروي.

په عموم کې فجر(سهار) دوه ډوله پرله پسي وختونو کې څرګندیږي(صبح کاذب او صبح صادق) دقرآنکریم موخه د(مِنَ الْفَجْرِ ) نه ریښتینی سهار دی،چې روژه تي اختیار لري دلمر ډوبیدونه تر صبح صادقه خوراک ،څښاک او خپلو میر منو سره کوروالی وکړي، چې دریښتیني سهارپه راختو پورته ذکر شوي کارونه حرامیږي.

صبح کاذب: هغه رڼا دی چې په افق کې ښکاره اوپه مستقیمه توګه عمودي رفتار لري چې دلیوه لکۍ سره تشبیه شوی ، د لږې شیبې لپاره وي بیا تري تم شي.

صبح صادق(ریښتینی سهار): رڼايې دی چې له ختیځه ولاړیږي، شمال او جنوب په شمول داسمان په کنارې دپراخوالي سره غوړیږي،چې په رڼا کې کمی نه راځي بلکه وړانګې په غوړیدو او  مخ په پراخیدو وي.     

نور بیا...



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd October, 2017