تفصیل | شهادت 

19th September, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د چهار آسیاب ولسوالۍ قومي مشرانو او ځوانانود ح ا ا مجاهد امیر سره وکتل: ټول افغانان بايد د ورونو په څېر ژوند وکړي، د خلکو سر، مال او عزت خوندي وي او په چا ظلم و نه شي.

د ح ا ا د فرهنګي چارو رياست

2017-09-12

د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالۍ يو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو د دوشنبه په ورځ د حزب اسلامي له مجاهد امير سره په کتنه کې، د سولې له پروسې نه ملاتړ څرګند کړ او د جګړې د ژر پای ته رسېدو غوښتنه يې وکړه.

په دې کتنه کې د چهار آسیاب ولسوالۍ د قومونو او ځوانانو رئيس صبرالله اوریاخیل وويل، چې په تېرو ۱۵ کلونو کې ځوانان ډیر ځوريدلي دي، خو چاته تسلیم شوي نه دي او خپله مبارزه يې جاري ساتلې ده.
نوموړي زياته کړه، د چهار آسیاب اوسېدونکي د سولې له پروسې سره ستاسو د يو ځای کېدو هرکلی کوي او په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دي .
ښاغلي اوریاخیل وويل، خلک سوله غواړي، له جنګ نه ستړې دي او د ټولو افغان ولس يواځينۍ هيله او آرمان تاسو ته دی. 
اورياخیل د حزب اسلامي له امير څخه وغوښتل چې چهار آسیاب ته سفر وکړي او هلته له خلکو سره له نيږدې وويني.
ورپسې د حزب اسلامي امير خبرې وکړې او له ځوانانو يې مننه وکړه چې په هېواد کې د سولې او د جګړې د ختمولو لپاره هلې ځلې کوي.
د حزب اسلامي امير زياته کړه، په دې کې شک نشته چې د هېواد د نورو ولايتونو په څېر د چهار آسیاب زړور او غيرتي ولس هم ستونزې او محرومیتونه ګا للي دي، خو ثابت قدمه پاتې شوي دي.
د حزب اسلامي مشر زياته کړه، موږ غواړو ملت له اوسني دردناک حالت څخه وباسو، امن راولو او تل به د خپل مظلوم ولس په څنګ کې يو.
ورور حکمتيار وويل، ځينې کسان چې د روسانو او ناټو ملګرتيا يې کړې، ځانونه مجاهدين بولي او د جهاد له نوم نه په استفادې د مظلومانو حقوق پايمالوي.
ورور حکمتیار وويل، رښتيني مجاهدين هغه څوک دي چې د خدای ج په لاره کې جهاد او د مظلومانو ملاتړ کوي او هغه څوک چې د مجاهد تر نامه لاندې د مظلومانو حقوق پايمالوي، د جهاد او مجاهد له نوم سر جفا کوي.
ورور حکمتيار څرګنده کړه، د اشغال، غصب او قومي تصفيې پای ته رسېدل د جګړې په پای ته رسېدلو کې مرسته کوي او هغه څوک چې د پرديو د مټو په زور مسلط شوي دي او بدمستي کوي د هغوی ټغر په ټولېدو دی، ځکه دوی ملت پيژندلي دي او ملاتړ يې نه کوي .
د حزب اسلامي  مجاهد امير زياته کړه، ټول افغانان بايد د ورونو په څېر ژوند وکړي، د خلکو سر، مال او عزت خوندي وي او په چا ظلم و نه شي. 
د حزب اسلامي امير دا هم وويل، چې موږ تعصب حرام بولو، د افغانانو په يووالي باور لرو او د ظلم غندنه کوو.
ښاغلي حکمتیار زیاته کړه، حزب اسلامي د هر اشغالګر او مفسد مقابله کړې او موخه يې د اسلامي نظام ټینګښت او د يو سوکاله او په خپلو پښو ولاړ افغانستان جوړیدل دي.

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست
مطبوعاتي څانګه

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2017