تفصیل | شهادت 

18th August, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي امیر د نورستان ولایت له یو شمېر مخورو سره وکتل :

د ح ا ا د فرهنگی چارو ریاست

2017-08-08

د ډاکتر عبیدالله په مشرۍ د نورستان ولایت یو شمېر قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو د حزب اسلامي له امیر سره په لیدنه کې د خپل ولایت او ولس په استازیتوب خپل ملاتړ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې د نورستان ولس د حزب اسلامي سره په هر ډول شرایطو کې ولاړ و، په ناچیزو امکاناتو یې جهاد پیل کړ او په دې لاره کې یې بې شمېره قربانۍ ورکړې. دوی وویل، موږ د خپل قوم په استازیتوب تاسو ته د خپلې ژمنې د بیا تازه کېدو لپاره راغلي یو. حزب اسلامي مو کور دی، ستاسو په راڅرګندېدو د زړه له تله خوښ یو، د سولې لپاره مو نوې هیلې راټوکېدلې دي، هیله مو ده چې د جګړې د ختمېدو، سولې او سوکالۍ لپاره ګړندي ګامونه اوچت شي.

دوی وویل، حزب اسلامي او امیر یې زموږ په قوم کې ډېرې ژورې رېشې او پیاوړی محبوبیت لري، راغلي یو چې یو ځل بیا ژمنه وکړو چې هر ډول قربانۍ ته تیار یو، په هر ډول شرایطو کې به ستاسو تر څنګ ولاړ وو او حاضر یو چې د سولې او امنیت لپاره ستاسو د پرېکړو ملاتړ وکړو.

د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار وویل، د نورستان مېړنی ولس د جهاد په ډګر کې مخکښ و، زما ښه په یاد دي چې د نورستان عزتمنو او غیرتي خویندو به خپلې ګاڼې خپلو مجاهدینو ته ورکولې او دوی به په اخور دره کې خرڅولې او د جهاد لپاره به یې وسلې او مهمات پرې اخیستل. د نورستان وروڼو او خویندو د اسلام او هېواد په وړاندې خپل مسؤلیتونه په ښه ډول ترسره کړي دي.

د حزب اسلامي امیر زیاته کړه، زموږ په وړاندې مهمه مسئله د جګړې ختمول او سوله راوستل دي. د دې لپاره مو هر اړخیز کار پیل کړی دی، د افغانستان له فرد فرد نه په ټینګه غواړو چې د جګړې په ختمولو کې راسره همغږي شئ، څو سولې او سوکالۍ ته ورسېږو. ډاډه یو چې د الله عزوجل په مرسته به د سولې په وړاندې هر ډول خنډ له منځه ځي، ملت رابیدار شوی دی، نور نه غواړي چې څو منفور، سپېره او د پردیو د ګټو ساتونکي غلامان د دوی په سر لوبې وکړي. وروستیو پېښو او مظاهرو وښوده چې ولس نور د دغو منفورو څېرو تر شا نه ودرېږي، حزب اسلامي د سولې او هېواد ژغورنې لپاره ملي محور شوی دی او د ولس پراخ ملاتړ له ځانه سره لري، ټول به په ګډه د همدې محور د پیاوړي کولو له لارې سولې او سوکالۍ ته رسېږو.

د حزب اسلامي د امیر دفتر – فرهنګي او نشراتي څانګه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th August, 2017