تفصیل | شهادت 

17th October, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د کوه صافي ولسوالۍ یو شمېر قومي مشرانو او علماء کرامو د حزب اسلامي له امير سره وکتل:

د ح ا ا د فرهنگی چارو ریاست

2017-08-07

د پروان د کوه صافي ولسوالۍ یو شمېر مخورو، قومي مشرانو، علماء کرامو او ځوانانو نن دو شنبه د حزب اسلامي له امير سره وکتل او په مختلفو موضوعاتو يې خبرې وکړې.

په پيل کې د کوه صافي څو تنو استازو پخپل وار خبرې وکړې او په کوه صافي کې د روان وضعيت څخه يې اندېښنه څرګنه کړه. 
دوی زياته کړه، له کوه صافي سره د حکومت لخوا د مور او ميرې چلند کيږي او حتی دوی په دولت کې يو مدير هم نه لري، په داسې حال کې چې کوه صافي بې شمېره علمي کدرونه لري.
هغوی وويل، د سولې له پروسې سره ستاسو يو ځای کېدل د ټولو افغانانو لپاره يو ښه زیری دی او د کوه صافي خلک  به د پخوا په شان ستاسو ملاتړ ته دوام ورکړي او هر راز قربانۍ ته چمتو دي.
ورپسې د حزب اسلامي مجاهد امير خبرې وکړې او د سولې او ثبات په راوستلو کې يې د قومونو په رول ټينګار وکړ. ښاغلي حکمتيار وويل، افغانان بايد له پرديو د همکارۍ تمه و نه لري، بلکې په ګډه ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي.
د حزب اسلامي امير وويل، يو شمېر هغه ډلې چې خپله بقا د جګړې په دوام کې لټوي، ملت به يې په وړاندې ودريږي او چاته به ددې اجازه ورنکړي چې په ملي او اسلامي ارزښتونو يې سودا وکړي.
نوموړي هيله وښوده چې د هېواد روان دردناک حالت به ژر پای ته ورسيږي او امن به راشي، ځکه چې ملت هوښيار دی، بې عدالتي نه مني، د چا زور ته نه تسلميږي او له جګړې کرکه لري.
د ښاغلي حکمتيار په وينا د ملت اکثريت برخه د حزب اسلامي ملاتړ کوي، سوله غواړي او د جنګ شعارونه نه بدرګه کوي. پای

د حزب اسلامي د فرهنګي چارو رياست
مطبوعاتي څانګه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

17th October, 2017