تفصیل | شهادت 

20th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

دشوال میاشت شپږ روژې : وروستۍ برخه

احمد الله عاطفي

2017-07-11

 

   دشوال میاشت روژې کله ونیول شي؟

دحضرت امام شافعي،حضرت اسحق، حضرت ابن مبارک او ... په نزد مستحب دی چې دشوال شپږ ورځې روژې دمیاشت په اولو ورځو کې ونیول شي، ددوې دلیل دسید نا حضرت ابو هریره(رضی الله عنه) روایت دی: قال رسول الله صلَّى الله عليه وسلَّم : مَن صام ستةَ أيام بعد الفطر متتابعة، فكأنَّما صام السنة كلها.(رواه الطبراني و...)

همدا قول یوشمیر حنبلي امامانو او امام نووي(رحمهم الله) اختیار کړی او زیاتوي چې غوره او مستحب دی چې دشوال میاشت په لمړي سر کې دا روژې ونیول شي، خو دجواز لپاره ئې د ټول میاشت ورځې صحي دي .( المجموع: شپږم جلد، ۲۲۷ مخ)

دیوشمیر بزرګانو په قول، چې په هغوکې حضرت معمر، عبد الرزاق او عطا هم برخه لري فرمايې: داختر ورځ دخوراک او څښاک ورځې دي، غوره دی چې دشوال شپږ ورځې روژې د ایام البیض نه وړاندې او وروسته ونیول شي.

همدا راز داکثرو علماوو قول دی:  دفطر اخترپه دویمه ورځ روژه نیول کراهت نه لري.

دحضرت امام احمد بن حنبل، حضرت وکیع او یوشمیر نور بزرګانو قول: دمبارک حدیث په الفاضو کې ټاکلي نیټه نشته متابعت په ټوله میاشت کې صحت پیداکوي.(الفروع: پنځم جلد، ۸۵ مخ)

حضرت امام قرطبي فرمايې: ځینوعلماوودسهولیت لامله دشوال میاشت غوره کړې ده، که نه دثوابونو زیاتوالی دشوال میاشت سره نور میاشتې توپير نه لري، او همدا راز د سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) مبارک حدیث چې حضرت ثوبان (رضی الله عنه) روایت کړی، په هغه کې دشوال میاشت قید نشته بلکه  مطلق یادونه شوي، کما قال النبي صلَّى الله عليه وسلَّم: من صام ستة أيام بعد الفطر.

 والله اعلم...

په دي اړوند لمړی مسئله:

غوره دی چې دشوال میاشت روژې  پرته له ځنډه ونیول شي، ځکه دخیر او نیکیو په تر سره کولوکې تاخیر نه دی پکار او نه په ژوند اعتبار شته.

 که په کوم بنده درمضان دمیاشتي روژې قضأ وي دی به څه کوي ؟

 اول به دقضأ روژې نیسي که دشوال دمیاشتي شپږ ورځې روژې؟

درمضان میاشت روژې فرض دي او همدا راز قضأ ئې هم فرض دی او دشوال میاشت شپږ ورځې روژې نیول سنت دي.

دقضأ ورځو راګرځول ټاکلي نیټه نه لري اونه ئې وخت محدود دی، خو دشوال روژې وخت همدا دشوال میاشت ښودل شوي، چې فوت شوي قضأ نه لري.

غوره او بهتره دادی چې بنده لمړی دقضأ شویو روژو په نیول کې هڅه وکړي، ځکه قضأ فرض دی، دفرضو پوره کولو وروسته سنت او نفل کول غوره دي.

کوم بنده چې دشوال په میاشت کې دقضأ روژې  ونیولي او هم دشوال میاشت شپږ ورځې روژې، ده دثوابونو اعلی معیار تر لاسه کړ، که دچا څخه وخت دلاسه لاړ او یا ئې توان نه و، ده بنده دشوال میاشت کې دقضأ شویو روژو شمیر پوره کړ، نو ان شأ الله ، دی به دوه ګټې وکړې یو داچې قضأ روژې پوره شوې او دویم داچې دشوال دسنتو روژو له فضیلته به هم برخمن وي ان شآ الله، خو په یاد ولرئ چې دقضأ او نفلي روژې نیت سره ګډیږي نه. 

که کوم بنده درمضان میاشت دروژو په  متابعت سره دقضأ شویو روژو شمیر پریښود او لمړی ئې دشوال میاشت  ۶ ورځې روژې ونیولي او قضأ شوي روژې ئې دکال نورو میاشتو او یا هم دشعبان میاشت ته پریښودل دا هم صحي دی، ځکه داُم المومنین سیده عایشه صدیقه(رضی الله عنها) نه روایت شته چې فرمائې مونږ به دقضأ شویو روژو شمیر دشعبان په میاشت کې پوره کولې.

همدا قول د البجیر هم دی،چې په حاشیه دالخطیب(دویم جلد، ۳۵۲مخ) کې  لیکلي: دشوال دروژو مقدم والی په قضأئې روژو باندي غوره او دحدیث دلارښوونو سره برابردی.

دنفلي ،سنت او قضأيې روژو په نیولو کې دعلماوو بیلا بیل قولونه: د حنفي علماوو په نزد تطوعي روژې له قضأيې روژو ئې وړاندې نیول روا دي،دلیل دادی چې دقضأ شویو روژو دنیولو معینه نیټه نه دی ورکړل شوي خو غوره دی چې په نیولو کې بیړه وشي او هم دراتلونکې رمضان میاشت له رسیدو وړاندي قضأيې روژې ونیول شي.

همدا راز دجمهورو علماوو قول: سره له کراهیته دتطوعي روژونیول  په قضأيې روژو ئې مقدم کول روا دی.

 همدا قول دشافعي مذهب او هم دمالکي مذهب دلارویانو او اکابرینو دی.

دحنابله وو په نزد ،تطوعي روژې لمړي نیول په قضأيې روژو نه دی صحي بلکه  ورته حرام وايې.

والله اعلم...  

 

 


د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2017