تفصیل | شهادت 

24th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ورور حکمتیار د کابل د احمد شاه بابا مينې ځوانانو سره: د افغانستان اسلامي نهضت د ځوانانو په لاس پېل شو .... !

د ح ا ا د فرهنگی چارو ریاست

2017-08-11

د کابل د احمد شاه بابا مينې لسګونو ځوانانو د حزب اسلامي له اميراو ملی قائد سره وکتل:

د کابل د احمد شاه بابا مينې لسګونو ځوانانو , د حزب اسلامي له امير انجینر ګلبدین حکمتیار سره وکتل او په بیلا بیلو موضوعاتو يې خبرې وکړې.

په دې کتنه کې چې د حزب اسلامي د امیر په هستوګنځي کې وشوه، لومړی څو تنو ځوانانو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او له ورور حکمتيار څخه يې وغوښتل چې د سولې د ټينګښت په برخه کې هلې ځلې لا پسې ګړندۍ کړي.

دوی د روان بحران پای ته رسېدل د ټولو افغانانو اساسي غوښتنه وبلله او زياته يې کړه چې دې هدف ته د رسېدو لپاره د احمدشاه بابا مينې ځوانان ستاسو د هر اقدام ملاتړ کوي او هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

دوی زياته کړه په هېواد کې د اسلامي نظام ټينګښت د بحران څخه د وتلو يواځينۍ لاره ده او دا نظام يواځې او يواځې ستاسو تر قیادت لاندې جوړیدلی شي.

دوی د سولې له بهير سره د حزب اسلامي د مشر د يوځای کېدو هرکلی وکړ او له هغه څخه يې وغوښتل چې وسله وال طالبان هم خبرو ته وهڅوي.

د حزب اسلامي امير د هغوی د غوښتنو او وړانديزونو له اورېدو وروسته، د سولې په برخه کې د ځوانانو رول مهم وباله او زياته يې کړه چې ځوانان د جهاد د تېر نسل بريالي وارثین دي.

نوموړي وويل، د افغانستان اسلامي نهضت د ځوانانو په لاس پېل شو او د نيږدې نيمې پیړۍ په تېرېدو سره نن ددې مبارزې اغيزې د هېواد په هر کلي او کور کې څرګندې دي.

د هغه په خبره، اخلاص او پر الله تعالی باور دا مبارزه بريالۍ کړه او ددې نهضت په غيږه کې ډير ستر او نړيوال شخصیتونه وروزل شول.

ورور حکمتيار وويل، اسلامي نظام د ملت په هيلې او شعار بدل شوی او ډاډ يې څرګند کړ چې آزاد، خپلواک او اسلامي نظام به هرومرو راځي.

د حزب اسلامي امير زياته کړه، زموږ تر ټولو ستر هدف ددې بدمرغې جګړې پای ته رسېدل او د سولې تأمين دی او په دې هکله مو ټولو خواوو ته د ورورۍ لاس غځولی.

د حزب اسلامي مشر وويل، ملت نور جنګ نه غواړي، له جنګ غوښتونکو کرکه لري، هغه ډلې چې د جګړې اور ته لمن وهي هغوی ته زموږ توصیه داده چې پخوانۍ ترخې تجربې تکرار نکړي او د روغې جوړې او تفاهم يوه نوې لاره غوره کړي. پای

 

د حزب اسلامي د فرهنګي چارو رياست

مطبوعاتي څانګه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

24th November, 2017