تفصیل | شهادت 

24th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د سرو زرو ډېرې کوچنۍ ټوټې (ذرې) nanoparticles او د سرطان درمل _حیواني غوړ اود سږو سرطان :

ساینس او روغتیا

2017-08-10

د یوې تازه طبي څېړنې پایلې ښودلې، چې د سرطان ناروغۍ درملنه کې د سرو زرو ذرې کارېدلی شي.

د سکاټلنډ ادنبره پوهنتون پوهانو یوه څېړنه کړې چې وايي، سره زر د سږي سرطان د ژونکو (حجرو) پروړاندې د کارول کېدونکو درملو فعالیت غښتلی کوي.

څېړنډلې په څېړنه کې له کیمیاوي مادې سره یوځای د سرو زرو ډېرې کوچنۍ ټوټې (ذرې) کارولې او د نانو ټوټې یا nanoparticles نوم یې ورکړی.

که څه هم دغه څېړنه تر اوسه پر انسانانو نه ده ترسره شوې، خو هیله دا ده چې راتلونکې کې د سرطان ناروغۍ درملنه کې له کارېدونکې کیمیاوي مادې سره یوځای د سرو زرو ذرې هم وکارول شي.

وايي، د سرو زرو د ذرو کارول به ناروغې حجرې په نښه کوي، خو په وینا یې سالمو ژونکو ته به کوم زیان نه رسوي.

 

سره زر مضر نه دي، خو د کیمیاوي موادو فعالیت چټکولو توان لري.

د ادنبره پوهنتون څېړونکو د سرو زرو یوه ځانګړنه کشف کړې، چې د ژونکو ترښت غښتلی کوي خو کوم جانبي عوارض نه لري.

څېړنه کې د کب په ماغزو کې له کیمیاوي موادو سره ګډ د سرو زرو ذرې ورننویستل شوې چې وايي پر نورو حیواناتو تجربه کېدای شي.

د بریتانیا ادنبره پوهنتون د سرطان څېړونکی ډاکټر اسیر اونشیتي بروشیتا ویلي: "د سرو زرو ښې ځانګړنې مو کشف کړې چې وړاندې چا ته معلومې نه وې، زموږ څېړنې په ډاګه کړې ده چې په خوندي توګه د سرطان تومور یا دانې ته د درملو له رسولو سره د سرو زرو کارول هم ممکن دي."

دی زیاتوي: "پر انسان ددغې تجربې له ترسره کولو وړاندې لاهم ډېر کار ته اړتیا ده، خو دا څېړنه په دې باب یو ښه ګام دی."

د سرطان ناروغۍ درملنه کې تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې له سرطاني ژونکو سره سالمې حجرې هم له فعالیته لوېږي. د کمیاوي درملو په مټ درمل د بدن ټولو برخو ته رسېږي، حال دا چې هدف یوازې سرطاني حجرې وي.

د تومور ایستلو د جراحۍ پرمهال ځینې وخت د شاوخوا برخو د له منځه تلو خطر وي، د بېلګې په توګه، د ماغزو تومور کې د سړي د ماغزو د روغو برخو له منځه تلو لامل ګرځي.

دا کار د ناروغانو د شدیدو جانبي عوارضو پیدا کېدو لامل کېږي، داسې عوارض چې په لړ کې یې ان ځینې وخت سالمې حجرې هم ویجاړېږي.

په وروستیو کې داسې هڅې پیل شوې چې څرنګه یوازې سرطاني حجرې په نښه کړل شي.

هغه خلک چې په زیاته اندازه مشبوع غور په ځانگړې توگه حیواني غوړ استعمالوي د هغو کسانو په پرتله چې د لږو مشبوع غوړو نه استفاده کوي د سږو په سرطان باندې د اخته کیدو استعداد لري.

کوچ، پنیر، پیروی، د پسه او غوا وازگې، د چرگ او فیلمرغ پوټکی د مشبوغ غوړو عمده منابع دي.

یوې نوې څیړنې ښودلې هغوی چې زیاته اندازه غوړ استعمالوي د هغو کسانو په پرتاه چې په خواړو کې یې د غورړ اندازه لږه وي، ۱۴ فیصده زیات د سږو په خبیث مرض باندې د اخته کیدو چانس لري.

په داسې حال کې چې د سږو په ناروغۍ باندې د اخته کیدو د خطر د کموالي لار سگرت نه دودول او یا هم د سگرتو خوشې کول دي، د تنیسي ایالت د نشویل د پوهنتون استادې دانکسیا یو، چې په دې څیړنه کې یې همکاري کړې ده د رویترز اژانس ته ویلي دي چې "انډول غذایي رژیم هم کولای شي چې د سږو په سرطان باندې د اخته کیدو خطر راکم کړي".

د میرمن یو، په وینا ددې څیړنې موندنې ښیي چې د مشبوغ غوړو د استعمال کموالی او د هغه پر ځای د غیر مشبوع غوړو مصرف، په ځانگړې توگه د هغو خلکو لپاره چې په سگرتو عادت دي او هغوی چې تازه یې سرگرت خوشې کړي دي نه یواځې د سږو د سرطان د کمیدو سبب کیږي بلکه د قلبي او رگونو د بندیدو د ناروغیو خطر هم راکموي.

په ورځنیو خواړو کې په نباتي غوړیو پخلی، د زړیو یا مغزیاتو استعمال، تازه میوه، لږ غوړ لرونکي لبنیات، حبوبات، غله دانه، ماهی او د چرگ غوښه ځای کول او د سرې غوښې، بورې او مالگې کمول , د مشبوغ غوړیو نه زیږنده روغتیایي زیانونه راکموي.

په نوې څیړنه کې چې د لسو نورو څیړنو د اطلاعاتو په بنسټ شوې د څه دپاسه ١،۴ میلیونو کسانو روغتیایي تاریخچې چې ١٩ زره یې د سږو په سرطان اخته وو، څیړل شوي دي. دا څیړنه په څه دپاسه نهه کلونو کې شوې ده.

دغه نوې څیړنه چې  د سرطاني امراضو په ژورنال کې خپره شوې ده ښیي چې د مشبوغ غوړو پر ځای د نامشبوغ غړو پنځه فیصده په غذا کې ځای کول د سږو په خبیثو سرطانونو باندې د اخته کیدو خطر په پام وړ اندازه راکموي.

خو هیڅکله باید غوړي له غذا څخه ونه ایستل شي، ځکه د فنلند د ایسترن پوهنتون د عامه روغتیا د انستیتوت د څیړونکې اورسولا شواب، په وینا که دا کار وشي ددې امکان شته چې بد غذایي عادتونه – د خواړو نه د غوړو کامل ایستل – هم کیدای شي د هغې د مصرف په اندازه د سږو سرطان ته زمینه برابره کړي.



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th November, 2017