تفصیل | شهادت 

19th April, 2018


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

آيا موږ خپلواكي ترلاسه كړې؟

ورور حكمتيار

2017-08-19

بسم الله الرحمن الرحيم

 

گرانو هېوادوالو!

زما د ايمان او عقيدې وروڼو او خوېندو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته:

نن له انگرېزانو د استقلال ورځ لمانځل كېږي! دا ورځ موږ ته راپه يادوي چي الله تعالى زموږ مجاهدو پلرونو ته 98 كاله وړاندي پر انگرېزانو برى راكړ، داسي لكه 28 كاله مخكي ئې د شوروي اتحاد پر ځواكونو موږ ته بريا راپه برخه كړه، د خپل ولس او د هر هغه افغان مننه او ستاينه كوو چي د آزادۍ په هر جنگ كي ئې لږ يا ډېره ونډه وه، په ځانگړې توگه د هغو جنگياليو چي د آزادۍ په جنگ كي ئې ونډه تر نورو ځلانده خو يادونه او ستاينه ئې يا هيڅ يا ډېره تته، او ډېر ځلي خو لا داسي شوي چي قرباني يوه وركړې او افتخارات ئې د بل په نامه ثبت شوي!! 
راشئ وگورو چي دا ولي نه موږ هلته په دې بريالي شوو چي آزاد، خپلواك او اسلامي افغانستان جوړ كړو او نه د روسي ځواكونو له ايستلو وروسته؟ انگرېزان ووتل خو خپل لاس پوڅي ظالم او مستبد پاچايان ئې ترشا پرېښودل، روسي فوځونه مو وايستل خو اقتدار ئې هغي ائتلافي جبهې ته په لاس وركړ چي د دوى پر ځاى له افغان ولس سره وجنگېږي او د روسي ځواكونو نيمگړى جنگي مأموريت بشپړ كړي!! هماغه له وارسا پكت ناټو ته په ميراث پاته شوى جنگ تر ننه روان دئ، په دې مودې كي زموږ واكمنان هم پرديو ټاكلي او زموږ لپاره ئې جعلي او كاغذي اتلان هم جوړ كړي. آيا دا زموږ لپاره يو ستر پېغور نه دئ؟ آيا دا زموږ د غيرت لپاره يوه آزموينه نه ده؟ او آيا دا زموږ دين، مذهب، خپلواكۍ او آزادۍ ته څرگند گواښ نه دئ؟ چي پردي له خپلو افغاني غلامانو د آزادۍ او ديموكراسۍ اتلان جوړوي او د دوى افغاني غلامان؛ خپل باداران د آزادي بخښونكو په نامه ستايي!! تل همداسي شوي چي آزادي غوښتونكي د (اشرارو)، (تخريبكارانو) او (تروريستانو) په نامه يادشوي، ملت او مجاهدينو ته همغه څه ويل شوي چي انگرېزانو او د دوى شاه شجاع او روسانو او د دوى كارمل ويلي!! دا دردناك تاريخي واقعيتونه په وار وار او بيا بيا تكرار شوي، هر ځل زموږ پر اوږو د آزادۍ د يوې بلي جگړي دروند پېټى ايښودل شوي، له موږ ئې غوښتي چي د ميوند او جگدلك خاطرې راژوندۍ كړو، او بل ستر او تاريخي جهاد ته ملا وتړو. الحمد لله چي زموږ مؤمن او سرلوړى ملت په هري آزمويني كي بريالى شوى، د هر يرغلگر په وړاندي په مېړانه او همت ودرېدلى، ستري ستري نه هېرېدونكې حماسې ئې جوړي كړې، د خپل هېواد له لوېښت لوېښت ئې د خپلو وينو په بيع ساتنه كړې، مرگ ئې منلى خو دښمن ته ئې سر نه دئ ټيټ كړى، پر خپل ايمان، عزت او خپلواكي ئې سودا نه ده كړې، هر يرغلگر ئې په شا تمبولى او له خپل هېواد ئې وتلو ته اړ كړى. إن شاء الله زموږ د ملت هيلي او زموږ د شهيدانو آرمانونه به ترسره كېږي، موږ د الله تعالى په رښتينو وعدو باور لرو او راتلونكي ته ډاډمن انتظار. 
وروڼو خوېندو!
په دې ستري او تاريخي ورځي كي ټول با ايمان افغانان يووالي، ورورولي او وحدت ته رابلم، ټول افغان ولس بايد يو بل ته د ورورۍ او وحدت لاس وركړي، په گډه د سرلوړي، خپلواك، له جگړو او ناامنيو فارغ افغانستان جوړولو لپاره ملاوتړي، افغان ولس ته په كار ده هغه څېرې د دښمن د خدمتگارانو په نامه وپېژني چي د جگړي دوام غواړي، د سولي په وړاندي خنډونه راولاړوي، د پرديو د گټو لپاره او د هغوى په فرمان او حكم داسي جنگ پر مخ بيايي چي يوازي افغان په كي مري او د افغان كور او هېواد پكي ورانېږي، د پرديو په اشاره او د افغانستان د دښمنانو په وينا د افغانانو د ملي وحدت كمزوري كولو او ختمولو په موخه قومي او ژبني تعصباتو ته لمن وهي، وروڼه قومونه سره جنگوي او نه پرېږدي په هېواد كي يو مضبوط، د ملت له حمايت برخمن، پر اوضاع مسلط او ځواكمن مركزي حكومت رامنځته شي. 
إن شاء الله افغانان به د واقعي آزادۍ جشن لمانځي، خو دا هغه مهال چي جگړه په بشپړه توگه پاى ته رسېدلې وي، واقعي امن او سوله تأمين شوې وي، افغانان د خپلي خوښي ځواكمن او مقتدر نظام ولري، نه د اقتدار بېل بېل او مستقل جزائر وي او نه د هېواد په كورنيو چارو كي د بهرنيو لاسوهني، د هېواد په گوټ گوټ كي د اسلام او آزادۍ بيرغ رپانده وي او موږ د خپلي خوښي منتخب اسلامي حكومت او په سر كي ئې هېواد او ولس ته ژمن د ملي او ديني ارزښتونو مدافع زعامت ولرو.

سرلوړي او بريالي دي وي افغانان

حكمتيار

28\5\1396



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th April, 2018