تفصیل | شهادت 

20th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حسين خيلو سرتاسري قومي شورا مشرتابه او غړو د حزب اسلامي له مجاهد امير او ملی قائد سره وکتل:

د ح ا ا د فرهنگی چارو ریاست

2017-08-17

د حسين خيلو سرتاسري قومي شورا مشرتابه او غړو د پنج شنبه په ورځ د حزب اسلامي له  مجاهد   امير سره وکتل او د سولې په ټينګښت کې يې د هغه هڅې وستايلې.

په دې کتنه کې چې د حزب اسلامي د مشر او ملی قائد  په هستوګنځي کې تر سره شوه، لومړی څو تنود نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د سولې توافقنامې د ژر عملي کېدو غوښتونکي شول.

ورپسې د حزب اسلامي مشر خبرې وکړې، د حسين خيلو سرتاسري قومي شورا څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ او د سولې او ثبات په ټينګښت کې يې د قومونو په اغيزمن رول ټينګار وکړ.

ورور   حکمتيار وويل، زه ستاسو ددې شورا ملاتړ کوم او غوښتنه مې داده چې په ټول هېواد کې معتبرې قومي شوراګانې جوړې شي.

د حزب اسلامي   مجاهد  مشر په هېواد کې د قومي شورا ګانو او سياسي ګوندونو په هکله وويل، چې په اوس وخت کې له حزب اسلامي پرته ملت شموله ګوندونه شتون نه لري.

نوموړي زياته کړه، په هېواد کې د سياسي ګوندونو شمېر ډير زيات دی، خو ملي او سرتاسري نه دي او بايد چې ملت شموله ګوندونه ولرو، نه داچې د يوې ځانګړې ډلې او قوم پورې اړه ولري.

د هغه په خبره سياسي ګوندونه او قومي شورا ګانې بايد ملي بڼه غوره کړي او د ټول ملت د ارادې ښکارندويي وکړي.

ورور  حکمتيار څرګنده کړه، په اوس وخت کې يوازې حزب اسلامي ملت شمول دی، ځکه چې دا ګوند د عقيدې او ايمان پر بنسټ جوړ شوی او د هر قوم او هرې سيمې خلک پکې شتون لري.

ملي قايد د خپلو خبرو پر مهال دا هم وويل، چې ځينې د ملي وحدت د زيانمولو هڅې کوي او غواړي قومونه د يو بل پر ضد وجنګوي، خو د افغانستان خلک اوس پوهيدلي او د جنګ غوښتونکو او نفاق اچوونکو ملاتړ نه کوي.

ورور حکمتيار د سولې په ټينګښت کې د قومونه ونډه ارزښتناکه وبلله او زياته يې کړه چې هر افغان بايد د سولې او ثبات لپاره مټې راونغاړي، تر څو جګړه ختمه او په هېواد کې د سرتاسري سولې ټغر خپور شي. پای

 

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست

مطبوعاتي څانګه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2017