تفصیل | شهادت 

20th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

يوسفزیو قوم شورا او مشرانو له دروند امیر ورور حکمتیار خپل ملاتړ په هر ډګر کی اعلان کړ.

دح ا د فرهنگی کمیسیون ریاست

2017-07-13

حکمتيار : که علمأ يو موټی شي نو د جګړې مخنیوی هم کيدای شي
د حزب اسلامي مجاهد امير انجينر ګلبدين حکمتيار د پنج شنبه په ورځ د يوسفزیو سرتاسري شورا له غړو سره په کتنه کې د قومي مشرانو او علماوو ترمنځ په يووالي ټينګار وکړ.
د حزب اسلامي مشر وويل، که علمآ خپلو د یني مسؤليتونو ته متوجه شي او د افغانستان په مسایلو کې فعال حضور ولري، نو د جګړې په پای ته رسيدو او د ناخوالو په مخنيوی کې تر ډيره مرسته کولی شي.
نوموړي زياته کړه چې په اوسنيو شرايطو کې د علماوو يووالی ډير اړین دی او که دوی يو موټی شي نو ټول ملت به يې تر شا ودريږي.
د حزب اسلامي امير د جهاد په کلونو کې د يوسفزيو قوم سرښندنې وستايلې او غوښتنه يې وکړه چې د سولې په ټينګښت کې هم د حزب اسلامي تر څنګ و دريږي.
حکمتيار زياته کړه اوسنۍ جګړه د افغانانو په زيان ده او د پرديو د ګټو لپاره پر موږ تپل شوې ده، نو د يوسفزيو قوم بايد پريکړه وکړي چې په جګړه کې برخه نه اخلي او د جګړې په پای ته رسولو کې به مرسته کوي.
د ښاغلي حکمتيار په وینا ځينې ډلې اوس هم د جګړې پر دوام ټينګار کوي او جګړه کې خپلې ګټې لټوي، خو افغانان له دې حالت نه ستړي دي او د جګړې پای ته رسول غواړي.
نوموړي د يو سفزیو قوم له مشرانو وغوښتل، چې د يووالي لپاره کار وکړي، جګړه وغندي او د افغانستان د ښې راتلونکي لپاره زيار وباسي.
د حزب اسلامي امير زياته کړه ((سوله امن او عدالت زموږ شعار دی او هڅه کوو چې خپل هېوادوال له دې دردناک حالت نه وژغورو.))
په دغه کتنه کې حاجي عبدالاکبر يوسفزي او احمد ولي یوسفزي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د حزب اسلامي له مشر څخه يې خپل ټينګ ملاتړ څرګند کړ.
حاجي عبدالاکبر يوسفزي د ښاغلي حکمتيار څخه وغوښتل، چې د سولې د ټينګښت لپاره خپلې هڅې زياتې کړي او وسله وال طالبان هم سولې ته وهڅوي.
نوموړي د حزب اسلامي مشر د ملي قائد په توګه ياد کړ او زياته يې کړه د يوسفزيو قوم ستاسو تر مشرۍ لاندې هرې قربانۍ ته چمتو دی .
دوی هيله څرګنده کړه چې د سولې له پروسې سره د حزب اسلامي يوځای کېدل په هېواد کې د ثبات او ټولنيز پرمختګ لامل وګرځي.

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2017