تفصیل | شهادت 

20th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د ختیځ زون د ځوانانو ملي یووالي ټولنې مشر او غړو د حزب اسلامي له امیر او ملی قائد سره وکتل:

فرهنګي او نشراتي څانګه

2017-08-16

د ختیځ زون د ځوانانو ملي یووالي ټولنې مشر لومړی د خپلې ټولنې لنډه معرفي وکړه چې په وینا یې د دې ټولنې له جوړولو یې موخه افغان ځوانانو په ځانګړي ډول د هېواد په ختیځ زون کې د څو ولایتونو ځوانانو ته خدمت کول او په ټولنه کې د ظالم په وړاندې د مظلوم ملاتړ دی. په وینا یې زموږ سره د ختیځ زون په زرګونه ځوانان ثبت او راجستر دي چې ستاسو ټینګ ملاتړي دي، په هر وخت کې به ستاسو تر شا ولاړ وي.

د دې ټولنې غړو په خپلو خبرو کې وویل، د حزب اسلامي امیر ته ښه راغلاست او هر کلی وایو، ټول افغان ولس په ځانګړي ډول په ځوانانو کې حزب اسلامي او امیر یې له پوره محبوبیت څخه برخمن دی، موږ د ختیځو ولایتونو ځوانان تاسو د جهاد او سولې یو رښتینی اتل ګڼو، تل مو په سرښندونو، کارنامو او نوښتونو ویاړو. ستاسو د ویناوو پر بنسټ، سوله هم د جګړې غوندې قرباني غواړي چې زموږ د ټولنې ټول ځوانان به ستاسو د سولې د نوښت ټینګ ملاتړ کوي.

د حزب اسلامي امیر، له ځوانانو مننه وکړه چې په هېواد کې د سولې او ناخوالو ختمولو ته ژمنتیا لري. زیاته یې کړه، موږ ستاسو د ټولو نېکو اسلامي او ملي اهدافو ملاتړ یو، هیله مو ده چې ټول ځوانان په اتفاق او ورورولۍ سره د هېواد دردناک حالت ته د پای ټکی کېږدي. الحمدلله ځوان نسل مو د اسلام او هېواد سره نه ماتېدونکی تعهد لري، دا هغه څه دي چې موږ ته د راتلونکي لپاره امیدونه راپیدا کوي. زموږ ولس د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره یو نیم میلیون شهیدان د روس په وړاندې جهاد کې ورکړي دي، تر شپږ میلیونه مهاجر شوي دي او دا دی په تېرو ۱۶ کلونو کې تر دری لکه زیات بې ګناه افغانان شهیدان شوي دي. د حزب اسلامي امیر وویل، راشئ په ګډه تعهد وکړو چې هدف مو د هېواد ازادي، سرلوړي او اسلامي نظام راوستل دي او خپلو دغو سپېڅلو اهدافو ته په پوره صداقت او اېماندارۍ کار وکړو.

د حزب اسلامي د امیر دفتر 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2017