تفصیل | شهادت 

18th August, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ختيځو ولايتونو شورا مشرتابه او غړو د حزب اسلامي له امير او ملی قائد سره وکتل:

د ح ا ا د فرهنگی چارو ریاست

2017-08-12

د ختيځو ولايتونو شورامشرتابه او غړو ,د شنبه په ورځ د حزب اسلامي له مشر او ملی قائد  سره په کتنه کې د هېواد په روانو حالاتو خبرې وکړې او د سولې له پروسې څخه يې خپل ټينګ ملاتړ څرګند کړ.

په دې کتنه کې د ختيځو ولايتونو شورا رئیس عبدالخالق حسیني پشه يې، د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او له دولت سره يې د سولې د معاهدې د بشپړ پلي کیدو غوښتنه وکړه.

نوموړي څرګنده کړه له ناخوالو او جګړو څخه د وتلو لپاره ستاسو د آواز اوچتول مهم دي او تاسو بايد دا هېواد او خلک وژغورئ.

د حسيني پشه يي په خبره په دې حساسو شيبو کې ستاسو دنده ډيره اړينه ده او خلک له تاسو څخه ډيرې هيلې او اميدونه لري.

نوموړي د حزب اسلامي په مشر غږ وکړ چې په هېواد کې د بهرنيانو د مداخلو مخه ونیسي او طالبان له دولت سره د سولې خبرو ته وهڅوي.

ورپسې د ختيځو ولايتونو د شورا مرستیال خبرې وکړې او له مخالفينو سره د بين الافغاني خبرو پر دوام او د حزب اسلامی لخوا (د ملي تفاهم مجمع) پر رابللو يې ټينګار وکړ.

نوموړي د روانې جګړې په پای ته رسولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې افغانان بايد خپلې ستونزې په خپله حل کړي.

د حزب اسلامي افغانستان امير د دوی د غوښتنو، مشورو او وړانديزونو له اوريدو وروسته د ختيځو ولايتونو شوراله غړو څخه وغوښتل چې د سولې د ټينګښت په برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي وويل، که مشرقي ولايتونه متحد شي، نو د امن په راوستلو کې به يې ونډه ځلانده او اغیزمنه وي.

ورور حکمتیار زياته کړه، موږ بايد د بحران د حل لپاره افغاني حل لاره ولټوو او له بهرنيانو د سولې د راوستلو تمه ونلرو.

د نوموړي په خبره افغانان پخپله بايد د سولې د تأمین لپاره ملا وتړي او قومونه بايد په دې برخه کې مهم رول ولوبوي او خپلې سیمې د سولې سيمې ونوموي.

ورور حکمتيار په افغانستان کې د ناټو ماموريت ناکام وباله او زياته يې کړه چې ناټو هم دروسانو زوړ ماشين او زړه تګلاره تعقيبوي.

د حزب اسلامي امير وويل، روسان و نه توانيدل چې خپلو موخو ته ورسيږي او ناټو هم کومې مثبتې پايلې ته ندی رسیدلی .

د حزب اسلامي مشر وروستيو ايتلافونو او ددغو ايتلافونو د ځينې مشرانو ګواښونو ته په اشارې وويل، چې ځينې کسان اوس هم د جنګ شعارونه بدرګه کوي، په داسې حال کې چې ملت له جنګه ستړی دی او سوله غواړي.

د حزب اسلامي مشر او ملی قائد زياته کړه، هيله مو داده چې دا ډول شعارونه چې له هغه نه د وينو بوی راځي نور تکرار نه شي.

نوموړي وويل، د افغانستان ملت اوس هوښیار دی او د پېښو په وړاندې نه بې اعتنا دی او نه د ويرې احساس کوي. دوی سوله غواړي او د سوله غوښتونکو تر څنګ دريږي.

د ورور حکمتیار په خبره افغانان د زور حکومتونه نه مني او هغه څوک چې د زور له لارې د نظام د نسکوريدو هڅې کوي، ملت به يې په وړاندې ودريږي .

د حزب اسلامي اميراو ملی قائد  دغه راز د ننګرهار په هسکه مينه او د تخار په چاه آب کې د ملکي خلکو د وژل کيدو په هکله خواشيني وښوده او زياته يې کړه چې د دې بدمرغې جګړې په نتيجه کې هره ورځ په سلګونو کسان وژل کيږي.

نوموړي وويل، جګړه د بهرنيانو لخوا په افغانانو تپل شوې او ګټه يې يواځې هغه چاته رسيږي چې په دې جګړه پانګوونه کوي .

د هغه په خبره هم په دولت او هم په طالبانو کې داسې کړۍ شته چې ددې جګړې دوام غواړي او ملت بايد دوی تجريد کړي او له خپلو ليکو يې وباسي.

د حزب اسلامي مشراو ملی قائد وويل، موږ هڅه کړې چې طالبان هم دېته قانع کړو چې د سولې لاره غوره کړي، ځکه د روان جنګ ګټه يواځې د افغانستان دښمنانو ته رسيږي .

د نوموړي په خبره په طالبانو کې هم داسې کسان شته چې جنګ ته مجبور شوي او که د حکومت له لوري ورته مناسب شرایط برابرشي، نو يو زيات شمېر به يې د سولې له بهير سره يو ځای شي.

هغه له حکومت څخه وغوښتل چې طالبانو ته د بین الافغاني مذاکراتو زمینه مساعده کړي او طالبان دې هم دا حقیقت درک کړي چې روانه جګړه ديني او عقلي توجیه نه لري.

د ورور حکمتیار په خبره د جګړې په پای ته رسولو کې د قومونو همکاري يوه بريالۍ تجربه ده، قومي شورا ګانې ډيرې ستونزې حل کولی شي او له دولت څخه مو هم غوښتنه کړې چې همدا لاره غوره کړي.

 

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست

مطبوعاتي څانګه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th August, 2017