تفصیل | شهادت 

19th September, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د جنوبي زون قومي شورا مشرتابه او غړو د حزب اسلامي له مجاهد امیر او ملی قائد سره وکتل :

د ح ا ا د فرهنګي چارو رياست

2017-09-13

د جنوبي زون قومي شورا مشرتابه او غړو د حزب اسلامي له امير سره په کتنه کې د افغانانو ترمنځ په یووالي او د سولې په راوستلو ټينګار وکړ.

په پېل کې د جنوبي زون قومي شورا رئيس ښاغلي داوود شاه نيازي خبرې وکړې او لهورور حکمتيار څخه يې وغوښتل چې خپلې ټولې هڅې د سولې ټينګښت ته ځانګړې کړي.
نوموړي وويل، د هېواد په اوسنيو حساسو شیبو کې سولې او يووالي ته تر بل هر وخت ډیر ضرورت دی او ملت بايد يو موټی شي.
نيازي زياته کړه، ټول افغانان د سولې له بهير سره ستاسو د يو ځای کېدو هرکلی کوي او يواځنۍ هيله او اميد يې تاسو ته دی.
ورپسې د حزب اسلامي امير خبرې وکړې او هغوی ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ يې له يادې شورا څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.
ښاغلي حکمتیار وويل، د سولې په هکله په جديت کار روان دی او هڅه کوو چې په هېواد کې روانه جګړه ژر پای ته ورسيږي او په هېواد کې امن راشي.
د حزب اسلامي مشر وويل، د ملي تفاهم مجمع جوړيدو لپاره مو د ټولو ښکيلو لورو دروازې ټکولي او سولې ته مو رابللي دي.
د حزب اسلامي مشر څرګنده کړه، خلک له جنګ او جنګ غوښتونکو کرکه لري، سوله غواړي او موږ د سولې د ټينګښت لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوو.
ورور حکمتیار زياته کړه، موږ له چا سره د جنګ اراده نه لرو او څوک چې له موږ سره د جګړې نيت لري، هغوی ته د ورورۍ لاس غځوو.
ورور حکمتيار وويل، حزب اسلامي د خپلې مبارزې له پېل نه تر اوسه پورې د خپل ولس په څنګ کې پاتې شوی او ملت يې په هېڅ حالت کې يواځې نه دی پرې ايښی.
د حزب اسلامي مشر همداراز وويل، زموږ هيله داده چې له دې وروسته د پرديو د مټو په زور واک ته درسېدو هڅې و نه شي، وسله و نه کارول شي، ټولو قومونو ته خپل حق ورکړل شي او په واک کې څوک په زور زياته ونډه و نه غواړي.
ورور حکمتیار څرګنده کړه، ارګ ته په زور د ننوتلو وخت تېر دی، د اقتدار لپاره بايد يو څاڅکی وينه هم توی نه شي او څوک چې له مشروع لارو پرته، واک ته د رسېدو هڅې کوي، مخه يې نيسو او په وړاندې يې دريږو.
هغه زياته کړه د جنګ غوښتونکو ټغر په ټولېدو دی او ملت نور د جنګ د دوام شعارونه نشي زغملی .
ورور حکمتيار له قومي مشرانو، مخورو او علمأوو کرامو وغوښتل چې د خپل هېواد د ژغورنې لپاره يو موټی شي او د جګړې د دوام مخه ونيسي.
د حزب اسلامي امير زياته کړه چې په هېواد کې روانه جګړه د وسلو په زور نه شي ختميدلی، بلکې عدالت بايد تأمين شي، د غصب لړۍ پای ته ورسيږي او قومي تصفيې ته د پای ټکی کېښودل شي.
ورور حکمتيار راتلونکو ټاکنو ته په اشارې وويل، چې د موقت حکومت د جوړیدو غوښتنه بېځایه ده، همدا حکومت بايد خپله موده بشپړه کړي او راتلونکو ټاکنو ته انتظار واېستل شي.

د حزب اسلامي افغانستان د فرهنګي چارو رياست
مطبوعاتي څانګه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

19th September, 2017