تفصیل | شهادت 

22nd October, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د یتیم غږ : زما د مور درواغ

ژباړه . محمدعلي عمري

2017-06-16

زما داستان له ماشومتوب څخه پيل کيږي  دکورنۍ يو ماشوم وم، او ډيرزيات فقير ومه خالي لاسه اوهیڅ کله مې بشپړه غذا نه ده خوړلې په ورځ کې به مې دومره وريجې لاس ته راغلې چي دخپلې لوږې مخه به مې باندې ونيوله مورمې خپله برخه هم ماته راکوله يعني له خپل غاب څخه به یې زما په غاب کې راتوي کړې او وبه یې ويل : زما زويه وريجې وخوره، زه نه يم وږې دالومړی ځل وو چي ماته زما مور دروغ وويل.

وخت تيرشو يو څه لوي شوم زما موربه دکور کارونه تمام کړو بيا به دماهيانو دښکار دپاره هغه نَهر. ويالې. ته ولاړه چي زموږ دکور په څنګ کې وو دمورمې دا خوښه وه چي زه ماهيان وخورم ترڅو ښه لوي شم. يو ځل دخداي په مرسته سر ه وتوانېده دوه ماهيان  يې ښکارکړو په منډه کورته راغله خواړه یې برابرکړو زما څنګ ته یې دوه ماهيان کښيښودلو په خوړلو مې پيل وکړو اول ماهی  مې سوکه وخوړ مورمې په غوښه پورې هغه ذرې ټولولې چي په هډوکوپورې مښتې وې او خوړلې یې زړه مې خوشحاله وو چي دا هم په خوراک لګيا ده دوهم ماهی مې ددې مخ ته کښېښود چي وروايې خلي او وې خوري ليکن هغه یې فوراَ دستي ماته رامخته کړو او ویې ويل . وخوره زمازويه  دا ماهی هم وخوره ته نه پوهېږې چي ماته ماهی خوند نه راکوي او دا دوهم ځل دروغ ووچي مورمې راته وويل

يوڅه لوي شوم مجبوروم چي مدرسې ته ولاړشم آه په کورکې مو دومره څه نه وو چي ددرس او مدرسې  وسايل واخلم مورمې بازارته ولاړه دجامو له دکاندارسره يوې هوکړې ته ورسېده چي  يو څه جامه واخلي او کورته راشي  پرښځویې خرڅه کړي او دهغه په بدله کښي دلاس مزدوري وکړي دژمي شپې وي باران اورېدو مورمې ځنډېدلې وه زه په کورکې په انتظار وم آخر له کورڅخه راووتلم په نژدې سړکونوکې پسې وګرځېدم ومې ليده چي يو څه یې په لاس کي دي اوکورته راروانه ده ورږغ مې کړو مورې راځه کورته ولاړشو ډيرناوخته ده هوا سړه ده نورکارونه سبا ته پرېږده  وې خندل او ويې ويل زويه زما یخ نه کيږي ته کورته درځه  او دا درېيم ځل وو چي مورمې ماته دروغ وايي

دکال آخيره وه اومدرسه هم چوټۍ  کېدوته نژدې وه زه مدرسې ته ولاړم   دا دباندې په سره لمرکې ماته انتظار شوه  کله چي امتحان پاي ته  ورسېدو له مدرسې څخه راووتلم په خپله غېږکي يې ټينګ ونيولم په لاس کې يې شربت وو چي زما دپآره یې اخيستی وو چي دراوتلو پر وخت یې وڅښم ډيرتږی وم پرسرمې پورته کړو ترڅو تنده مې ختم شي  مورمې په څنګ کې نيولی وم او نوش جان نوش جان نعرې يې وهلې ددې بدن ته مې پام شو چي په خولوکې لوند وو فوراَ . دستي . مې دشربت بوتل ور وړاندې کړو او ورته ومې ويل مورې ويې چښه : زويه ته یې وچښه زه نه يم تږې . دا څلورم ځل وو چي مورمې ماته دروغ وويل

دپلار له مرګ څخه وروسته مې معاش دمور پر غاړه وو او دکور ټول مسئوليت ددې پر اوږو بار وو. غوښتل یې ټول کارونه پخپله وکړي زندګي ډېره ترخه وه زه به اکثره وخت وږی وم  اکا مو ښه سړی وو کوریې دزموږ دکورپه  څنګ کې وو ترځان زیات شوی خوراک به یې زموږ کورته را استاوه خو زموږ وضعه ورو ورو نوره هم خرابېده مورته مې نصيحت وکړو چي له يوچا سره واده وکړه ترڅو دغه ستونزه حل شي که څه هم مورمې تراوسه ځوانه وه  خو دواده تربار لاندې نه ولاړه او ویې ويل زه نور له هیچا سره محبت کول نه غواړم او دایې پنځم وار وو چي دروغ یې راته وويل

درس مې پاي ته ورسيدو او فارغ الحصيل شوم  په دې باور وم چي اوس هغه وخت دی چي مور مې هوسا او په اسراحت شي او دکور دمعاش بار پر ما کښيږدي  نوریې صحت په خطر کې وو نه یې شو کولاي چي دنورو کورونو دروازې وټکوي  سهار وختي بې ژر ژر سبزي واخيستله او په سرکونوکې به یې دخرڅلاو دپآره کښېښوده  يو وخت مې ورته وويل چي نور دا کار پرېږده نوره دا زما دنده ده چي دکور دمعاش غم وخورم  نه یې کړه خوښه او ويې ويل زويه ماته دخپل ځان په څير وګوره کمزورې نه يم داشپږم ځل ووچي مورمې راته دروغ وويل

درس مې ختم کړو او وکيل شوم  وظیفه مې پيدا کړه له يوه الماني شرکت سره ولګېدم وضعه مې سمه شوه درئیس معاوين شوم دا احساس مې کاوو چي نيک بختي مخ راګرزولی دی  په خوبونوکې مې نوی بدلون ليدو او ژوند سراسر راته خوشبخته ښکارېدو سفرونه به مې کول او له مورسره به مې تماس ونيولو چي مورې راسه له ماسره ژوند وکړه  خو دې چي نه غوښتل ما خفه کړي راته ويل بې  زويه زه له هوسا ژوند سره عادت نه يم دا اووم ځل وو چي مورمې راته دروغ وويل.

مورمې ډېره سپين سرې شوه او دسرطان ملعون په مرض اخته شوه اودا ضروري وه چي يو څوک یې ترڅنګ وي او ساتنه یې وکړي هيڅ وس مې نه وو چي هغې ته ورسم ځکه ترمينځ مو ديوه ښار فاصله وه ټول کارونه مې پرېښودو او ددې ديدار ته په منډه روان شوم ومې ليده چي دبيمارۍ پر بستر پرته وه کوم وخت چي یې زه وليدلم پرشونډویې خندا راوړله په زړه او ځيګرکي مې اور بل وو ټول اندامونه مې سوځل کېدو سخته ډنګره او کمزورې شوې وه  داهاغه مورنه وه چي ماپېژندله ترسترګومې اوښکې روانې شوې ليکن مورمې دزړه راکولو پر ځاي راغله اوويې ويل ژاړه مه زويه ز ه اصلا د درد هیڅ احساس نه کوم او دا اتم ځل وو چي مورمې دروغ راته وويل.

کوم وخت چي یې وروستي درواغ پر خوله راغلو سترګي یې پټې شوې بيا هيڅ کله نه دي روڼې شوې وجود یې ددې جهان له درد او رنځ ځخه خلاص شو …….

پاي

يادونه

داخبره ټولوهغو خلګوته کوم چي په ژوندکې دمورغوندي نعمت څخه برخمند دي ددې نعمت دې قدروکړي مخکې تردې چي باندې اوښکي توي کړي  یاد ولرئ ستاسو په خاطریې څومره درداو رنځ بارکړی وي 
له متعال خداي  څخه دهغې دپاره درحمت او مغفرت غوښتنه کوم،

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd October, 2017