تفصیل | شهادت 

20th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د كمكي اختر په مناسبت پيغام

ورور حکمتیار

2017-06-24

بسم الله الرحمن الرحيم 

د كمكي اختر په مناسبت پيغام 

 

فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُولُو الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُلِ ...* الأحقاف: 35 

او همغسي صبر وكړہ چي باعزمو پيغمبرانو صبر كړى. 

گرانو هېوادوالو! 

د ايمان او عزت سنگرونو مدافعينو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته 

د كمكي اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالى زموږ مؤمن ملت ته عزتمن او سوكاله ژوند او زموږ جنگځپلي هېواد ته سرلوړي او خپلواكي ورپه برخه كړي، او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د يوه واقعي اسلامي حكومت په راتلو سره زموږ د شهيدانو، غازيانو او سرلوړو مجاهدينو نېكي او سپېڅلي هيلي ترسره كړي. إن شاء الله روان دردناك حالت، جگړہ او ناامني به ډېر ژر پاى ته رسي، سرلوړي افغانان به خپل برخليك په خپله ټاكي او د خپلي خوښي نظام او صالح مشران به غوره كوي.  

له دې فرصت په استفادې سره افغان ولس او سياسي ډلو ته څو عرائض لرم: 

  • ددولتاوسياسي گوندونو مشرانو ته بلنه وركوو چي راشئ د تېرو څلورو لسيزو ترخو او خونړيو تجربو ته په پام سره نوې تگلاره او رغنده اسلوب غوره كړو، په يوه داسي جامع ملي ميثاق توافق وكړو چي د بحران لپاره افغاني حل تضمين كړي، جگړہ د تل لپاره پاى ته ورسوي، ډاډمنه صلح تأمين كړي، د زعامت ټاكل او د نظام د څرنگوالي غوراوى د ملت مسلم حق وگڼي، د پرديو د مټو، وسلو او پيسو په مرسته قدرت ته رسېدل تحريم كړو، تعهد وكړو چي له دې وروسته د قدرت د انتقال په عمليه كي نه يو څاڅكى وينه توى شي، نه وسله وكارول شي، نه ټانكونه او توپونه سړكونو ته راووځي او نه بهرنيو ځواكونو ته پر افغانستان د بريد بلنه وركړى شي. له ټولو بهرنيو ځواكونو وغواړو افغانان پرېږدي خپلي ستونزي په خپله او د پرديو له قيموميت، وصايت او وساطت پرته حل كړي.   

  • ټول بايد دا څرگند حقيقت ومني چي صلح او امنيت يوازي هغه مهال راتلى شي او جگړہ پاى ته رسېدى شي چي د افغانستان په كورنيو چارو كي د بهرنيو لاسوهني متوقفي شي، افغانان پرېښودى شي چي خپلي ستونزي په خپله حل كړي، د خپلي خوښي نظام او د اعتماد وړ صالح مشران غوره كړي، داسي عدالت تأمين شي چي نه زموږ د ټولني هيڅ توكم د محروميت احساس وكړي او نه څوك د بې ځايه او ناعادلانه برلاسي احساس.  

  • څوك چي گمان كوي له دې پرته او په بله توگه به جگړہ پاى ته ورسېږي؛ سخته اشتباه كوي. هغه هم په سختي اشتباه كي پرېوتي چي گمان كوي د روغي جوړي له يوې عادلانه او پر واقعيتونو ولاړي معاهدې پرته به له كومي بلي لاري د دوى د خوښي امنيت راشي او په اقتدار كي د دوى د پاته كېدو يا قدرت ته د رسېدو خيالي يا شيطاني هيله به ئې ترسره شي. 

  • پر ښاغلي جمهور رئيس محمد اشرف غنى غږ كوم چي د جگړي پاى ته رسېدو او ډاډمني او عادلانه صلحي د تأمين لپاره نور اغېزمن او مؤثر گامونه هم واخلي، د دولت له نورو مخالفينو سره هم د رغنده بين الافغاني مذاكراتو لار غوره كړي، هغوى ته اطمئنان وركړي چي ټولي معقولي غوښتني ئې منل كېږي، سوله ئې نه سپكاوى منل او خپل رقيب او سيال ته د تسليمېدو په معنى ده او نه له خپلو آرمانونو د تېرېدو په معنى، بلكي له روان بحران د خپل ولس او هېواد د ژغورني لپاره يو اغېزمن، عاقلانه او تاريخي اقدام دئ. 

  • دولت او مخالفين ئې بايد پرېنږدي چي دا بدمرغه جگړه چي يوازي افغانان په كي وژل كېږي دوام وكړي، د صلحي بهير د هغو له لوري يرغمل شي چي جگړو پړسولي، د پرديو د گټو لپاره نيابتي جگړہ پر مخ بيايي، لاسونه ئې د مظلومو افغانانو په وينو سره دي، جگړو د اشرافي ژوند، بنگلو، قصرونو او پرېمانه شتمنيو خاوندان كړي، د اشغال زېږنده او د بهرنيو د مټو په زور قدرت ته د رسېدو او په قدرت كي د پاته كېدو هڅه كوي او د دې پروا نه لري چي په جگړي كي افغانان مري او كور او هېواد ئې ورانېږي. 

  • د متحده ايالاتو پر جمهور رئيس ښاغلي ټرامپ غږ كوم چي د افغان بحران لپاره نوې او رغنده تگلاره غوره كړي، داسي چي جگړه ژر پاى ته ورسوي، افغانان په خپلو كي د مذاكراتو پر ټغر كښېني، د ستونزو لپاره افغاني حل ولټوي، هغه جنگ غوښتونكي بايد خپلو ناولو موخو ته ونه رسېږي چي په افغانستان كي د جنگ پر دوام او د امريكايي ځواكونو په مزيد پاته كېدو ټينگار كوي، له دغو جنگ غوښتونكو سره نه د امريكا د ملي گټو فكر شته او نه د دې پروا چي د څومره نورو امريكايانو او افغانانو ويني به په دې خونړۍ، اوږدې او بې گټي جگړي كي توئېږي، داسي تگلاره غوره كړئ چي په نتيجه كي ئې افغانان د بحران د حل لپاره د جنگ پر ځاى د تفاهم او يو بل زغملو لار غوره كړي. د افغانانو د گډي پرېكړي او توافق ننگه او ملاتړ وكړئ، نه د يوه لوري او په ځانگړې توگه د هغه لوري چي د جنگ دوام غواړي.    

  • د كابل هغو چارواكو ته چي د جنگ پر دوام ټينگار كوي او له شعارونو او اقداماتو ئې د وينو بوى راځي؛ وايو: تر كله به دې حالت ته دوام وركوئ، په قصرونو او زغره والو گاډو كي هم ځان خوندي نه گڼئ، د كابل ولسواليو ته هم په زغره والو گاډو كي نشئ تللى!! پر خپل ځان او خپل مظلوم او دردېدلي ولس رحم وكړئ، د جگړي پر دوام ټينگار مه كوئ، د نظام د اصلاح مخنيوى او د سولي د بهير شنډولو هڅه مه كوئ. راشئ په گډہ او د سالم او رغنده تفاهم له لاري روان دردناك حالت پاى ته ورسوو.  

  • ټولو ته اطمئنان وركوو چي موږ سوله غواړو، عادلانه، ډاډمنه او پتمنه سوله، د پرديو له وساطت او وصايت پرته د بين الافغاني مذاكراتو له لاري سوله، د ځان لپاره هيڅ څه نه غواړو، هم مو جهاد د الله تعالى د رضاء او د خپل ولس او هېواد د ژغورني لپاره دئ او هم مو سوله، كه پيامبر عليه السلام په مدينه كي له يهودو سره او په حديبيه كي له قريشو سره سوله نه وى كړې موږ به هم له دښمن او رقيب سره سوله نه وه كړې.  

  • حزب اسلامي ټولو ته د روغي جوړي لاس اوږد كړى، د وسله والو رقابتونو د پاى ته رسولو په موخه، غواړي د جگړو او وسله والو رقابتونو ځاى سالم او رغنده سياسي او فكري رقابتونه ونيسي، غواړي د دولت له وسله والو امنيتي ځواكونو پرته په ټول هېواد كي نه بهرني وسله وال ځواكونه وي، نه په سياسي او قومي ډلو پوري تړلې مليشې او اربكي، او نه څوك له دولتي واك او وسله والو ځواكونو د خپلو قومي او سياسي رقيبانو د ځپلو لپاره استفاده وكړي، يو ارگ وي نه دوه، هېواد يو جمهور رئيس ولري نه دوه، د قدرت مستقل جزائر ختم شي او د موازي حكومتونو ټغر ټول شي، حكومت او واك ئې د قومي او سياسي ائتلافونو تر منځ ونه وېشل شي. 

  • حزب غواړي د هر راز بهرنيو لاسوهنو مخه ونيول شي، هيڅ هېواد دا جسارت ونه كړي چي د افغانانو په كورنيو چارو كي لاسوهني وكړي.  

  • موږ ټولي هغه چاودني، نظامي عمليات د وسلو كارول په كلكو الفاظو غندو چي په ترڅ كي ئې افغانان او غير محارب انسانان وژل كېږي. د ښاغلي سراج الدين حقاني د هغه دريځ قدرونه كوو چي وئې ويل: له داسي عملياتو ډډه كوو چي په ترڅ كي ئې عام وگړو ته زيان رسي. حقيقت دا دئ چي د هغي جگړي لپاره هيڅ شرعي او عقلي توجيه نشو موندلى چي له كبله ئې غيرمحارب انسان وژل كېږي يا زيانمن كېږي، كه څه هم كافر وي؛ د يوه بې گناه مسلمان وژل او زيانمنول خو لري لري پرېږدئ. هيله ده د دولت ټول مخالفين لږ تر لږه همدا تگلاره غوره او په صادقانه توگه پرې عمل وكړي. 

  • طالبان سولي ته رابلو، دوى او هر سوله غوښتونكي ته اطمئنان وركوو چي د ټولو معقولو او شرعي غوښتنو ئې په كلكه او صادقانه ملاتړ كوو.  

  • پر ټولو قومونو او مخورو قومي او مذهبي مشرانو غږ كوم چي د سولي لپاره په گډه ملا وتړي، هر يو خپله سيمه د سولي سيمه ونوموي، د سياسي اغراضو لپاره د وسلو كارول او د وينو تويول تحريم كړي، پرېكړه وكړي چي په خپلو سيمو كي به هيچا ته د وينو تويولو اجازه نه وركوي، د افغانانو تر منځ د ناروا خپلمنځيو جگړو ټغر د تل لپاره ټولوي.  

  • د كابل په اوسني حكومت كي د مشاركت شوق نه لرو، په حكومت كي يوازي هغه مهال شركت كوو چي فقط له همدې لاري خپل ايماني مسئوليتونه اداء كولى او خپل ولس او هېواد ته خدمت كولى شو. له اوسني حكومت سره د جگړي په پاى ته رسولو او عادلانه صلحي په تأمين كي هر راز صادقانه ملتيا ته چمتو يو. 

  • د تېرو څلورو لسيزو پېښو وښوده چي زموږ ملت د هيچا زور ځواك ته د تسليمېدو پېغور نه مني، پر خپل ايمان، عزت او خپلواكۍ سودا نه كوي، تر ذلت او غلامۍ عزتمن مرگ او د الله په لار كي شهادت سل ځله غوره گڼي.  

  • افغان ولس بايد مطمئن وي چي إن شاء الله د جگړي او ناامنيو دا توره شپه به حتماً او ژر پاى ته رسي او په راتلونكي كي به تل په خپل هېواد كي د بشپړ امن، د ملت د خوښي اسلامي نظام او د ولس ديني او ملي ارزښتونو ته د ژمن حكومت شاهد وو.

  • و ما ذلك على الله بعزيز 

 

بريالي دي وي افغانان 

سرلوړى دي وي افغانستان 

حكمتيار 

د 1396 كال كمكى اختر 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2017