تفصیل | شهادت 

20th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د پکتیا یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو د حزب اسلامي له امیر سره وکتل او د سولې له بهیر نه یې ملاتړ وکړ:

فرهنګي او نشراتي څانګه

2017-07-10

په دغه لیدنه کې چې د حزب اسلامي د امیر په هستوګنځي کې وشوه د پکتیا ولایت یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو د حزب اسلامي د سولې بهیر وستایه او هغه یې په هېواد کې د سولې او سوکالۍ پیلامه وباله، همداراز په خپلو سیمو کې یې د سولې او امنیت په راوستو کې د ګړندیو هڅو ژمنه وکړه.

د حزب اسلامي امیر د تاریخ په اوږدو کې د هېواد د خپلواکۍ، سولې او یوالي لپاره د لویې پکتیا د غرتي ولسونو هڅې وستایلې او هیله یې څرګنده کړه چې د لویې پکتیا ځواکن قومونه لکه ځاځي، منګل، زدران، تڼي او نور به په خپلو سیمو کې به د امنیت ټینګولو لپاره ولسي تړونونه وکړي څو په دغو سیمو کې ډاډمن امنیت او سوله راشي. د ځاځي میدان سمیه چې د هېواد تر بلې هرې سیمې په کې د قومي تړون په بنسټ ډاډمن امنیت تأمین شوی دی د بېلګې په توګه یاده کړه چې د لویې پکتیا ټول ولسونه د دغې سیمې د غیرتي ولس په پلونو روان شي او خپلو سیمو ته د امنیت او سولې نعمتونه ډالۍ کړي.

د لویې پکتیا مخورو قومي تړونونه په سیمه کې د امنیت او سولې په راوستو کې اغېزمن وبلل او هیله یې څرګنده کړه چې قومونه به په خپلو کې په دې مهمه چاره کې لاس په کار شي څو خپلو سیمو ته ډاډمن امنیت چې په دغه سیمه کې د هر کور او فرد غوښتنه ده، راولي.

د حزب اسلامي د امیر دفتر 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2017