تفصیل | شهادت 

19th September, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د خروټو سراسري قومي شورا د سولې او امنيت په ټينګښت کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه:

دح ا د فرهنگی کمیسیون ریاست

2017-07-11

د خروټو سراسري قومي شورا د حزب اسلامي له امير سره په کتنه کې د سولې له پروسې څخه خپل ټينګ ملاتړ څرګند کړ او په دې برخه کې يې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

په دې کتنه کې څو تنو د خروټو قوم په استازيتوب ښاغلي حکمتيار ته هرکلی ووايه او د سولې له بهير سره د هغه يو ځای کېدل يې يو ښه زيری وباله.
دوی د حزب اسلامي مشر ته په خطاب کې وويل، تاسو ددې هېواد ملي رهبر ياست او د افغانستان خلک د سولې، ثبات او امنيت په ټينګښت کې ستاسو اغيزمن رول ته سترګې په لاره دي.
د خروټو قوم مشرانو دا هم وويل، چې خروټي ډیر زيات علمي کدرونه لري او غوښتنه يې وکړه چې دوی ته دې د کار مناسب شرايط او فرصتونه برابر شي.
دوی د حزب اسلامي له مشر نه وغوښتل چې په راتلونکې کې هم د خروټو قوم سره دوامدارې ناستې او مشورې وکړي او د دوی طرحې او نظریات دې واوريدل شي.
په دغه کتنه کې د حزب اسلامي امير د خروټو قوم له ملاتړ نه مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د هېواد روان دردناک حالت به ژر پای ته ورسيږي.
د حزب اسلامي مشر زياته کړه په اوسنۍ جګړه کې يواځې افغانان وژل کيږي، د افغانانو کورونه ورانيږي او دا جګړه د پرديو لخوا په افغانانو تپل شوې ده، نو ځکه بايد ددې جګړې په مخنيوي کې ټول افغانان يو بل ته لاسونه ورکړي.
نوموړي د خروټو له قوم څخه وغوښتل چې خپل ټول پام سولې ته واړوي او په جګړه کې برخه وانخلي او له جنګي ډلو سره اړيکې هم و نه ساتي.
ښاغلي حکمتيار وويل، سوله وړيا په لاس نه راځي، بلکې قرباني غواړي او هغه څوک دې هدف ته رسيدلی شي چې قربانۍ ته چمتو وي.
د حزب اسلامي امير زياته کړه، که د افغانستان ټول قومونه د جګړې د پای ته رسولو هوډ وکړي، نو دا جګړه پای ته رسېدلی شي او ټول افغانان بايد د سولې په راوستلو کې هلې ځلې وکړي. پای



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2017