تفصیل | شهادت 

19th September, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

له تورې بوړې تر ایبټ آباده د یو تخیلي داستان څو واقعي اړخونه:دوهمه برخه

عبدالله حبیب

2017-07-16

د حکمتیار په اړه لیکل شوي متناقض او غیر منطقي تورونه:

الف ـ زما د معلوماتو پر بناء اسامه، ایمن الظواهري، ابوالغیث، احمد او ورسره نور ملګري هغه مهال چې لمړی په کندهار کې او بیا په کابل کې د طالبانو له ملاتړ او په ځانګړې توګه نظامي حمایت څخه ناهیلي شول او په خپل یو شخصي موټر کې یې د ننګرهار پر لور هلته او په توره بوړه کې د خپلو عربو جنګیالیو خواته حرکت وکړ، تورې بوړې ته ورسیدل او هلته له میشتیدو سره یې موقعیت معلوم شو او د امریکایي الوتکو د پرله پسې او دوامداره بمبارد نه سخت تنګ شول او ورو ورو د ځمکې له خوا هم تر محاصرې لاندې کیدل او په ټوله کې د طالبانو د پاشل شوي سیاسي او نظامي حمایت نه په بشپړ ډول ناهیلي شول نو د کنړونو پر لور یې مخه کړه او د حزب اسلامي د اتلو مجاهدینو دغه تاریخي سنګر ته یې پنا وروړه چي د حکمتیار له لوري یې زیات هرکلی او درناوی وشو، د حکمتیار په مرسته تر پټنځایونو ورسیدل، د حکمتیار په لارښوونه یې میشت ځایونه غوره او وخت پر وخت د نوموړي په هدایت له یوه ځایه بل او له هغه ځایه بل ځای ته رد او بدل شول.

اوس نو په داسې حال کې چي کنړونه د شا اوخوا دوه نیمو لسیزو لپاره د حزب اسلامي د نظامي ځواک د ماته نه منونکي سنګر په توګه مشهور وو او په هره دره، تپه، سمه، غر او شیله کې یې د کشمیرخان په څیر نومیالي او نه ماتیدونکي اتلان پراته وو څنګه پر حزب او حکمتیار د بې باورۍ په فضا کې اسامه خپل امن او خوندي پټنځای ټآکلی شوای؟؟! او په داسې حال کې چي د حکمتیار سره د عربو مجاهدینو او شیخ اسامه شناخت د طالبانو په پرتله کلونه ـ کلونه سابق وو او د حکمتیار د شخصیت ، فکر، دریځ او مجاهدې په اړه یې بشپړ معلومات لرل.
ب – په داسې حال کې چي عربو مشرانو لکه عبدالله عزام شهید، اسامه شهید ، ایمن الظواهري، ابولغیث او .... کله هم د لمانځه د امامت لپاره تر حکمتیار نه دي وړاندې شوي او تل به یې د حکمتیار په امامت باندې ټینګار کاوه څنګه ممکنه وه چي د حکمتیار سره دې اسامه او الظواهري د امارت پر سره لانجه رامنځ ته شي؟؟ او په داسې حال کې چي حکمتیار د افغانستان د جهاد ملي رهبر وو او دغه مشري یې تر بل هر چا زیاته عربو مجاهدینو درک او منلی وه او په داسې حال کې چي شیخ اسامه په کنړونو کې د حکمتیار ځانګړی میلمه او له بهرنیو اشغالګرانو څخه را تښتیدلی او له اصلي کوربنو څخه ناهیلی شوی او پټ شوی مسافر وو او یوازې څلور یا پنځه تنه ملګري ورسره وو څرنګه او د کومې موخي لپاره د حکمتیار سره د هغه په کور کې د امارت پر سر لانجه کوي او حکمتیار یې په وړاندې جدي غبرګون ښیي، ګوتڅنډنه ورته کوي او پري ور غورځي؟؟
ج ـ آیا کوم نسبي عاقل انسان به هم دا ومني چي د حکمتیار او اسامه ترمنځ ژور خوابدون او یو پر بل د سختي بي باورۍ په شتون کې دې حکمتیار عمداً او تکراراً له خپل استوګنځي را لري د اسامه د استوګنځي تر خوا په ثریا تليفون کې اوږدې ـ اوږدې خبري درلودلي وي ؟؟ ماته خندونکي ده چې طالبانو او په ملاتړ یې پاکستان او بهرنیانو ته چې بیایې هم پاکستان ملاتړی وو د حکمتیار په هومره مهموالی سربیره به هغه په دومره بې باکۍ سره په سټلایت باندي خبري کولي، هغه آله چي په ټوله مانا د امریکایانو په واک او اختیار کې ده؟؟ او که احیاناً دا ومنو چي حکمتیار په سټلایټ کې خبري کولي نو دا څنګه ومنو او په کوم دلیل یې عقل ته ور مخکي کړو چي حکمتیار به د اسامه سره د ژور اختلاف سربیره د هغه د استوګنځي په خواکې خبري کولي؟ دا خبري به ولې او د څه لپاره د اسامه استوګنځي ته څيرمه کیدلي؟ د حکمتیار به پکې هدف څه وو او آیا حکمتیار په خپله پنځوس کلنه مبارزه کې داسې کوم ماشومانه عمل ترسره کړی؟ که فرض کړو چي حکمتیار د اسامه خلاف کومه لوبه په لار اچولي وه نو آیا دا به منطقي او عقلاني وه چي په پټه ترسره شي او یا دا چي عمداً د هغوی په څنګ کې او د هغوی د سترګو په وړاندي او په داسې حال کې چي اسامه به بار ـ بار هغه له دې کاره منع کولو او د نوموړي دغه عمل سخت اندیښمن کړی وو!! او بل دا چي که حکمتیار خدای ناخواسته د اسامه خلاف کومه کړنه کولای نو آیا د ثریا یو ځل تماس کافي نه وو او آیا دغه کار یوازي د څو دقیقو او ساعتونو په ترڅ کې نشو ترسره کیدای، آیا د اسامه د له منځه وړلو لپاره څو دقیقې یا ساعتونه کافي نه وو او آیا حکمتیار هلته د خپل نظامي قوت په مرسته د دریم اړخ له مداخلي پرته دا کار نشو ترسره کولای؟؟! څه اړتیاوه چي حکمتیار له اسامه سره تر لفظي شخړو او فکري اختلاف وروسته د هغه کوټې ته ساعت ته ورته شی د سوغات په توګه ور وړي؟ آیا داسې یوه ادعا د مورخ او لیکوال لپاره حماقت نه دۍ؟ څرنګه ممکنه ده چې په یو کړکیچن، متشنج او بې باوره حالت کې به حکمتیار داسې ماشومانه عمل ترسره کولو؟ او آیا حکمتیار به د کنړونو په غرونو کې د هرې لحظې احتمالي خطر سره ـ سره د ډالیو ورکولو لپاره مجال موندلی وی په ځانګړی توګه د نړۍ تر ټولو مشهور او مطلوب شخص ته یو اوسپنیزه او الکترونیکی آله چې په نورمال حالت کې او د عادي اشخاصو ترمنځ په تعاطي کې هم باور نشي پري کیدای! او آیا اسامه ته تر شکمن کیدلو وروسته دا لازمه نه وه چي حکمتیار ته د هغه د ډالۍ ردولو او کنایي الفاظو له کارولو تیر شي او په تدبیر سره ډالۍ له منځه یوسي، له غره نه یې ښکته خطاکړي او له شره یې ځان خلاص کړي او آیا په داسې یو حساس حالت کې همدا کار عقلاني نه وو !! او که واقعاً هم شیخ اسامه د حکمتیار ډالۍ په داستان کې د ذکر شوي کیفیت سره مل بیرته حکمتیار ته ور ګرځولی وای نو آیا حکمتیار به دا کار د سِر افشا کیدل نه وای ګڼلي او فورا به د متعاقب تدبیر په لټه کې تر دې هم وړاندې نه وای تللی، هغه چي په عسکري او استخباراتي معاملاتو کې یو لازمي امرګڼل کیږی!؟ زه افسوس کوم چې لیکوال د حکمتیار او اسامه ترمنځ د مراوداتو او معاملاتو ترسیمولو پرمهال له هیڅ تدبیر نه کار نه دئ اخیستی او پرته له دې چي د څو لحظو لپاره د حکمتیار او اسامه مواقف او رول تمثیل کړي او د هغوی له عقلاني او تجربې کچې سره متناسب الفاظ، عملونه او عکس العملونه سنجش، محاسبه او ترسیم کړي، د خپل ناقص عقل پر مقتضي یې ډیر ماشومانه تصورات ترسیم کړي، حکمتیار او اسامه یې ډیر واړه ماشومان ارزولي، ترجګړي او بد بینۍ وروسته حکمتیار اسامه ته یو ناآشنا آله ډالۍ کړي او اسامه یې په وړاندې یو جدي غبرګون ښوولی، رد کړې یې ده او بیرته یې هغه ته په لاس ورکړي؟!! په داسې حال کې چي اسامه پاکستان ته د تللو پرمهال له حکمتیار نه اجازه اخلي او حکمتیار په تکرار سره پاکستان ته نوموړی له تلو څخه منع کوي خو ښاغلی لیکوال لیکي چي: حکمتیار له اسامه وړاندې پاکستان ته وکوچید او څه موده وروسته یې اوسیدنځایونه هم بمبارد شول!! یو څوک دې لیکوال خبر کړي چي اسامه او ملګرو یې پاکستان ته دتګ په اړه حکمتیار ته وویل او وروسته تر هغه چي حکمتیار یې پر خلاف قناعت ورنشو کړای د خپلو مجاهدینو په مرسته یې د پاکستان تر ټاکل شوو سرحدي سیمو پوري ورسول او پدې توګه یې خپله میلمه پالنه ترسره کړه، چې وروسته حکمتیار لغمان کې تر را څرګندیدو پوري په کنړ او کنړ ته ورته سیمو کې پاتي شو.
که څه هم ما لیکنه یوازې یو ځل د لوستونکي په توګه ولوستله او د پورته تناقضاتو او افترااتو له موندنې وروسته مي دومره خوا ترې توره شوه چي د نقد کونکي په توګه مي د دوهم ځل لوستلو سره هیڅ علاقه نه پیداکیدله نو بناء د لیکنې د ژور او هر اړخیز نقد څخه د پاتي راتلو له وجې له لوستونکو څخه بښنه غواړم.  
د ابوحامد پر لیکنه او د ملا ثاقب پر ژباړه د پورته کرښو لیکلو ته د زیاتو بوختیاوو سره ـ سره زما پام او لومړیتوب ممکن د اسلامي نړۍ د دوه سترو، پیژندل شوو او منل شوو شخصیتونو ګلبدین حکمتیار او شهید اسامه بن لادن ته د ځانګړي درناوي او عقیدت له وجې وي کوم چي متاسفانه لیکوال او محرکینو یې لومړي ته په ډيره ناځوانۍ سره د تورونو او تهمتونو رنګ ور پاشلی او دوهم یې هم په ضمني ډول سخت جرحه کړی دئ.
ما دیو مسلمان په توګه او په بشپړه بې طرفۍ سره د خپلو معلوماتو پر بنا خپل لید او نظر درسره شریک کړ، هیله کوم چي د نن ټکي آسیا محترم مسوولین یې د صداقت په کمال سره له خپلې پاڼې نشر، ژباړن او د هغه په ذریعه یې تر لیکواله ورسوي ترڅو نوموړي ته د هغه د دغه ستر او تاریخي کذب په اړه یو اخلاقي تذکر شي.  
درنښت
 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2017