تفصیل | شهادت 

19th September, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ورور حکمتيار: حزب اسلامي د يووالي په لور روان دی

د ح ا ا د فرهنگی چارو ریاست

2017-08-09

د حزب اسلامي مشراو ملی قائد  انجينر ګلبدين حکمتيار وايي،  ددې ګوند د يووالي په اړه ګامونه پورته شوي او په دې برخه کې هېڅ خنډ موجود نه دی.

ورور حکمتيار چې  د ننګرهار ولایت له يو شمېر علمأ کرامو، د پوهنتون استادانو او قومي مشرانو سره خبرې کولې وويل، ځينو کسانو غوښتل چې د حزب د يووالي مخه ونيسي، خو موږ په ډيرې آسانۍ او له کوم خنډ او ځنډ پرته توافق ته ورسېدو.
نوموړي وايي، حزب اسلامي د يووالي په لور روان دی او د ملت د يووالي وړتيا هم لري، د افغانستان اکثريت خلک ددې ګوند تر شا ولاړ دي او ملاتړ يې کوي.
د حزب اسلامي مشر زياته کړه ، زموږ تر ټولو ستره هيله د جګړې پای ته رسول دي او په هېواد کې د سرتاسري سولې تآمين او د جګړې پای ته رسولو ته لومړيتوب ورکوي.
د ورور حکمتيار په خبره حزب اسلامي د هېواد د مهمو مسایلو په اړه طرحه لري او هم په ولس کې له کافي او لازم اعتبار څخه برخمن دی.
د حزب اسلامي مشر څرګنده کړه، حزب اسلامي د خلکو د ارادې ممثل دی او په دې توانيدلی چې خپل حيثيت وساتي او د ولس مشروع غوښتنې منعکس کړي.
د (ملي تفاهم مجمع) په هکله د حزب اسلامي مشر وويل، موږ هڅه کوو چې د بحران د حل لپاره د ځينو ډلو قناعت حاصل کړو او د ټولو ګوندونو ترمنځ ګډه ناسته ولرو.
نوموړی وايي، که څه هم ددې ناستې په مخکې يو لړ خنډونه شته، خو هڅه يې دا ده چې داغونډه ژر جوړه شي او په دې هکله له بيلا بیلو لورو سره تماسونه هم نيول شوي دي.
ورور حکمتيار يو ځل بيا په دې خبره ټينګار وکړ چې د اوسنی نظام ملاتړ باید وشي، تر هغو چې د ټولو په خوښه يو مناسب بديل ورته پیدا شي.
د غونډې په پای کې د ننګرهار پوهنتون يو شمېر استادانو او قومي مشرانو ويناوې وکړې او د حزب اسلامي له مشر څخه يې يو ځل بيا خپل ملاتړ اعلان کړ.
دوی وويل، حزب اسلامي يواځينی ګوند دی چې کولی شي د سولې او ثبات د ټينګښت په برخه کې اغيزمن رول ولوبوي او خلک هم له دې ګوند نه ډيرې هيلې لري. پای

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست
مطبوعاتي څانګه   



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2017