تفصیل | شهادت 

20th November, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د افغانستان د باربري ترانسپورټ مسؤلينو د حزب اسلامي له مجاهد امیر او ملی قائد سره وکتل :

د ح ا ا د فرهنګي چارو رياست

2017-09-13

د افغانستان د باربري ترانسپورټ مشرتابه او د يو شمېر خصوصي ترانسپورټي شرکتونو مسؤلينو د دوشنبه په ورځ د حزب اسلامي له امیر سره وکتل .

په دې کتنه کې چې د حزب اسلامي د امير په هستوګنځي کې ترسره شوه، د ترانسپورټي شرکتونو مشرانو خپلې ستونزې له ښاغلي حکمتيار سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.
د لویو لارو پر سر د ناقانونه پيسو اخیستل، د امنيتي مسؤلینو له لوري د موټر چلوونکو وهل ټکول، په ترازوګانو کې فساد او د بار وړونکو موټرو لپاره په قانون کې ستونزې هغه موارد وو، چې د باربري ترانسپورټ مسؤلينو یې په اړه اعتراض درلود.
په پېل کې د خصوصي باربري ترانسپورټ مشر طلا محمد اتمانخیل د نورو په استازيتوب خبرې وکړې او د وسله والو کسانو له خوا د موټر چلوونکو د ځورولو او غلاوو څخه يې شکایت وکړ.
اتمانخيل وويل، بابري ترانسپورټ د خلکو سرمايه ده او حکومت بايد په دې برخه کې له بشپړې امانتدارۍ او شفافيت څخه کار واخلي.
د حزب اسلامي امير د باربري ترانسپورټ ستونزې یادداشت کړې او ژمنه يې وکړه چې له لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره به يې شريکې کړي تر څو د حل مناسبې او عملي لارې ورته ولټول شي.
هغه وویل، هېڅوک حق نلري چې له باربري موټرو څخه ناقانونه پيسې واخلي او د ترافیکي اصولو څخه سرغړونه وکړي.
ښاغلي حکمتيار له اړوندو مسوولینو وغوښتل، چې خپل شکايتونه او غوښتنې په ليکلي ډول ورته وسپاري او د حل لارې هم ورته وړانديز کړي. پای

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست
مطبوعاتي څانګه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

20th November, 2017