تفصیل | شهادت 

18th August, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د کرنې وزارت منسوبینو د حزب اسلامي له مجاهدامير او ملی قائد سره وکتل:

د ح ا ا د فرهنگی چارو ریاست

2017-08-07

د کرنې وزارت يو شمېر منسوبینو د دوشنبه په ورځ د حزب اسلامي افغانستان له امير انجينر ګلبدين حکمتيار سره په کتنه کې ددې ګوند اوسنۍ تګلاره وستايله او د سولې له پروسې څخه يې خپل ټينګ ملاتړ څرګند کړ.

په دې کتنه کې د کرنې وزارت د پاليسۍ برخې سلاکار ډاکتر غلام حضرت حليمي د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د سولې له بهير سره د حزب اسلامي افغانستان د يو ځای کېدو هرکلی يې وکړ.
نوموړي وويل، د حزب اسلامي سياست يو ملي سياست دی، د افغانستان اکثريت خلک ستاسو د تګلارو ملاتړ کوي او تاسو ته ډيرې هيلې لري.
ښاغلي حليمي زياته کړه، په اوس وخت کې زموږ مهم لومړيتوب بايد دا وي چې څنګه خپل هېواد د پرديو له مداخلو وژغورو او خپل منابع په خپل واک کې واخلو.
ورپسې د حزب اسلامي مشر هغوی ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، په هېواد کې د روان دردناک حالت په پای ته رسولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې افغانان نور د جګړې دوام نه غواړي.
ښاغلي حکمتيار وويل، ملت له جګړې کرکه لري، سوله غواړي او له هغو ډلو څخه ملاتړ نه کوي، چې جګړې او تار تريخوالي ته لمن وهي.
د حزب اسلامي مشر وويل، سره له دې چې ددې نظام ملاتړ کوو، کافي ملاحظات هم لرو او ملاحظات مو د کارونه د بهبود او اصلاح لپاره دي نه د امتيازاتو ترلاسه کولو لپاره.
نوموړي زراعت د افغانستان يو مهم سکتور وباله او د کرنې وزارت له منسوبینو يې وغوښتل چې دې برخې ته خپله پاملرنه زياته کړي.
د حزب اسلامي امير وويل، افغانستان د اوبو او معدنونو له پلوه تر ټولو غني هېواد دی، او هيله يې څرګنده کړه چې د جګړې په پای ته رسېدو سره له دې منابعو سمه استفاده وشي. پای

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست
مطبوعاتي څانګه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th August, 2017