تفصیل | شهادت 

19th September, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

دوه متضادې جلسې په يوه ټبر کې :

انجنير عبدالکريم (حميدى)

2017-09-13

مازديگر پخپل کور کې وم او دخوشحالۍ نه په جامو کې نه ځايدلم زما مرحومه مور زما په حال يوه شوه او پوښتنه يې وکړه چې ولې دومره خوشحاله يې چې خوله دې نه راټوليږي. او کله چې ددې جلسې د حقيقت څخه خبره شوه نو دوه رکعته دشکرانې لمونځ يې ادا کړ ماته يې مبارکي راکړه، په همدې شيبه کې چې زه د خپلې مهربانې مور سره په خبرو وم  چې دروازه ټک ټک شوه، زه پخپله ور ووتم او ومې ليد چې (شهيد) عبدالقادر توانا په دروازه کې ولاړ دى د جوړ تازه نه وروسته يې راته وويل  چې نن شپه خو به ميلمانه نه لري؟ څرنگه چې زه په جريان کې وم چې وروڼه دجيل (زندان) نه راخلاصيږي نو اطمينان مې ورکړ چې زما کور ستاسې لپاره اماده دى مطمئن اوسئ. هغه ولاړ، د ماښام نه بعد څه وروڼه په متفرقه توگه زمونږ کور ته راغلل په هغو کې مې دوه وروڼه وليدل چې په ليدو ئې ما خپل ځان نشو کنترولولى او دخوشحالۍ نه مې سترگې داوښکو نه ډکې شوې د ټولو سره د روغ بړ نه وروسته مې دحال او احوال پوښتنې وکړې، د ډوډۍ نه وروسته وروڼو خپلې مقصدي خبرې پيل کړى او دخپل راتلونکي په هکله ئې په ضروري مسايلو غونډه پيل کړه چې په پاى کې الحمدلله په يوه کاميابه او هر اړخيزه طرحې باندې فيصلې ته ورسيدل . 

په همدې شپه چې زما د ترور په کور کې د بابا قشقار په کلي کې چې دميربچه کوټ د ولسوالۍ په سرکې پروت دى، دخلق او پرچم د مشرانو جلسه جوړه وه زما د ترور زوى چې سخي محمد نوميده، او موږ ورته سخي ليشو ويلي، په اوله کې سخت شعله اى (ما هويست) وو ما ډير کوشش وکړ چې هغه اسلامي نهضت ته جذب کړم خو دالله تعالى فيصله وه چې هغه د هدايت نه محروم پاتې شوه خو بيا هغه د وکيل نيک محمد له لورى چې د دوى کليوال او د ډاکټر نجيب دخور خاوند وو خلق او پرچم ته جذب شو. پدې جلسه کې ببرک کارمل، اناهيتا راتب زاد ډاکټر نجيب ، اسدالله امين دحفيظ الله امين وراره، ډاکټر عبدالوکيل او داسې نور د گوند لوړ پوړو غړو حضور درلود. ليشو مونږته داسې وويل چې : کله اسدالله دې جلسې ته راغى په اول قدم کې يې په ډاکټر نجيب غږ وکړ چې ډير مهم ښکار  زمونږ دلاسه ووت چې گلبدين د زندان څخه آزاد شو، او په مقابل کې يې ډاکټر نجيب خپل تاثر ښکاره کړو ويې ويل چې زه هم څو ساعته مخکې خبر شوم، د ډير فشار او غم نه مې څو بوتله شراب وڅښل، خو د بلې خوا ډاکټر عبدالوکيل چې دکمريو د کلي اوسيدونکى دى د پرچم د گوند مهم غړى وو غږ يې وکړو چې تاسې تشويش مکوئ گلبدين اوس هم زمونږ تر سيوري لاندې شپې او ورځي تيروي، زمونږ په منگلو کې دى زه به يې د رشقي غوندې سر او پښې يوځاى تاوى کړم او بيدې غوندې به يې ستاسې په لاسو کې درکړم، دا ظالمان په همدې خبرې ډاډه شول، د خوشحالۍ نه يې د شرابو گيلاسونه وجنگول بيا يې په سر واړول...... په هر صورت د الله تعالى فيصلې جدا او د بنده فيصلې او غوښتنې جدا وي .
گورو چې د طاغوتانو څومره څلي د تاريخ کندې ته وغورځيدل او ټول ارمانونه يې دخاروروسره خاورې شول . اسلامي تحريک د جهاد او مقاومت  په نتيجه کې د جهان نقشه بدله کړه ، د نړۍ لوى مغرور استکباري طاقت (شوروي اتحاد) ئې په گونډو کړ.
فلسفه او عقايدو کې تغيير راغى، چا چې ويل کمونيزم په شانه ځي، په افغانستان کې د جهاد او مقاومت په نتيجه کې ئې ټول خوبونه دروغ ثابت شول .  د دې نه وروسته د نړۍ يک تاز استکبارى طاقت امريکا او ناتو ميدان ته راوتل ، بيا هم دجهاد اولين غږ دحزب اسلامي افغانستان امير او د مجاهدينو قائد محترم مجاهد ورور حکمتيار صاحب پورته کړو او ان شاءالله هغه ورځ ډيره نږدې ده چې د همدوى تر قيادت لاندې به دوخت صليبي يرغلگر د داسې برخليک سره مخ شي چې روسانو څخه به يې انجام ډير بد او شرموونکى وي. هغه ناپوه او دالله تعالى د دين څخه منکرو کمونستانو چې د جناب حکمتيار صاحب څخه (بيده) جوړوله، او پدې عقيده وو چې د دوى کودتا يو نه ماتيدونکى انقلاب دى او مجاهدينو ته يې د امپرياليزم د گوډاگيانو نسبت کاوه خو الحمدلله د الله تعالى په خاص فضل او نصرت سره دهمدې مجاهدينو په لاسو شوروي اتحاد مات شو، او دکمونيزم شعار ورکوونکي پخپله دصليبي يرغل په وخت کې د امپرياليزم گوډاگيان ثابت شول .
دا ټولې کاميابۍ د الله تعالى په خاص نصرت سره د اسلامي تحريک د مخلصو او وفادارو وروڼو د اخلاص، قربانۍ، صداقت، محبت ، اطاعت او صبر په نتيجه کې تر لاسه شويدى اوس هم بايد په تنظيمي ژوند کې اخلاص، صداقت ثبات، تقوى ، سمع او اطاعت، سابقه او قرباني معيارونه ژوندي وساتل شي او که ذکر شوي معيارونه په نظر کې ونه نيول شي تعقيب نشي. الله جل جلاله مکړه چې په نيمه لار کې ناهيلي پاتې شو الله جل جلاله دې  داسلامي تحريک ټولو لارويانو ته په همغه لار د تلو توفيق ور په برخه کړي د کوم لپاره چې د اسلامي نهضت مؤسسين او يو نيم مليون مظلوم افغانان په شهادت رسيدلي دي .

 

 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2017