تفصیل | شهادت 

19th September, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

مفتي صاحب! څوك چې غير مجاهد لوټمار او پرديپال ته مجاهد وايي هغه هم كافر بالله دئ كه نه ؟

م ادریس

2017-09-13

حتماً پوهېږې چې څوك د خلكو د ارضاء او خوشحالولو لپاره داسې خبره كوي چې الله تعالى پرې ناراضه كېږي، الله تعالى هم خلك ترې ناراض كړي او هم په خپله ترې ناراض!!
آبله ورځ مې ستا يوه فتوا واورېده، په فتوى كې جسارت ته حيران شوم، ودې ويل: څوك چې مجاهد او غير مجاهد برابر گڼي كافر بالله دئ!! پر دې آيت دې استناد وكړ (لَا يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُولِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ فَضَّلَ اللهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً وَكُلًّا وَعَدَ اللهُ الْحُسْنَى وَفَضَّلَ اللهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا)، په داسې حال كې چې دا آيت يوازې د داسې مجاهد ستاينه كوي او تر نورو ئې اجر او مقام لوړ بولي چې د الله تعالى په لار كې په خپل مال او نفس جهاد كوي، يعنې هغه مجاهد چې له خپلې وسلې سره او په خپل مصرف د جهاد سنگر ته درومي، په خپله په جهاد كې برخه اخلي او خپل سر د الله تعالى په لار كي نذرانه كوي؛ تر هغه غوره دئ چې مؤمن دئ خو له كوم عذر پرته د جهاد سنگر ته له تلو ډډه كوي. دا غوره مجاهد هغه دئ چې جهاد ئې د الله تعالى په لار كي وي، په هغه لار درومي چې الله تعالى ورته ټاكلې، الهي حدود او كرښې مراعاتوي، خپله وسله او زور ځواك د ناولو غرضونو او شيطاني موخو لپاره نه كاروي، ظلم نه كوي، د ظالم له ملگرتيا ډډه كوي، د تېري كوونكو او اشغالگرانو په څنگ كې نه ودرېږي، د مظلومانو پر سر، مال او عزت تېرى نه كوي. متأسفانه تا دا خبرې په داسې غونډې كې وكړې چې ډيرى برخه وال ئې هغه وو چې له خپلو ايستلو وسلو سره د كابل سړكونو ته راوتلي وو، ډزې ئې كولې، خلك ئې وېرول، خپل زور ځواك ئې ښودو، بدمستي ئې كوله، په دولتي يونيفورم او گاډو كې سړكونو ته راوتلي ول، پر اوږه ئې د پردي ټوپك، په شاجور كي ئې د پرديو مرمۍ، پر تن ئې پردۍ جامه، د بهرنيو معاشخواره... هغه چې ټول افغانان په ځانگړې توگه د كابل مظلوم او غيرتي ښاريان ترې سخته كركه لري، د بدمعاشانو او اوباشانو په نامه ئې يادوي، د كابل د خونړيو جگړو، ورانيو عامل ئې گڼي، هغه چې د روسانو پښو ته هم پرېوتل او ناټو ته ئې هم پر افغانستان د تيري بلنه وركړه. ستا د خبرو تعبير دا وو چي همدا ټوپكوال مجاهدين دي او څوك چې دوى ته بد وايي او غيرمجاهد تر دوى غوره گڼي كافر بالله دئ!!! آيا دا په ډېر نامناسب ځاى كې او په ډېره نامناسبه توگه د يوه آيت غلط تعبير او تأويل نه دئ؟!! آيا دا تعبير انسان د دې آيت مصداق نه گرځوي چې فرمايي: وَإِنَّ مِنْهُمْ لَفَرِيقًا يَلْوُونَ أَلْسِنَتَهُمْ بِالْكِتَابِ لِتَحْسَبُوهُ مِنَ الْكِتَابِ وَمَا هُوَ مِنَ الْكِتَابِ وَيَقُولُونَ هُوَ مِنْ عِنْدِ اللهِ وَمَا هُوَ مِنْ عِنْدِ اللهِ وَيَقُولُونَ عَلَى اللهِ الْكَذِبَ وَهُمْ يَعْلَمُونَ البقره: 78
او د دوى (اهل كتاب علماوو) يوه ډله داسې ده چې په خپلې ليكنې او كتاب خپلې ژبي داسې اړوي چې ته هغه د الله د كتاب يوه برخه وبولې، په داسې حال كې چې هغه د الله د كتاب برخه نه ده، دوى وايي: دا خبرې ټولې د الله له لوري دي په داسې حال كې چې د الله له خوا ندي، په الله پورې دروغ تړي سره له دې چې ښه پوهېږي!!
اجازه راكړه تا ته يو روايت در په ياد كړم؛ او دا ځكه چې د ډېرو مفتيانو علم په كتاب كې وي نه د دوى په زړه او ذهن كې؛ او نه مصداق ئې د دوى په عمل كې؛ هغه روايت چې وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د يوه غزوې په دوران كي خپلو ملگرو مجاهدينو ته وويل: ستاسو ځينې وروڼه داسې دي چې وروسته پاته دي، خو تاسو چې په هره لوړه خېژئ او پر هر ځوړ كوزېږئ هغوى درسره دي، يعنې د دې غزوې په ټول اجر كې درسره برابر شريك دي، كله چې وپوښتل شو دا به څوك وي؟ وئې فرمايل: دا ستاسو هغه وروڼه دي چې غوښتل ئې په جهاد كي برخه واخلي خو د عذر له كبله نه دي توانېدلي. د دې روايت معنى دا ده چې رسول الله صلى الله عليه و سلم مجاهد او غيرمجاهد برابر گڼلي!! هيله ده خپله ناسمه او له مبالغې ډكه فتوى دې د دې روايت په تله كې وتلې!!
حقيقت خو دا دئ چې څوك د الهي معيارونو او لارښوونو خلاف؛ يو منافق، مفسد، غل، لوټمار، د پرديو مزدور، د جنگ عامل، د زمكو غاصب، د پرديو د گټو لپاره او د هغوى تر قومندې لاندي د خپل مظلوم ولس په ضد جنگېدونكي ته د مجاهد خطاب كوي او د نورو د جهاد تر نامه او پوښښ لاندې ځان او خپل ټبر ته امتيازات غواړي؛ هغه له اسلام، جهاد او مجاهدينو سره ستر خيانت كوي. ته كه غواړې د چا په اړه د كافر بالله فتوى وركړې نو د دې په اړه ئې وركړه!! دا ځكه چې هيڅوك نه وايي نه ئې ويلي چې حقيقي مجاهد او غير مجاهد سره برابر دي!! خو د جهاد هغه دروغجن مدعيان ډېر زيات دي چې په عمل كې د جهاد او اسلام تر ټولو خطرناك او ستر دښمنان دي!!



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2017