تفصیل | شهادت 

20th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د لوى اختر په مناسبت د ورور حكمتيار پيغام :

ورور حكمتيار

2017-08-31

بسم الله الرحمن الرحيم

وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَدًا آَمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آَمَنَ مِنْهُمْ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الْآَخِرِ...


گرانو هېوادوالو!
وروڼو خويندو!         السلام عليكم و رحمة الله و بركاته:


د لوى اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالى زمونږ مظلوم او دردېدلى ولس د جگړو او بې امنيو له دې دردناك حالت وژغوري، زموږ هېواد د پرديو له لاسوهنو د تل لپاره خوندي وساتي، او موږ ته دا سعادت راپه برخه كړي چي راتلونكي اخترونه په خپلواك او آزاد افغانستان كي او په داسي حال كي ولمانځو چي د هېواد په گوټ گوټ كي د اسلام او امن شين بيرغ رپانده وي، جگړه د تل لپاره پاى ته رسېدلې وي، بهرني ځواكونه له هېواده وتلي وي، او اقتدار د داسي منتخب او صالح حكومت په واك كي وي چي چارواكي ئې له خداى وېرېږي او پر مظلومانو ترحم لري.
وروڼو خويندو!
لوى اختر مسلمانانو ته ستر ستر پيغامونه له ځان سره لري، د الله تعالى په لار كي د قربانۍ پيغام، د موحدينو د ستر سالار ابراهيم خليل الله په لار د تلو پيغام، قرآن د هغه ستر لارښود قصه زموږ مخي ته ږدي چي نن ئې د ستري قربانۍ ورځ لمانځو، او دا د دې لپاره چي وگورو پر الله تعالى ايمان يو مؤمن انسان كوم مقام ته رسوي، څومره ئې لوړ بيايي، څنگه ئې د عالمونو رب دعاگاني مني، څنگه يو سپېره وچ خوړ د ده په دعاء په داسي خوندي او له امن او بركتونو ډك ښار بدلېږي چي د نړۍ د ټولو موحدينو او مؤمنانو قبله گرځي، له هر لوري او په هر موسم كي پاكيزه او پرېمانه رزق ورته رادرومي، په دې كي د موحدينو د سالار په لاس بيت الله، د خداى كور او د خداى پالو مطاف جوړېږي، هر كال په لكونو خداىپال، پر الله تعالى مين، له محبت او اخلاص ډك زړونو سره؛ دې ښار ته د الله تعالى د كور د طواف او د ابراهيم عليه السلام پر پل د پل اېښودو لپاره ځي او همغه څه كوي چي ابراهيم، د ده زوى اسمعيل او د ده مېرمني هاجر عليهم السلام كړي ول، او دا دئ تر نن پوري په تېرو نږدې څلورو زرو كلونو كي په سلگونو مليونو خلكو د ابراهيم عليه السلام په دعاء آباد شوي ښار ته تللي او د ده په لاس جوړي شوې كعبې طواف ئې كړى، دا لړۍ به همداسي تر قيامته دوام كوي، دا په داسي حال كي چي څلور زره كاله مخكي، په هغه وچ ناو كي، له ابراهيم عليه السلام او د ده له مېرمني او تي خور زوى پرته نه بل انسان وو او نه بل ژوى، نه اوبه، نه بوټى او نه حيوان.
وروڼو خويندو! 
له دې فرصته په استفادې سره د هېواد د څو مهمو قضاياوو په اړه ځيني عرائض لرم:
·                   نن زموږ هېواد سولي ته ضرورت لري، روان جنگ د هېواد او ولس په ضرر دئ او ختمول ئې د هر افغان ديني او ملي دنده ده. افغان ولس سوله غواړي، له جنگ او جنگ غوښتونكو كركه لري، كه دا د دولت وسله وال مخالف جنگ غوښتونكي دي او كه په دولت كي شاملي ډلي. نه د جنگ غوښتونكو ملاتړ كوي او نه ئې جنگي شعارونه بدرگه كوي. زه له خپل خداىپال ولس مننه كوم چي له پرديپالو جنگياليو بېل شوي او له ملاتړ او ملگرتيا ئې ډډه كوي.
·                   موږ د خپل مظلوم ولس او جنگ ځپلي هېواد د ژغورني لپاره له دولت سره سوله وكړه، ټولو ته مو د ورورۍ لاس اوږد كړ، سولي، پخلايني، يو بل زغملو، سالم او رغنده رقابت او سوله يزو سياليو ته مو راوبلل، ومو ويل چي له هيڅ لوري سره د جنگ اراده نه لرو، له هغو سره هم چي تر دې وړاندي تل له موږ سره جنگېدلي او حتى له بهرنيو سره ئې زموږ او افغان ولس په ضد گډه جنگي جبهه جوړه كړې. موږ دوى ته هم عفو كوو، ماضي هېروو، غواړو د وسله والو رقابتونو ټغر د تل لپاره ټول كړو. غواړو له دې وروسته د اقتدار تر لاسه كولو او له يوه بل ته د واك د لېږد په بهير كي يو څاڅكى وينه هم توى نشي، له شفافو، آزاد او عادلانه انتخاباتو پرته د قدرت ترلاسه كولو ټولي نوري ناجائزي لاري د تل لپاره تحريم شي او مخكنۍ خونړۍ تجربې هيڅكله بيا تكرار نشي.
·                   موږ اوس له هيڅ لوري او ډلي سره په جنگ كي ښكېل نه يو، په راتلونكي كي هم په جنگ كي ښكېلېدل نه خوښوو، كه نور له موږ سره ونه جنگېږي موږ ورسره نه جنگېږو، نور له جنگ لاس اخيستلو او سولي، روغي جوړي او تفاهم ته رابلو، له كورنيو او بهرنيو لوريو سره مو دريځ او تگلاره همدا ده. له سوله غوښتونكو سره فوري سوله او د تېري كوونكو په وړاندي دفاع، له ځان او خپل ولس دفاع.
·                   په سالم او رغنده سوله يز رقابت باور لرو، ډاډه يو چي خپلو سپېڅلو اهدافو ته له جنگ پرته هم رسېدلى شو، او خپلو رقيبانو ته ماته وركولى شو. د زور زياتي او ناروا جنگ لار يوازي هغه ډلي غوره كوي چي اهداف ئې ناولي او تگلاره ئې شيطاني وي. هر چا ته حق وركوو زموږ په دريځ او تگلاري اعتراض وكړي او ځواب وغواړي، د هر هغه چا په نظر، دريځ او تگلاري اعتراض او انتقاد كوو چي زموږ د هېواد او ولس په ضرر وي. له جنگ غوښتونكو او د پرديو له اجرتي جنگياليو كركه لرو، نه ورسره ائتلاف كوو او نه ئې په وړاندي سكوت. خپل مظلوم ملت د هغوى تر ظلم او تېري لاندي يوازي نه پرېږدو، د ژغورني لپاره ئې هري قربانۍ ته چمتو يو.
·                   غواړو ټول گوندونه دا ومني چي قدرت ته د رسېدو يوازي يوه لار مشروع گڼي او يوازي همدا به غوره كوي، چي هغه د ملت رأيي ته رجوع، عادلانه او شفاف انتخابات دي، نوري ناروا لاري به نه آزمويي، او مخكنۍ خونړۍ تجربې به نه تكراروي.
·                   دا دئ څلور لسيزي كېږي چي افغانان د يوه تپل شوي ظالمانه جنگ په اور كي سوزي، د هغه جنگ په اور كي چي پرديو تحميل كړى، هغوى ئې پر دوام پانگوني كوي، هغوى ځيني ناافغانان استخدام كړي او د خپلو ناولو موخو لپاره ئې جنگوي. نن هم هره ورځ په سلگونو افغانان په خپلو وينو كي رغړي، دا نن تر څلورو مليونو زيات افغانان يا له هېواده بهر او يا دننه مهاجر دي، زمكي او كورونه ئې غصب شوي، خپلو سيمو ته نشي تللى، هلته ئې نه سر خوندي دئ، نه مال او نه عزت. دا ځكه چي هلته د دوى سياسي او قومي رقيبان مسلط دي، د پرديو د وسلو او پيسو په زور مسلط شوي. له دولتي زور ځواك، وسائلو او امكاناتو د دوى په ضد كار اخلي، هلته موازي حكومتونه جوړ شوي، د اقتدار داسي مستقل جزائر رامنځته شوي چي مركزي حكومت نه يوازي هيڅ تسلط پرې نه لري بلكي دولت ته مسلسل گواښونه كوي، نيمايي واك، نيمايي وزارتونه، نيمايي سفارتونه او نيمايي ولايتونه غواړي او اخطارونه وركوي چي كه ئې غوښتني ونه منل شي نو هوايي ميدانونه او دفترونه نيسي. په ډېرو سيمو كي جنگ قومي بڼه غوره كړې، يو لورى چي له بهرنيو هېوادو وسائل او امكانات ترلاسه كوي او د هغوى د گټو لپاره جنگېږي او د هغوى د منصوبې مطابق غواړي افغان ولس او د دوى هېواد ووېشي، وروڼه قومونه يو د بل خلاف وجنگوي، او واحد افغانستان په شمال او جنوب تجزيه كړي، د همدې لپاره ئې په شمال كي د قومي تصفيې جنگ پيل كړى، د دې جنگ له كبله د پښتنو او گجرو په لسگونو زره كورنۍ د هېواد دننه بې ځايه شوې دي، لا اوس هم تر څلور مليونه زيات مهاجرين د هېواد دننه او له هېواده بهر لرو، د دغو مهاجرينو نږدې نوي سلنه پښتانه دي چي جنگ پرې تپل شوى او خپلو سيمو ته نشي ستنېدى.
·                   دا جنگ يوازي هغه مهال پاى ته رسېدى شي چي موازي حكومتونه له منځه ولاړ شي، د قومي تصفيې لړۍ پاى ته ورسېږي، محلي حكومتونه او دولتي واك د يوه وړوكي مفسد او پرديپال ټولي له يرغمل وژغورل شي، د هېواد په كورنيو چارو كي د بهرنيو او په ځانگړې توگه زموږ د هغو گاونډيو لاسوهني بندي شي چي خپلي ناولي گټي د روان جنگ په دوام كي لټوي، هغه چي له خپلو نورو گاونډيو سره هم په جنگ كي ښكېل دي، هغه چي افغانان د جنگ لپاره په وړيا بيع پېري، هم ئې په افغانستان كي جنگوي او هم په عراق او سوريې كي.
·                   له گاونډيو غواړو له افغانانو سره د سولي په تأمين كي مرسته وكړئ، افغانستان ته وسلې مه رالېږئ او د جنگ پر دوام پانگوني مه كوئ، جنگ د ټولو په زيان دئ. په ځانگړې توگه ايران ته همدا خبره كوو، د ايراني چارواكو ځيني تصرفات او اظهارات ناسم دي او بدي پايلي لري، د منلو نه ده چي ايراني جنرالان وايي: د افغانستان په دريو ولايتونو كي فعال استخباراتي حضور لرو!! ايران بايد د افغانانو ملي حاكميت ته درناوى ولري او دا حق ځان ته ورنه كړي چي ووايي: د افغانستان د ننه د بندونو جوړولو په اړه بې تفاته نشو پاته كېدى!! بايد د افغانستان فضائي حريم نقض نه كړي او بې پېلوټه طيارې ئې د افغانستان فضاء ته له ننوتلو ډډه وكړي، دوى د پاكستان لوري ته هم دا كار وكړ چي پاكستاني ځواكونو ئې طياره نسكوره كړه. دا هم پوښتني راولاړوي چي امريكا ولي ايران ته د داسي تېريو او گواښونو اجازه وركړې او ولي پټه خوله ده او له څه ويلو او كولو ډډه كوي؟!!
·                   ځيني غرضي او مرضي كړۍ زموږ سوله يز دريځ غلط تعبيروي، كله چي وايو: د جنگ اوسنۍ تگلاره او ستراتيژي ناكامه او ناسمه ده او په دې سره هيڅوك نشي كولى دا جنگ وگټي؛ نو هغوى ئې داسي تعبيروي چي گواكي حزب غواړي په خپله جنگ ته داخل شي، د اوسنيو استخدام شوو جنگياليو ځاى ونيسي او د دوى روزي پرې قطع كړي!! حال دا چي موږ غواړو جگړه ژر او په بشپړه توگه پاى ته ورسېږي، او دا هم يا د ټولو افغاني لوريو ترمنځ د تفاهم له لاري او يا د دولت په جنگي تگلاري كي د تجديد نظر له لاري. خو جنگ غوښتونكي د دواړو وړانديزونو مخالفت كوي او يوازي د جنگ دوام غواړي؛ هغه هم په اوسنۍ بڼي كي او د پرديو د مټو او وسلو په زور.
·                   ټولو ته جوته ده چي د نجيب حكومت د يوې خطرناكي بين المللي توطئې او يوې كودتا له لاري نسكور شو، د هېواد پلازمېنه او ځيني نوري برخي د كودتا كوونكو لاس ته ورغلې، هلته ئې د خپلو سياسي او قومي رقيبانو د ځپلو او حذفولو هڅي پيل كړې، په همدې سره د اوسني جنگ لړۍ پيل شوه او تر ننه ئې دوام وكړ. د ناټو ځواكونو هم دغه كودتاچيان استخدام كړل او په مركز او ولاياتو كي ئې اقتدار دوى ته وسپارو!! تر هغه چي دا حالت ختم نشي، او همدا ډلي واكمني وي او د دولت له زور ځواك د خپلو رقيبانو ځپلو ته دوام وركوي؛ جنگ به دوام كوي.
وروڼو خويندو!
انتخابات رانږدې شوي، په دې اړه څو خبري بايد په پام كي ولرو:  
·                   بايد پرېنږدو چي دا انتخابات د مخكي په څېر له درغليو او تقلب ډك وي، بايد عادلانه او شفاف وي او نتائج ئې ټولو ته د منلو وړ، بايد ټول افغانان په كي د برخي اخيستلو برابر او مساوي فرصتونه ترلاسه كړي. نه دا چي يوازي د هېواد په ښارونو كي ترسره شي، او د هېواد اكثر استوگن د خپلي رأيي له كارولو محروم شي.   
·                   بايد د انتخاباتو داسي طريقه غوره شي چي په نتيجه كي ئې نه مهاجرين د رأى وركولو له حق محروم شي او نه د ناامنو سيمو استوگن. 60سلنه افغانان په ناامنو سيمو كي اوسي او تر څلور مليونه زيات مهاجر دي، كه دا ټول په انتخاباتو كي له برخي اخيستلو محروم شي نو انتخابات خپل مشروعيت او افاديت په بشپړه توگه له لاسه وركوي.
·                   مونږ ټولو افغانانو مخصوصاً هغو ته چي د هېواد خپلواكي، د جگړي پاى، د تلپاته صلحي او امنيت تأمين او په خپلواك افغانستان كي د ولس د خوښي اسلامي حكومت غواړي بلنه وركوو چي راشئ له دې بحران د هېواد د ايستلو لپاره يو بل ته د ورورۍ لاس وركړو، جگړه د تل لپاره پاى ته ورسوو، د پرديو د لاسوهنو مخه ونيسو، افغانستان د ټولو وروڼو قومونو گډ كور وگڼو، داسي سرلوړى او خپلواك افغانستان جوړ كړو چي د نړۍ هيڅ ځواك هغه ته په كږو او خيرنو سترگو د كتلو جسارت ونه كړي، له نورو سره د سيالۍ جوگه وي او هيچا ته ئې د احتياج لاس اوږد نه وي.
·                   هغه كړۍ چي د پرديو مرستو مغرور كړي، د بل د مټ، وسلو او پيسو په زور جنگېږي، دوى د پردي پر كټ ناست د پاچايۍ خوبونه گوري او په دې نه پوهېږي چي پردى كټ تر نيمو شپو وي، ډېر د پرديو مرستو مست كړي ول خو ژر په سد شول او خپل سپك وزن ورته معلوم شو.
·                   جنگ غوښتونكو ته وايو: هيڅ ملت د تل لپاره د سپېرو جنگ غوښتونكو په منگولو كي د تل لپاره يرغمل نه پاته كېږي، تاريخ له هغو انقلابونو ډك دئ چي ملتونه مجبور شوي د مفسد او بدمستو واكمنو په ضد راپاڅي، د قدرت له گدۍ ئې لاندي وغورځوي، يا ئې په دار وځوړوي او يا ئې د زندان تورو خونو ته وغورځوي، مجلل قصرونه ئې مصادره كړي، اولاد او د كورنيو غړي ئې له اشرافي ژوند داسي محروم شي چي د فقير او مظلوم ولس په وړاندي ئې د گدايي لاسونه اوږده شي، پاته او ويجاړ قصرونه ئې د نورو لپاره د عبرت وسيله شي، همغسي لكه چي قرآن فرمايي:
وَكَمْ أَهْلَكْنَا مِنْ قَرْيَةٍ بَطِرَتْ مَعِيشَتَهَا فَتِلْكَ مَسَاكِنُهُمْ لَمْ تُسْكَنْ مِنْ بَعْدِهِمْ إِلَّا قَلِيلًا وَكُنَّا نَحْنُ الْوَارِثِينَ
او څومره داسي كلي مو تباه كړل چي د خپل معيشت له كبله غره شول، نو دا ئې د دوى مېشت ځي او ماڼۍ چي له دوى وروسته پاته كېدا په كي لږ او لنډه وه، او موږ (ئې) په ميراث وړونكي وو.
وروڼو خويندو!
موږ دغه حساس حالت ته په پام سره ټول افغان ولس او د هېواد هغو كړيو او شخصيتونو ته چي پر ملت زړه سوى لري، قضايا مسئولانه څېړي، له بحران د وتلو لاري لټوي او غواړي په دې اړه اغېزمنه ونډه ولري؛ وايو: راشئ د بحران لپاره كورنى حل ولټوو، د پرديو له وساطت او وصايت پرته د بين الافغاني تفاهم له لاري بحران حل كړو. ټول بايد دا د يوه مسلم حقيقت په توگه ومني چي روان جنگ د افغان ولس او هېواد په تاوان او زموږ د دښمنانو په گټه دئ. كوم ناافغانان چي د دې تپل شوې بدمرغي جگړي پر دوام ټينگار كوي، بهرنيو ځواكونو ته د مزيد پاته كېدا پلمې په لاس وركوي، دوى د افغانانو كورني دښمنان دي، سپېره دريځ او تگلاره به ئې له سپكاوي پرته بل څه ورپه برخه نه كړي. 


د خپلواك اسلامي افغانستان جوړېدو په هيله
سرلوړي او بريالي دي وي افغانان


حكمتيار
لوى اختر1396



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2017