تفصیل | شهادت 

24th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د دستوخېلو قوم یو شمېر قومي مشرانو د حزب اسلامي له امیر سره وکتل:

فرهنګي او نشراتي څانګه

2017-08-08

د دستوخېلو قوم یو شمېر قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو د حزب اسلامي له امیر سره په لیدنه کې د خپل قوم په استازیتوب د حزب اسلامي سره خپل ملاتړ څرګند کړ او زیاته یې کړه چې موږ د خپل قوم په استازیتوب تاسو ته د خپلې ژمنې د بیا تازه کېدو لپاره راغلي یو. دوی وویل، حزب اسلامي او امیر یې زموږ په قوم کې ډېرې ژورې رېشې او پیاوړی محبوبیت لري، تل پرې ویاړو، راغلي یو چې یو ځل بیا ژمنه وکړو چې هر ډول قربانۍ ته تیار یو، په هر ډول شرایطو کې به ستاسو تر څنګ ولاړ وو او حاضر یو چې د سولې او امنیت لپاره ستاسو د پرېکړو ملاتړ وکړو.

د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار له دوی څخه مننه وکړه چې د اسلام او هېواد په وړاندې خپلو مسؤلیتونو ته ژمن دي. زیاته یې کړه، زموږ په وړاندې مهمه مسئله د جګړې ختمول او سوله راوستل دي. د دې لپاره مو هر اړخیز کار پیل کړی دی، له ټولو وروڼو قومو په ټینګه غواړو چې د جګړې په ختمولو کې راسره همغږي شئ، څو سولې او سوکالۍ ته ورسېږو. ډاډه یو چې د الله عزوجل په مرسته به د سولې په وړاندې هر ډول خنډ له منځه ځي، ملت رابیدار شوی دی، نور نه غواړي چې څو منفور، سپېره او د پردیو د ګټو ساتونکي غلامان د دوی په سر لوبې وکړي. وروستیو پېښو او مظاهرو وښوده چې ولس نور د دغو منفورو څېرو تر شا نه ودرېږي، حزب اسلامي د سولې او هېواد ژغورنې لپاره ملي محور شوی دی او د ولس پراخ ملاتړ له ځانه سره لري، ټول به په ګډه د همدې محور د پیاوړي کولو له لارې سولې او سوکالۍ ته رسېږو.

د حزب اسلامي د امیر دفتر 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th November, 2017