تفصیل | شهادت 

19th September, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د افغانستان د معلولینو شورا استازو د حزب اسلامي له مجاهد امیر او ملی قائد څخه د ملاتړ ژمنه وکړه :

فرهنګي او نشراتي څانګه

2017-09-13

په هېواد کې د جګړې، ټولنیز ژوند د پېښو او له مور څخه د زېږېدلو معلولینو او معیوبینو شورا یو شمېر استازو، مشرانو او غړو د حزب اسلامي له امیر سره په کتنه کې د دغې شورا مشرانو په هېواد کې د جګړې په بندولو او سولې ټینګار وکړ. دوی په خپلو خبرو کې وویل، دا د الله عزوجل تقدیر دی چې موږ یې د جوړو انسانانو غوندې چې د بدن ټول غړي یې پوره وي او په ټولنه کې له موږ څخه په لوړه سترګه ورته کتل کېږي. نه یو. خو د موږ زیاته برخه په هېواد کې د جګړو او ناخوالو په وجه معیوب شوي دي، موږ په ټینګه د جګړې له ښکېلو غاړو او له بهرنیانو غواړو چې زموږ په هېواد کې جګړه ودروئ او سوله راولئ، دا ځکه چې زموږ د هېواد د هر فرد غوښتنه سوله ده، موږ په همدې معلول حالت کې د سولې راوستو لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو یو.

د دغې شورا د دیني او فرهنګي چارو رئیس ډاکتر محمد جعفر توکلي وویل، دا شورا د اووه ډوله معلولینو څخه جوړه شوې ده، دری کاله وړاندې په هېواد کې د معلولینو شمېر (900000) نهه لکه ښودل شوی و چې اوس ښایي تر دې نور هم زیات شوی وي. ښاغلي توکلي زیاته کړه، جهاد په هېواد کې د اسلامي ارزښتونو د دفاع او وطن ژغورلو لپاره شوی دی، موږ شاهد یو چې د جهاد د ملا تیر حزب اسلامي و، په حزب اسلامي کې تر ټولو سپېڅلي، په هېواد او دین مین مجاهدین راټول وو او دي. موږ هم د پورته موخو لپاره جهاد کړی خپل لاسونه او پښې مو نظرانه کړي دي غواړو چې خپل حقوق ترلاسه کړو او په ټولنه کې د قدر په سترګه راته وکتل شي.

ډاکتر عبدالبصیر توریالي چې د روسانو په وړاندې د جهاد په وخت کې یې د حزب اسلامي د امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار د زخمي شوې ګوتې عملیات ترسره کړي وو د همدې عملیات او معیوبینو د یوې بلې سختې دردوونکې پېښې خاطرې یادې کړې. ښاغلي توریالي وویل، معیوبین او معلولین د ټولنې مظلوم قشر دی چې باید حزب اسلامي چې د سپېڅلي جهاد یوازینی وارث دی جدي پام وکړي. دا خلک ستاسې سیاسي ملاتړ ته جدي اړتیا لري، هیله ده په دې برخه کې ګړندي ګامونه واخیستل شي.

حاجي غلام فاروق عمریار، نور احمد او حاجي عبدالوارث کریمي هم چې د هېواد د روانو ناخوالو له کبله معلول شوي وو په خپلو خبرو کې د جګړې پر بندولو، سولې او خپلو حقوقو ترلاسه کولو غوښتنه وکړه. دوی دا هم وویل چې موږ کوښښ کوو چې د جګړې د ښکېلو لورو ترمنځ د سولې ګړندۍ هڅې وکړو.

د حزب اسلامي امیر انجنیر ګلبدین حکمتیار معلولیت په جهاد کې د معلولینو د ونډه اخیستو ښکاره نښه وبلله چې باید افغانان یې قدرونه وکړي.

ورور حکمتیار زیاته کړه، موږ پر تاسو، ستاسو پر اېمان او عقیدې ویاړو. افغانان په دې څلورو لسیزو کې له سختو کړاوونو، محرومیتونو او ستونزو سره مخ شوي دي، جنګ ۴۰ کلن شو، له بده مرغه اوس هم په ۲۵ ولایتونو کې د مختلفو دلایلو په وجه د دین او هېواد پر زیان جګړه روانه ده، هره ورځ مو له سلو زیات هېوادوال وژل کېږي او له دې څو برابره زیات معلولېږي. له جنګ نه ځانګړې منفورې کړۍ ګټه اخلي، دا کړۍ مجلل قصرونه لري او تل کوښښ کوي چې د جګړې د اوږدېدو لپاره بهرنیان دلته پاتې شي. دا کړۍ د مجاهدینو په نامه له هر ډول امتیازاتو برخمن دي، دولتي او شخصي ځمکې یې عصب کړې دي، د خپلو ناروا ګټو لپاره اوباشان ساتي، په هر ډول فسادونو کې لاس لري چې هېوادوال یې پر ناوړه کړنو ښه خبر دي. خدای خبر دی، که د بهرنیانو ملاتړ له دوی سره نه وی؛ ملت به څه ورسره کړي وو؟! دا په داسې حال کې ده چې جهاد او مجاهد د اسلام سپېڅلي کلیمې دي او هغه څوک مجاهد ګڼل کېږي چې د الله عزوجل د دین د حاکمیت لپاره په خپل مال او نفس سره مبارزه وکړي. موخه یې د الله رضا او مسلمانانو ته امن فضا رامنځته کول وي، نه هغه بد عمله او ظالمان چې پر کړنو یې د اسلام تاریخ شرمېږي، د الله عزوجل پر ځمکه یې فساد خور کړی وي او مسلمانان یې له ناوړه کړنو او وجود په عذاب وي. که له دوی وپوښتو چې کله مو له غوږ سره د د کفر مرمۍ تېره شوې ده، د کفارو په وړاندې مو په سنګر وخت تېر کړی دی!؟

زموږ د خپلې سپېڅلې مبارزې له پيل نه تر نن پورې موخه د الله عزوجل رضا، د ظالم لاس لنډول، د مظلوم لاسنیوی او په خپل هېواد کې خپلواک اسلامي نظام رامنځته کول ده. تاسو پر موږ قدر او حق لرئ، تر خپلې وسې به حتمأ ستاسو ملاتړ کوو.

د حزب اسلامي د امیر دفتر 



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2017