تفصیل | شهادت 

22nd October, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب مجاهد امیر د باختر پوهنتون له مشر او یو شمېر استادانو سره وکتل

فرهنګي او نشراتي څانګه

2017-06-18

نن د حزب اسلامي امیر په خپل هستوګنځي کې د باختر پوهنتون له مشر او یو شمېر استادانو سره وکتل او په روانو سیاسي حالاتو، سولې، امنیت او د هېواد په اقتصادي مسایلو یې بحث وکړ.

د دغه پوهنتون مشر وویل، افغان ولس بې شمېره قربانۍ ورکړې او لا یې هم هره ورځ په سلګونو ځوانان په وینو کې رغړي، چې بندول یې باید زموږ د دولت او سیاستوالو د پلانونو په سر کې ځای ولري، ستاسو په راتګ سره موږ ډاډمن شوي یو چې ددغې کور سوځوونکې جګړې لمن به ټوله شي او سراسري سوله به رامنځته شي. ستاسو څخه غواړو چې د هېواد په ټولو ولایتونو او مرکز کې باکیفیته تعلیمي او تحصیلي مرکزونه پرانیزئ، څو هيوادوالو په فکري برخه کې وروزل شي.

د حزب اسلامي امیر وویل، له بده مرغه د څلوېښت کلنې جګړې له امله موږ ونه شوای کولی چې په تعلیمي او تحصیلي برخه کې اغېزمن کار وکړ، خو لله الحمد د راز راز دسیسو سره سره بیا هم په دې برخه کې لوېې لاسته راوړنې لرلو، ان شاالله په نیژدې راتلونکي کې به دغې برخې ته عملي کار پیل کړو. موږ فکر کوو چې افغان ولس تر هر څه وړانې ډاډمنې سولې او امنیت ته اړتیا لري، چې په دې برخه کې موږ پرېکړه وکړه چې په هر ډول قربانۍ سره کېږي موږ باید په هېواد کې د سولې او سوکالۍ لپاره کار وکړو، د همدې موخې لپاره مو د بین الافغاني سولې بهیر پیل کړ او الحمدلله د راز راز ستونزو سره سره مو وکولی شول چې دا بهیر بریالی کړو.

موږ په هېواد کې د ډاډمنې سولې او امنیت لپاره یوه جامع طرحه لرو، غواړو ټول هغه هېوادوال چې غواړي جګړه او بحران پای ته ورسېږي، د هېواد د ټولو لویو او وړو ستونزو لپاره یو اغېزمن افغاني حل پیدا شي او یو ځواکمن مرکزي دولت رامنځته شي په یوه لویه مجمع کې راغونډ کړو. موږ غواړو ټول دولتي، غیر دولتي، سیاسي، ولسي، او علمي شخصیتونه د طالبانو په ګډون په یوه لویه مجمع کې راغونډ کړو. دا مجمع به یوازې سیاسي او تبلیغاتي جنبه ونه لري بلکې په عمل کې به د تل لپاره د جګړې د خاتمې په لارو چارو او د هېواد د نورو قضایاوو لپاره د اسلام او هېوادنیو ګټو په رڼا کې پرېکړې کوي. د دې مجمع دریځ به واحد وي، اخري پرېکړې به کوي، ټول به یې د پرېکړو احترام او التزام لري. که چا یې د پرېکړو مخالفت وکړ ټول به یې په وړاندې درېږو او ملت ته به یې شوم اغراض بیانوو.

تر اوسه مو چې چا ته ددې طرحې په اړه ویلي دي، راسره منلې یې ده، هیله لرو چې نور ټول اړخونه یې راسره ومني او د سولې داعیه ملي بڼه غوره کړي. موږ د جنګ د خاتمې لپاره او د سولې لپاره د هر چا سره خبرو او صادقانه ملګرتیا ته چمتو یو، د سولې لپاره مو په دې دولت کې هېڅ برخه نه ده غوښتې، ددې سره سره چې په اوسني دولت ډیر اعتراضات لرو، خو بیا یې هم صداقانه مرستې او ملاتړ ته چمتو یو. بدیل یې نه لرو، هېچا ته به یې د ړنګولو اجازه ورنه کړو.

د یاد پوهنتون یوه استاد وویل، د هېواد او اسلام د دښمنانو دسیسې الحمدلله ناکامې شوې دي، دوی اوس هڅه کوي چې په افغان ولس کې د وروڼو قومونو ترمنځ نفاق رامنځته کړي، اوس غواړي په دې بدبختي پانګونه وکړي، چې ان شاالله دا شومه دسیسه به یې هم شنډېږي. باید فکر وکړو چې موږ ټول په یوه بېړۍ کې سپاره یو، ټول باید هڅه وکړو چې تر ساحله یې ورسوو، که لاس په کار نه شو او خپل مسؤلیت په ښه ډول ترسره نه کړو خدای مه کړه ډوبېږي.

د حزب اسلامي د امیر دفتر 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd October, 2017