تفصیل | شهادت 

19th September, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د کونړونو ولایت شیگل ولسوالۍ مجاهدینو_ لوي غونډې:د مجاهد مشر مرحوم کشمیر خان هڅې وستایلې د هغه کړنې یی نه هیریدونکې او تل پاتې وبللې.

2017-08-11

د کونړونو ولایت شیگل ولسوالۍ مجاهدینو،علماو،مشرانو،ځوانانو چې تعداد یی زرگونو تنو ته رسیدلوپرون د یوې لوي غونډې په ترڅ کې راټول شوي وو،
لمړې د مرحوم الحاج کشمیر خان روح ته دعا وشوه،
ورپسى راټول شوي ولسونو په شیگل ولسوالۍ کې د امنیت د ټینگښت او د پخوا پشان د نظم بر قرار ساتلو ټینگار وکړو او پدغه برخه کې یی د مرحوم الحاج کشمیر خان هڅې وستایلې،
همداشان راټول شوي ولسونو د سولې په برخه کې د حزب اسلامي د رهبر انجینر گلبدین حکمتار هڅې وستایلي او له دولت سره یی د هغه یو ځایی کیدل یو نیک گام وبللو او د سولې له بهیر څخه یی خپل ملاتړ اعلان کړو او د حزب اسلامي رهبر ته یی د هغه سره د پخوا پشان اوږه په اوږه ودریدلو ډاډ ورکړو،
همداشان د شیگل ولسوالۍ مجاهد ولس په ټول کونړ خصوصآ د شیگل ولسوالۍ په یوالي امنیت او نظم ساتلو کې د مجاهد مشر مرحوم کشمیر خان هڅې وستایلې د هغه کړنې یی نه هیریدونکې او تل پاتې وبللې،
او ټول ولس په یو غږ او یو اتفاق د مرحوم حاجی کشمیر خان ځایی ناستي حاجی نورالرحمن څخه خپل ملاتړ اعلان کړو او هغه یی د مرحوم کشمیر خان په څیر خپل مشر وگڼلو او هغه ته یی د هر اړخیزې همکارۍ اطمنان ورکړو،
د غونډې په پای کې حاجی نورالرحمن خبرې ورکړې او د شیگل ولسونو ته یی د حاجی کشمیر خان د لارې تعقیبولو د ولسونو تر منځ د اتفاق ساتلو او د ټول کونړ خصوصآ د شیگل ولسوالۍ د امن ساتلو ډاډ ورکړو او ولسونه یی یووالي او 
اتفاق ته وهڅول،



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2017