تفصیل | شهادت 

20th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د کونړ قومي مشرانو او ځوانانو د حزب اسلامي له مجاهد امير سره وکتل

د ح ا ا د فرهنگی چارو ریاست

2017-08-16

د کونړ ولايت يو شمېر سپين ګیرو، قومي مشرانو او ځوانانو د حزب اسلامي له امير سره په کتنه کې، د سولې له پروسې نه خپل ټينګ ملاتړ څرګند کړ او د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي شول.

په دې کتنه کې چې د حزب اسلامي د امير په هستوګنځي کې ترسره شوه، لومړی څو تنو د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د سولې په ټينګښت کې يې د حزب اسلامي د مشر هڅې د ستاينې  وړ وبللې.

دوی له ورورحکمتيار څخه وغوښتل، چې د سولې او امنيت په تأمين کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي، ځکه دا د افغانستان د خلکو ستره هيله او آرزو ده.

دوی په خپلو خبرو کې وويل، د افغانستان قومونه بايد يوموټی شي، د حزب اسلامي د انسجام لپاره کار وشي او د ځوانانو ونده پیاوړی شي.

په دې کتنه کې د حزب اسلامي مشر د کونړ له قومي مشرانو، علمأ کرامو او ځوانانو مننه وکړه چې د حزب اسلامي له تګلارو نه ملاتړ کوي او د سولې د ترويج لپاره هڅې کوي.

ورور حکمتيار وويل، لکه څنګه چې د کونړ ولسونو په جهاد کې ځلانده ونډه اخيستې، هيله مې داده چې اوسنيو ناخوالو ته هم د پای ټکی کيږدي او د هېواد په بيارغونه کې رغنده رول ولوبوي.

ملي قايد وويل، کونړ بايد د سولې کور وي، د هېڅ افغان وينه توی نه شي، د کونړ ولسونه په خپلو سيمو کې جنګ پای ته ورسوي او د سولې لپاره کار وکړي.

د حزب اسلامي مشر زياته کړه، طالبان هم بايد له جنګ نه لاس واخلي، ځکه دا جنګ د بهرنيانو لخوا پر افغانانو تپل شوی او ګټه يې يواځې بهرنيانو ته رسيږي. نوموړي وويل، ملت له جنګ نه ستړی دی، د جنګ غوښتونکو ملاتړ نه کوي او سوله غواړي .

هغه دا هم وويل، چې د حزب اسلامي د انسجام لپاره کار روان دی، بېلا بېل دفترونه به تړل کيږي او تر يو چتر لاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

د ځوانانو په هکله د حزب اسلامي مشر وويل، چې نوی نسل د جهاد په غيږه کې روزل شوی او دوی د پخوا په پرتله ډيرې وړتياوې لري.

د هغه په خبره ځوانان کولی شي چې دا هېواد د پرديو له مداخلو څخه وژغوري، خو د دوی ونډه بايد ځلانده شي او د هېواد په مهمو مسایلو کې فعال رول ولوبوي. پای

 

د حزب اسلامي د فرهنګي چارو رياست

مطبوعاتي څانګه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2017