تفصیل | شهادت 

11th December, 2017


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ولسمشر اردوغان : بنګله دېش د روهينګيا د مسلمانانو لپاره _ خپل سرحدونه پرانيزي تركيه به د دوى ټول لګښتونه پر غاړه واخلي

2017-10-07

د تركيې د جمهوريت چارواكو بيا پدې پرخه كې خپله انساني او اسلامي دنده پر ځاى كړې ده. ولسمشر اردوغان د بنګله دېش حكومت ته وړانديز وكړ چې د روهينګيا د مسلمانانو لپاره دې خپل سرحدونه پرانيزي او هغوى دې د كډوالو په صفت ومني. تركيه به د دوى ټول لګښتونه پر غاړه واخلي. دا په داسې حال كې ده چې د روهينګيا سره تر ټولو نږدې مسلمان هېوادونه اندونېزيا او مالېزيا هم پراته دي. د خليج غړي عربي هېوادونه چې پياوړى اقتصاد هم لري د روهينګيا پر وړاندې بې تفاوته دي. د دوى بې تفاوتي د اسلامي نړۍ او مسلمانانو لپاره د شرم ځاى دى.
د روهينګيا مسلمانان هغه كسان دي چې په خپل كور كې بې وطنه ده. دوى د خپلو ماشومانو لپاره تابعيت تذكره، د تېښتې لپاره پاسپورت او د دوى د حقونو نه د دفاع په موخه اړوندې ادارې نه لري. دا خلك د تېرو ۶۰ كلونو راهيسې د خپلو اساسي حقونو نه محرومه دي.
۱۵ ورځو كې تر ۳۰۰۰ تنو زيات كسان ووژل شول. دا هم د وژل شوو كسانو اصلي شمېره نه ده. ځكه چې يواځې د بوتدوانګ په سيمه د كليو د سوځول كېدلو له امله ۱۵۰۰ مسلمانان ووژل شول. پدې لوى كلي كې يواځې ۴۰۰ تنه په تېښته بريالي شوي دي.
trt ویب وپاڼی څخه



د لیکوال لیکني
پخواني لیکني

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

11th December, 2017