تفصیل | شهادت 

19th September, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي له امیر سره د نیازیو سرتاسري شورا مشرانو لیدنه

فرهنګي او نشراتي څانګه

2017-07-12

د حزب اسلامي امیر نن په خپل هستوګنځي کې د نیازیو قوم د سرتاسري شورا د علماوو، مشرانو، مخورو او ځوانانو سره وکتل او په هېواد کې یې په سولې، امنیت او ټولنیزو مسایلو خبرې وکړې.

د نیازیو قوم مشرانو د حزب اسلامي څخه ملاتړ اعلان کړ او د حزب اسلامي د سولې بهیر یې د مظلومو هېوادوالو غوښتنه وبلله. دغو مشرانو په خپلو خبرو کې وویل، موږ د حزب اسلامي په عالم، مجاهد او مدبر رهبر پوره باور لرو چې د جهاد په ډول به د سولې او ورورولۍ په برخه کې هم قربانۍ او نوښتونه وکړي، په هېواد کې به د ډاډمن امنیت لپاره لارې خلاصې کړي او دا مظلوم ولس به د ښېرازۍ، خپلواکۍ، ملي یوالي او پرمختګ په لور ګامونه واخلي. نیازي قوم چې د هېواد په مختلفو ولایتونو کې مېشت دی شمېر کابو پنځوسو زرو کورونیو ته رسېږي په یوه غږ ستاسو د سولې او پخلاینې له بهیر په ټینګه ملاتړ کوو او ژمنه کوو چې په دې لاره کې به درسره ملاتړي وو، دې هدف ته د رسېدو لپاره به په خپل قوم کې کار کوو او هر ډول قربانۍ ته تیار یو.
د حزب اسلامي افغانستان امیر د نیازيو غیرتي او په هېواد مین قوم وباله، په جهاد او دعوت کې یې ددې ویاړمن قوم هڅې او ونډه وستایله په وینا یې د نیازیو قوم د نورو زرګونو شهیدانو او اتلانو تر څنګ څو لوی شخصیتونه لري لکه شهید عبدالرحیم نیازي، شهید غلام محمد نیازي، شهید مولوي صاحب حبیب الرحمان نیازي او شهید عبیدالله نیاري، چې د هېواد په اسلامي نهضت کې یې بنسټیز رول لوبولی دی او په تاریخ کې یې له همتونو او سرښندنو ډکې کارنامې په زرینو کرښو لیکل شوې دي. دا قوم د هېواد په مختلفو ولایتونو کې مېشت دی، که د سولې او امنیت په راوستو کې هڅې وکړي له شک پرته چې لوی بدلونونه راوستی شي. هیله ده نیازي قوم هم د سولې او امینت په راوستو کې قومي تړون وکړي چې له دې وروسته به زموږ په سیمه کې څوک جګړه نه کوي، امنیت به راولو او په جګړه ټینګار کوونکي به له قوم او سیمې وباسو. هیله ده نور قومونه هم ورته تړونونه وکړي او په خپلو سیمو کې په امنیت راوستو کې قومي پرېکړې وکړي څو د خپلو مظلومو هېوادوالو یوازینۍ غوښتنه چې سوله او ډاډمن امنیت دی ترسره شي.
د حزب اسلامي د امیر دفتر 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2017