تفصیل | شهادت 

22nd October, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي مجاهد امیر د ملي پرمختګ ټولنې له یو شمېر غړو سره وکتل

فرهنګي او نشراتي څانګه

2017-06-18

د حزب اسلامي امیر په خپل هستوګنځي کې د قاري امید صافي په مشرۍ د ملي پرمختګ ټولنې له یو شمېر غړو سره وکتل او د هېواد په سیاسي او ټولنیز وضیعت، سولې، امنیت او د ځوانانو په اړه هراړخیز بحث وشو.

په سر کې ددې ټولنې مشر قاري امید صافي د حزب اسلامي د سولې له بهیر څخه ملاتړ او ستاینه وکړه، چې په پوره جرئت او صداقت سره دغه بهیر ته راوړاندې شو او په خپل عمل سره یې ټول ولس او نړیوالو ته وښوده چې د افغانستان مسئله یوازې په بین الافغاني مزاکراتو او خبرو اترو حلېږي.

د حزب اسلامي امیر د دغې ټولنې له مشر او غړو څخه مننه وکړه چې د سولې ملاتړ کوئ. په وینا یې موږ تل د هېواد په هره قضیه کې خپل ځواکمن رول ادا کړی دی، غواړو په هره برخه کې فعال حضور ولرو، هېچا ته به اجازه ورنه کړو چې له ناروا لارو په نظام کې بدلون راولي، هر بدلون باید د ملت د اکثریت په خوښه او غوښتنه وي، د کابل او هرات د وروستیو غمیزو تر شا د همغه شر غوښتونکو او مفسدینو لاس ښکاري چې نه غواړي دا هېواد ارام شي، سوله په کې راشي او ډاډمن امنیت رامنځته شي. دوی وېرېږي چې که سوله او قانونیت راشي د دوی ګټې له خطر سره مخ کېږي، په جګړه او ناارامۍ کې د دوی ګټې خوندي دي. دوی په وژنو نه دي ماړه شوي، په جګړه باندې د پخوا په ډول اوس هم پانګونه کوي، د قومونو ترمنځ نفاق ته لمن وهي او له هېڅ ډول ناوړه کړنې مخ نه اړوي، ان شاالله اوس مو ملت ځیرک شوی دی، چا ته به د داسې ناوړه کړنو اجازه ورنه کړي.

زه له حزب اسلامي پرته داسې ګوند نه وینم چې ملت شمول وي، اسلام او افغانستان ته ژمن وي، د سیاست بنیاد یې پر سمتي، ژبنیو او مذهبي تعصباتو ولاړ نه وي.

د قوم شعار ورکوونکي تل فتنې راولاړوي، دا شعارونه د افغانانو فرهنګ نه دی، له بهره صادر شوي، چې باید په افغاني ټولنه کې تل مردود وي. افغانستان د ټولو وروڼو قومونو ګډ کور دی، د قومونو ترمنځ باید عدالت قایم وي، یو قوم بل سپک ونه ګڼي، بلکې ورور یې وګڼي.

که غواړئ چې ډاډمن مثبت بدلون راشي؛ باید په ګډه کار پیل کړو، د نېکو او سپېڅلو ارمانو تحقق ته باید ژمن واوسو. تر هرڅه وړاندې د جګړې بندولو ته راوړاندې شو او په ګډه د ختمولو لارې چارې ولټوو. د ډاډمنې او تلپاتې سولې راوستو ته مټې راونغاړو څو د هر ډول پرمختګ مخه خلاصه شي.

د حزب اسلامي د امیر دفتر 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

22nd October, 2017